د کرکټ بورډ خبرپاڼه: د افغانستان د کرکټ الف لوبډله په اسيايي اولمپيک سياليو کې د ګډون په موخه نن له کابل څخه د سويلي کوريا په لوري روانه شوه.

کوريا ته تر روانېدو مخکې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس او سلاکار وزير ښاغلي شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او دافغانستان د ملي اولمپيک کېمټۍ مشر فهيم هاشمي لوبغاړو سره خداى پاماني وکړه.

شهزاده مسعود لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه، چې هلته په ملي احساس خپلې لوبې په ښه توګه ترسره کړي او د هېواد ملي بيرغ د اسيا په اولمپيک سياليو کې ورپوئ.

هغه هيله څرګنده کړه، چې دا ځل به د الف لوبډله له اسيايي لوبو څخه د سرو زرو مډال راوړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد وويل چې د اسيايي لوبو لپاره ټاکنيز کميسيون پياوړې لوبډله ټاکلې ده.

هغه زياته کړه چې په اسيايي لوبو کې د کرکټ شل اووريزې سيالۍ ترسره کېږي او دوى د شل اووريزو سياليو تجربه لرونکي لوبغاړي په لوبـډله کې شامل کړي دي.

ډاکټر مراد وويل چې د ملي لوبـډلې کپتان نبي عيسى خېل ، سميع الله شينوارى او ګلبدين نايب به هم له اسټراليا څخه کوريا ته راځي او له الف لوبـډلې سره به يو ځاى کېږي .

د الف لوبډلې مشر روزونکي رييس احمدزي وويل چې لوبـډلې د اسيايي لوبو لپاره بشپړ تيارى نيولى او په کابل کې يې ښه تمرينات ترسره کړي دي.

1نوموړى وايي، چې دوى له سياليو څخه دوه اونۍ مخکې کوريا ته ځي او هلته به هم خپل تمرينات ترسره کړي.

بايد وويل شي چې د فوټبال ملي لوبډله چې دا مهال په کوريا کې او ملي جامې يې په لاره کې ورکې شوې، نورې جامې يې د کرکټ د الف لوبـډلې د مسوولينو په لاس کوريا ته ولېږل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *