تاند- د کرویشیا دفاع وزیر، چې پرون /سې شنبه/ کابل ته راغی، له خپل افغان ساري سره ولیدل.
دمیر کرستیچویج، چې د کرویشیا د صدراعظم مرستیال هم دی، د یوه پلاوی په مشرۍ افغانستان ته راغلی دی.
په پلاوي کې د کرویشیا د پوځ لوی درستیز، د استخباراتي ادارې رييس او د دفاع مرستیال وزیر شامل دي.
دوی ته په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت کرویشیاوال قوماندان سباستیان هرکلی ووایه.
دوی د افغانستان له دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي سره د افغانستان د سولې او امنیت او د افغان اورګانونو د فعالیت د ښه کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
کرویشیا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۱۰۵ پوځیان لري.
د کرویشیا دفاع وزیر او د صدراعظم مرستیال له خپلو پوځیانو او قوماندانانو سره هم وکتل. ده هغوی ته وویل چې ۲۰۱۷ م کال مهم دی او د کرویشیا دفاع وزارت هڅه کوي چې د پوځیانو د ژوند کیفیت ښه شي.