د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د لومړي ځل لپاره د کال غوره کسانو ته د اېوارډونو ورکولو مراسم ترسره شپه په داسې حال کې ترسره شوه، چې ګډونوالو د کرکټ بورډ ددې نښت ستاينه وکړه. دغه نوښت په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې له خوا ترسره شو او د کرکـټ بورډ ادارې هوډ څرګند کړ، چې هر کال به دې لړۍ ته ادامه ورکوي.
په کابل کې د جايزو ورکولو په دغو مراسمو کې چې تېره شپه ترسره شول، د ماليې وزير ښاغلى ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، سلاکار وزير او د افغانستان د کرکټ بورډ لوى رييس ښاغلى شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نورمحمد مراد، د ملي شورا غړو، ملي سوداګرو، د کرکټ بورډ کارکوونکو، ملي لوبغاړو او يو شمېر نورو مېلمنو برخه اخيستې وه.
سلاکار وزير ښاغلى شهزاده مسعود ته وويل، چې کرکټ په افغانستان کې يوه ځوانه لوبه ده، خو په کم وخت کې يې د لوبغاړو د بې ساري هلو ځلو او محنتونو له امله يې ډېر پرمختګونه کړي دي. هغه زياته کړه چې افغان لوبغاړو په قوي عزم، کلکې ارادې، د يوه افغان له جذبې سره په کمو او نشتو امکاناتو دا لوبه پيل کړه، خو دا دى اوس نړيوالو جامونو ته رسېدلي دي. نوموړي وويل، چې د هېواد ملي لوبـډله او د ١٩ کلنو لوبډله دريو نړيوالو جامونو ته يې لارې پيدا کړې او د دې ترڅنګ يې تېر کال ګڼې نورې لاسته او برياوې درلودې.
د کرکټ بورډ لوى رييس د دغه نوښت په اړه چې د کال غور لوبغاړي او غوره کارکوونکي معرفي کول دي، يادونه وکړه او ويې ويل چې دوى غواړي په دغه کار سره لوبغاړي او کارکوونکي تشويق کړي.
هغه د کرکټ د ملي لوبـدلې لپاره د ٥٠ زره امريکايي ډالرو دانعام اعلان هم وکړ.
د ماليې وزير او د کرکټ بورډ د شورا غړي حضرت عمر زاخېلوال وويل، چې کرکټ په تېرو درېيو کلونو کې ډېر پرمختګونه کړي او د پام وړ لاسته راوړنې يې درلودې.
نوموړي وويل، چې په هېواد کې له شته نا امنيو سره سره کرکټ دومره پرمختګ کړى او لوبـډلو برياوې ترلاسه کړې، خو که چېرې په هېواد کې د نورو هېوادونو په څېر بشپړ امنيت واى، نو اوس به د افغانستان کرکټ په نړۍ کې لومړى مقام درلود.
ښاغلي زاخېلوال وويل چې خلکو فکر کاوه، دافغانستان کرکټ راتلونکى نه لري ، همدا ١٥ لوبغاړي دي، دوى چې زاړه شي نو کرکټ به ورسره ختم شي، خو دا خبره سمه ثابته نه شوه او افغانستان سلګونه پياوړي ځوان لوبغاړي لري او د دې ژوندۍ بېلګه د ١٩ کلنو لوبډلې لاسته راوړنې او برياوې دي.))
د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد وويل، چې له دې نوښت څخه موخه دا نه ده، چې چا وګټله يا چا وبايلله. هغه زياته کړه، چې دوى د يوه کمېسيون له مخې په څو کټګوريو کې غوره لوبغاړي او غوره کارکوونکي ټاکلي او دا پروسه په رڼه توګه ترسره شوې ده.
ډاکټر مراد وويل، چې دوى به په راتلونکي کې د نورو لوبو لوبغاړي هم ونازوي. د غونډې په پاى کې د مسوولينو لخوا پر ګټونکو کسانو اېوارډونه ووېشل شول.
ډاکټر نور محمد مراد ته د ښه مدیریت له امله ځانګړی ایوارد ورکړل شو. د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسى خېل ته د ٢٠١٣ کال د غوره لوبغاړي حميد حسن ته د مينه والو له خوا د زياتو رايو په ترلاسه کولو د خلکو د خوښې لوبغاړي
د ملي لوبډلې بل لوبغاړي عزت الله دولتزي ته د کال د غوره ځوان لوبغاړي حاجي مسعود ته د غوره ولايتي استازي، ډاکټر فريد ته د زون دغوره استازي، محمود خروټي ته د غوره لوبڅار شاهد الکوزي ته د غوره اداري کارکوونکي او دوست محمد نظري ته د غوره رضا کار کارکوونکي ایوارډ ورکړل شو.