کرکټ بورډ لویه اداره ده خو د ښې رهبرۍ پایله ده چې نن یې د هېواد نوم لوړ کړی، بیراغ یې رپانده ساتلی او ولس ته یې د خفګان، وېرې او غم پر ځای خوښۍ ورکړي دي.
په دې به تاسو ټول راسره متفق یئ چې که چېرې د یوې ادارې رهبري فعاله، وړ او مناسبه وي لاندې کسان به یې په خپله کار کولو مجبوریږي او د ګډ کار نتیجه به یې طبیعي ده مثبته او پر ځای وي.
په تېرو څو کالونو کې دا په اثبات ورسیده چې د اکثرو ادارو د نامناسبو رهبریو له امله زمونږ د ولس څومره اشد ضرورت اړتیاوې کمزورې ونیول شوې، په څومره کچه فرصتونه مو له لاسه ورکړل او څومره مو د پرمختګ پر ځای شاتګ وکړ.
دا همدا وجه وه چې د ادارو په راًس کې پوه، مسلکي، وړ او باتجربه کسان نه وو.
که مو پام وي، تکراري او غیرمناسبو څېرو څو کاله د وزارتونو پر چوکیو خوبونه وکړل، داسې کسان مو د وزارتونو او خپواکو ملي ادارو په سر کې وو چې ان د زده کړو او تجربو برخه یې هم نه وه.
د ولس چیغې به چا نه اورېدې او له چا سره حساب نه کېده چې څومره کار کوې او څه کوې؟
اوس نو تر پخوا شکر دی، په ډېر شمېر ادارو کې سم کسان مقرر شوي، وړ مدیران او مسؤلین یې په رهبري په غاړه لري.
ښه بېلګه یې د کرکټ بورډ ملي اداره ده.
تاسو ولیدل د یادې د ښې رهبرۍ نتیجه ده چې د کرکټ ملي لوبډلې ښه منجمېنټ، د روزنې او امکاناتو په برخه کې ورته د ښو زمینو برابرول ددې سبب شول څو په وار، وار په نړیواله کچه زمونږ نوم لوړ کړي، هېوادوالو ته خوشالي ورکړي او دا لړۍ دوامدارې روانه ده.
له داسې هېوادونو سره چې د کرکټ نړیوالې شورا اوله درجه غړي دي، افغانستان لوبې وکړې، څو سریزونه یې ترې یووړل، په نړیوال لوبو کې یې پرلپسې بریاوې خپلې کړې او دادی اوس د نړۍ لسو غوره هېوادونو کې لوبیږي.
دا کومه عادي خبره نه ده او نه هم په اسانه دا ستر تاریخي پرمختګ شوی دی.
د لوبغاړو خواري، د کرکټ ملي ادارې پر ځای هڅې، د هېواد په کچه کورني کرکټ ودې ته ځانګړې پاملرنه او…. هغه څه دي چې نن یې د نوم لوړولو ویاړ را په برخه کړی دی.
په تېر څه باندې یو کال کې د کرکټ بورډ د یادو ښو کړنو په پایله کې د ملاتړ کونکو ادارو پام زیات شو، کرکټ نړیوالې شورا څو ځله دا اداره وستایله، حتی داسې ایمېلونه یې ورته رالیږلي چې د نړۍ هېڅ هېواد ته یې تراوسه هغه ډول څه نه لیکلي او نه یې په هغه ډول ستاینه شوې ده.
همدا وه چې د کرکټ بورډ ادارې داخلي او خارجي ملاتړ توجه زیاته شوه، بودیجه یې ور زیاته کړه او دوی هم دا هر په ښه ډول اداره کړل.
اوس افغان حکومت، د ولس استازو، مدني فعالانو او ټولو ولسونو ته په کار ده چې ددې ادارې له هڅو قدرداني وکړي، ملاتړ یې وکړي او دوی هم نړیوالو ته دا ښکاره کړي چې وړ مدیران او مخکښې ادارې ورته مهمې دي.
بې تفاوتي په کار نه ده، ولسونه باید نور بیداري خپله کړي، هغوی چې هېواد ته بد نوم راوړي پر وړاندې یې غبرګون ښکاره کړي او ورته ووايي چې دا په هېڅ صورت د افغانانو خاصه نه ده.
ورسره مقابل کې هغه ادارې چې د خپل هېواد نوم او بیراغ لوړوي ترې د معنوي ستاینې او ملاتړ عادت خپل کړي څو هغوی هم ترې عبرت واخلي چې لا هم د خپل راتلونکي لپاره د هېواد راتلونکی بدناموي او بدۍ راوړي.
ویاړ د کرکټ پر لوبغاړو او ویاړ د کرکټ بورډ پر ښې رهبرۍ
خالد افغان