تاند- په جاپان کې د کوږ په شان له ځینو ځناورو څخه د کروندو د ساتنې لپاره روباټیک لېوه جوړ شوی دی.

د (Earther) د راپور له مخې، دا لېوه وزمه روبوباټونه ډاروونکې داړې، د لېوه په شان سرې سترګې او پوستکی لري او وحشي حیوانات نه پرېږدي چې کروندو ته داخل شي.

جاپاني ساینسپوهانو د تېر کال په دوبي کې دا لېوان وازمویل.

دا روباټیک لېوان ۲۰ اینچه لوړوالی لري او کله چې نور حیوانات ورنژدې شي، کولې وهي.

دا لېوه په بېټرۍ چلېږي او بېټرۍ یې د لمر په انرژۍ چارجېږي.

د لېوه د انګولا یا کولو ډول بدلېدای شي ځکه چې څو ډوله کولې پکې ثبت کړای شوي دي.

د هر لېوه روباټ بیه ۵ زره ډالره ټاکل شوې ده.

په جاپان کې ځینې وحشي ځناور کروندو ته زیات زیان اړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *