د کابل سرینا هوټل د غونډو په تالار کې نن /چهارشنبه/ د کرکټ بورډ د بورډ غړو کلنۍ غونډه ترسره شوه. په دغه غونډه کې د کرکټ بورډ ټولو غړو هر یو د افغانستان اسلامي جمهوریت مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري، د ولسمشر حقوقي سلاکار محمد علي محمدي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي، د چارو ادارې د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست مرستیال فریدون الهام، ملي سوداګر سید سلمان سادات، د دنیا پوهنتون رئیس احمدشاه سنګدل، د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش او د الکوزي شرکت استازي میرویس سیال ونډه درلودله. سربیره پردې، په غونډه کې د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي هم ګډون درلود.

۱د غونډې پیل د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو سره وشو. د قرآن کریم له تلاوت وروسته د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش په رسمي ډول د غونډې پرانسته وکړه. نوموړي د بورډ ټولو غړو ته هر کلی ووایاست او دوی ته یې د ولسمشر له لوري د ورسپارل شوي مسئولیت مبارکي ووییله.

۱دانش وویل چې، کرکټ په افغانستان کې د ملي یووالي سفیر په توګه د ولس پر شونډو موسکا خپره کړې ده او د نړۍ په کچه د افغانستان د ویاړ سبب ګرځیدلی دی. نوموړي، د بورډ غړو پر اهمیت او ددوی مسئولیتونو په هکله هم خبرې وکړې او د کرکټ بورډ په کلنۍ غونډه کې یې ددوی تاریخي او لومړنۍ ونډه د کرکټ نړیوالې شورا په کچه د افغانستان کرکټ بورډ د موقف لوړوالي سبب وباله.

د غونډې ګډونوالو ته له ښه راغلاست ویلو وروسته د کرکټ په چارو کې ولسمشر ځانګړي استازي مختارالله مختار د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش او اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي استخدام او ټاکنې په اړه معلومات ورکړل.

تر دې وروسته د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د بورډ غړو ته په افغانستان کې د کرکټ تاریخچه او د کرکټ بورډ کاري او بودیجوي پلانونه د پریزنټیشن په ترڅ کې وړاندې کړل. ستانکزي د بورډ له غړو څخه د کرکټ بورډ ادارې سره د همیشنیو همکاریو غوښته وکړه او د بورډ د غړو په توګه یې ددوی مسئولیت د کرکټ بورډ له مشرتابه سره د سترو پلانونو په تصویبولو کې حیاتي وباله.

د غونډې په ترڅ کې د کرکټ بورډ کلني او بودیجوي پلان منظورۍ سربیره د بورډ ټولو غړو لخوا له دغې ادارې سره د هر راز مرستو ژمنه وشوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *