تاند، جمعه، د دلوې ۱۸مه: په چین کې د ليوینلیانګ په نوم هغه ډاکټر هم د کرونا له ناروغۍ ومړ چا چې په لومړي ځل دا ویروس کشف کړی و.

په دې سره په چین کې له کرونا ناروغۍ څخه د مړو شویو شمير ۶۳۰ ته ورسېد.

 د لي وینلیانګ په اړه د چین حکومت تېره ورځ راپور ورکړی و چې نوموړی په وخیم روغتیايي حالت کې دی او کوما ته تللی دی، خو نوموړی نن سهار درې بجې مړ شوی دی.

 چینايي چارواکو هم د هغه مړینه تایید کړې او وايي، له عملیاتو وروسته هم د ډاکټر لي وینلیانګ وضعیت ښه نه شو.

 ډاکټر لي ۳۴ کلن او د سترګو ډاکټر و چې په ډسمبر کې یې دا کرونا ناروغۍ ویروس وپېژانده، خو د چین محکمې کش کړ او هغه ته یې د غلطو تبلیغاتو له کبله اخطار ورکړ.

اوس چې لي وینلیانګ د کرونا له کبله مړ شویو دا ناروغي د اروپا په شمول ۲۹ هیوادونو ته رسېدلې او ۳۰ زره کسان پرې اخته دي چې ټوله نړۍ یې اندیښمنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *