استاد اجمل ښکلی

پښتو ناول او لنډې کيسې زياتره پېښو ته ډېر ارزښت ورکوي. دا به د انقلابونو اغېز هم وي چې زموږ پام يې بهرنيو پېښو او د ناول لپاره يې د موضوعاتو په توګه انتخاب ته اړولى دى.

بهرنۍ نړۍ او ذهن له يو بل سره نېغې اړيکې لري. له بهرنيو پېښو نه انساني ذهن اغېزمنېږي او ښايي بدلون پکې راولي. همداسې بهرنۍ نړۍ له انساني ذهنه اثر اخلي. مثلا: زموږ د شخصيت ماهيت له بهرنيو پېښو او له نورو خلکو سره له چلندونو جوړ دى. همداسې، چې موږ يو کار ترسره کوو يا له چا سره يو چلند کوو. هرومرو له داخلي نړۍ يا ذهنه رنګ اخلو. توپير يې ګومان کوم دا دى، چې بهرنۍ نړۍ يا مسايل ښايي دومره پېچلي نه وي، خو انساني ذهن چې له نورو سره د بالفعل چلند په تار نه دى تړلى، څه نا څه ازاد وي او د دې ازادۍ له امله پېچلى او مرموز وي. د داخلي نړۍ يا ذهن د همدغې پېچلتيا له امله يې زموږ کيسه ليکوالو ته درک سخت دى. يعنې زموږ کيسه ليکوال چې بهرنيو پېښو ته ډېر ارزښت ورکوي، يو لامل يې لټي ده، چې د انسان درون ته پام نه کوي، ځکه چې بهرنۍ پېښې عيني دي او په اسانه درک کېږي.

په پښتو کې که چا پر جګړو ناولونه ليکلي، که پر نورو پېښو، زياتره بهرنۍ نړۍ رااخلي، ګنې انسان چې څومره بهر دى، تر دې ډېر دننه دى او تل يې هڅه کړې چې د خپلو ارمانونو د پوره کولو په بڼه خپله بې سره، پراخه او ازاده نړۍ پر بهرنۍ نړۍ-چې نور خلک هم پکې اوسي- په زور يا رضا وروتپي او خپل دننى هوسونه عملا په نړۍ کې پوره کړي.

په ناول او لنډه کيسه کې له ذهني نړۍ نه موخه د يوه کرکټر شخصيت دى او د کرکټر شخصيت په کرکټرايزيشن پورې غوټه دى. مطلب دا شو چې زموږ په لنډو کيسو او ناولونو کې پېښه مهمه وي او د پېښې په اهميت کې رانه خپل کرکټرونه ورک شي. هر کرکټر لګيا وي، خپله ورسپارلې دنده ښه په ايماندارۍ ترسره کوي.

زموږ په کيسو کې کرکټر يواځې او يواځې يوه وسيله ده. لکه ساعت، چې يواځې د وختو د معلومولو لپاره ورته ګورو.

زموږ زياتره کيسه ليکوال د کرکټر شخصيت ته د هدف په سترګه نه ګوري او دويم خو ډېر ښه دى، لسم مقام هم نه ورکوي.

خو په نوره نړۍ کې لومړيتوب کرکټر ته ورکوي، د پېښې اهميت دويمي وي. هغوى پوه دي، چې پېښه د لوستونکي پر ذهن هغومره اغېز نه شيندي، څومره اغېز چې د يوه کرکټر شخصيت ښندي.

ډېرې ښې لنډې کيسې او ناولونه به مو لوستي وي. پېښې به مو يې هېرې وي، خو د کرکټر شخصيت به مو له ټولو ځانګړنو سره ياد وي او که پېښه مو يې ياده هم وي، د هغه کرکټر له برکته به مو ياده وي.

د شکسپيير ډرامې د خپلو پېښو له امله دومره مشهورې نه دي، لکه د کرکټرونو له امله. د شکسپيير د ډرامو کرکټرونه خو لکه بېخي ژوندي انسانان چې تېر شوي وي، تراوسه يې خلک پېژني، تر دې چې ځينې مهمې خبرې يې خلکو ته يادې څه چې د متلونو غوندې مشهورې دي.

لرې به نه ځو، خپلې ولسي کيسې به مو لوستې وي. ټولې مو د کرکټرونو له امله يادې دي، تر دې چې د همدغو کرکټرونو په نامه يې يادوو. د فتح خان او رابيا داستان مو ښايي پوره ياد نه وي، خو د کرمي کرکټر د خپل ځانګړي شخصيت له امله پېژنو. څوک چې ډېر شري وي، پښتانه ورته کرمى وايي او د رابيا د خولې دا منظومه خبره ورته کوي:

کرميه! چې غم نه وي، ته غم راوړې

کرميه! په لم غوټه سپرو واوړې

په داستانونو کې د کرکټرونو د شخصيتونو تبارز ځکه ضرور دى، چې لوستونکى پکې خپل ځان ويني. پېښې ډېرې کېږي. که بهر نه وي، په ذهن کې خو هر انسان يوه مساله جوړوي، چې هم غوټه لري او هم څوکه او حل. مثلا: يو وزګار مجرد ځوان په ذهن کې ځان ته ښه دنده پيدا کړي او له دې لارې ورسره ښې ډېرې پيسې وشي. په کور کلي کې يې خلک درناوى پيل کړي او له يوې ښکلې نجلۍ سره يې تر خوندورې مينې وروسته واده وشي.

پېښې ښکاره وي، خو د خلکو د شخصيتونو ډېر نازک اړخونه رانه پټ وي.

د کرکټر د شخصيت د تبارز ګټه دا هم ده چې موږ ته د ډېر مرموزو کسانو د رواني شننې کونجي په لاس راکوي او که څوک راته ورته ښکاره شي، ښايي په خپل پخواني چلند کې ورسره بدلون راولو. يا مو له دې لارې د خپل شخصيت ځينو کمالونو يا نيمګړتياوو ته پام شي او په ځان کې بدلون راولو.

لوستونکى د کيسې د پېښې له لوړ و ځوړه دومره خوند نه اخلي، څومره چې د يوه کرکټر له شخصيته اخلي.

که کرکټر متبارز نه کړو او لوستونکو ته يې ورونه پېژنو، کېداى شي، د کيسې پېښې لوستونکي ته مبهمې شيِ دا جمعه په افغان ادبي بهير کې د همايون هېواد پر لنډه کيسه کره کتنه وه. يوه پېښه پکې وه، چې يوه اروپايي نجلۍ او اروپا ته تللى يو افغان ځوان په کوټه کې ځانته ناست وي. نجلۍ ورنژدې کېږي، هلک ترې شاته کښېږي. د کره کتونکو نقد دا و، چې دا غير طبيعي پېښه ده. دا په يويشتمه پېړۍ کې شونې نه ده، چې هلک هم نه، نجلۍ دې داسې جرات وکړي او بيا دې ترې هلک، چې ځوان هم دى، وروسته شي.

دا شونې ده، ځکه ځينې خلک په بندو اخلاقي کورنيو کې لوى شوي وي او دا ډول جرات ورته کوه قاف ته خاته ښکاري؛ نو بيا په کيسه کې دا ابهام ولې پيدا شو؟ دا ابهام ځکه پيدا شو، چې د کيسې لوستونکي د کرکټر له شخصيت سره اشنا نه وو. لوستونکو ته ليکوال دا نه وو ويلي، چې زما کرکټر د څنګه شخصيت خاوند دى.

ليکوال لوستونکو ته بايد د مکالمو، پېښو او بيان له لارې ويلي واى، چې زما کرکټر شرمګيره کرکټر دى. مثلا: د مکالمو له لارې يې ښوولى شو، چې له دې نجلۍ سره چې خبرې کوي، ترور کېږي، الفاظ ترې تښتي. مننه او مخه ښه نه کوي. په پېښو کې يې ښوولى شو، چې نجلۍ ورته د ستړي مشي لپاره لاس اوږدوي، خو دى لاس نه ورکوي. هغه چې ورسره خبرې کوي، دى له شرمه ځمکې ته ګوري. همداسې يې بيانولى شو، چې هلک په پښتنه کورنۍ کې لوى شوى، شرمګيره دى. نجلۍ چې وويني، رنګ يې تښتي.

ځينو خلکو کرکټر درک کړى و، چې شرمګيره دى، خو هغه يې هم پخپله د ليکوال له شخصيته پېژندلى و، ځکه ليکوال يې پېژانده. ليکوال چې کيسه ليکي، نو له يوه يا څو کرکټرونو سره زړه تړي، خو له يوه، عموما اتل سره يې ډېر زړه تړلى وي او نورو سره يې لږ زړه تړلى وي. د ليکوال هڅه وي، چې دا کرکټر د خپل شخصيت په رنګ ورنګوي، ځکه د خپلو ارمانونو له رواني فشاره ورته د خلاصون همدا لار معقوله ښکاري. دا ضرور نه ده، چې يو ليکوال دې يواځې خپلۍ خوبۍ په يوه کرکټر پورې وتړي، بلکې خپلې ډېرې اخلاقي نيمګړتياوې هم د کرکټر په شخصيت کې راباسي. د کيسو د کرکټرونو رواني شننه راته همدا ښيي.

اوس نو يوه دا خبره ثابته شوه، چې ليکوال اصلا کيسه د خپلو پېښو د بيان لپاره نه، د خپل ځان د ښکاره کولو لپاره ليکي او خپل ځان په کرکټر کې ښه ښکاره کولى شي، چې له دې هم په کيسه کې پر پېښه د کرکټر برتري ښکاري.

بله خبره دا شوه، چې همايون هېواد خو موږ پېژانده، ځکه په دې پوه شو، چې کرکټر شرمګيره دى. که دا همايون هېواد نه واى، بل څوک واى، چې موږ نه پېژنداى، بيا به مو دا پېښه څرنګه درک کوله او څرنګه به راته طبيعي ښکارېده؟ په دغسې مواردو کې پکار ده، چې ليکوال د کرکټر خواص لوستونکي ته وښيي.

په کيسه کې د کرکټر د متبارز کولو لارې درې دي:

د يوه کرکټر په اړه د ليکوال يا بل کرکټر خبرې. مثلا: بريال لمونځ نه قضا کوي. پخپله وايي، چې کوم وخت لمونځ ونه کړم، هرومرو له يوې نه يوې بدې پېښې سره مخ کېږي. له بانکه ټول معاش نه رااخلي، چې هسې نه ټول رانه ونه لګېږي. په کړنګ ژمي کې بړستن نه اغوندي، د بدن د مقاومت د کمېدو ويره وي ورسره.

د کيسې پېښې يا له نورو کرکټرونو سره چلند او تړاو. مثلا: د بانک مامور ترې پوښتنه ونه کړه او تول معاش يې ورکړ. د ده رنګ له خپګانه او غوسې ژيړ واووښت. پته ورته ولګېده، چې نن سهار ترې لمونځ قضا شوى. ماښام چې کور ته لاړ، رېزش و، ښځې چې څومره ورته وويل، بړستن يې وانغوسته.

مکالمې د يوه کرکټر د تبارز درېيمه لار ده:

ملګرى: چې معاش دې واخيست، بيا راشه، يوه پنجه مجلس به سره وکړو.

دى: نه، نه. د سهار لمونځ رانه قضا شوى. لږ مخکې مې له رييس سره خوله ووهله. چې معاش واخلم، سيده کور ته ځم، چې څه پېښه راونه شي. (په وارخطايۍ) خدايه خير درنه غواړم.

بله صحنه:

ښځه؛ معاش دې واخيست؟

دى: هو، دووس ټول راکړ.

ښځه تسلي ورکوي: خير دى، هسې به دېم اخيسته. ښه شوه، چې په يو ځلي دې راواخيست، له بيا بيا ورتګ نه خلاص شوې.

دى: زه په دې نه ويرېږم، چې غله به راشي، رانه يو به يې سي. زه چې ټول معاش واخلم، داسې انګېرم، لکه پيسې چې مې له جبه الوځي.

ښځه: خداى به خير وکړي. څمله چې دا بړستن درباندې واچوم، چې طبيعت دې راته جوړ نه ښکاري.

دى: نه، نه، بړستن نه اغوندم، تېر ژمى مې يوه هفته اغوستې وه، بيا هوار رپېدم، لمر نه بغير مې ګوزاره نه کېده.

زه کيسه ليکوال نه يم، بېلګې به مې ډېرې دقيقې نه وي.

لوستونکي ته د کرکټر د شخصيت د ورپېژندلو لپاره ښايي په ناول کې همدا درې وسيلې په پراخ کچ ووينو. د ناول ليکوال به ورته تر دې ډېرې جملې کارولې وي، خو په لنډه کيسه کې ښايي دا هم ډېرې وي؛ نو که ډېرې نه وي، يو څو اشارې خو په لنډه کيسه کې داسې وي، چې لوستونکى کرکټرونه وپېژني او داسې پېښې سمې درک کړي.

د کرکټر د شخصيت په تبارز کې ډېر مهين رواني مشخصات رابرسېره کېږي او له دې لارې لنډه کيسه يا ناول پياوړى او دلچسپه کېږي.

0 thoughts on “د کرکټر اهميت/ اجمل ښکلى”
  1. ګرانه اجمل ښکلی صاحب
    لیکنه دي راته په زړه پوري وه، خو په لاندي جملو کې مو د پښتو پر ځای د پاړسي زبي لغاتونو د کاروني په لامل ونه وپوهیدم
    هغه جملي دادي:

    د انسان درون ته پام نه کوي
    د شخصيتونو تبارز ځکه ضرور د
    که کرکټر متبارز نه کړ
    کېداى شي، د کيسې پېښې لوستونکي ته مبهمې شيِ
    چې زما کرکټر شرمګيره کرکټر دى
    چې يو ليکوال دې يواځې خپلۍ خوبۍ په يوه کرکټر پورې وتړي
    يوه پنجه مجلس به سره وکړو
    او دلچسپه کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *