مطبوعاتي اعلامیه

ډېر عمر لرونکي او امیندواره ښځې دې څه وخت لپاره کور کې کار وکړي 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام د لارښوونې له مخې، د کوید ۱۹ویروس د خپرېدو او ګواښونو د مخنیوي لپاره، د ملکي خدمتونو په ادارو کې سر له نن د (کب ۲۶) څخه په ټول هېواد کې احتیاطي تدابیر عملي کېږي:

۱ـ د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې عمرونه یې له  ۵۸ تر ۶۵ کلونو پورې دي، کولای شي درې اوونۍ لپاره په کورونو کې له لرې کار وکړي. خو که په دفتر کې د دوی د شتون اړتیا رامنځته کېږي، ادارې مکلف دي چې د دندو چارې نورو او ځوانو کارکوونکو ته وسپاري.  

په ملکي خدمتونو کې ښځینه کارکوونکې چې د امیندوارۍ په حال کې دي کولای شي، دوه اوونۍ په خپلو کورونو کې له لرې کار وکړي. ادارې مکلف دي چې الکترونیکي وسایلو ته د لاس رسي په صورت کې، دغه شونتیاوې په کور کې ورته برابرې کړي.

۳ـ د ملکي خدمتونو کارکوونکي چې نوي له بهرني سفر  او په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه چې د کرونا ویروس پکې پراخ دی ـ راستانه شوي، مکلف دي چې له کلنۍ رخصتۍ څخه په ګټنې، دوه اونیو لپاره دفتر ته رانشي.

۴ـ د درېیمو واحدونو (ولسوالیو) ادارې مکلف دي چې د کرونا ویروس په اړه د کلیو پراختیا وزارت سره په همغږۍ کې، د سیمه ییزو شورا ګانو، قومي مشرانو، سپین ږېرو او جوماتونو له لارې، د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *