نن د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او موبي ګروپ ترمنځ د کرکټ نړیوالو سیالیو ژوندي خپراوي په برخه کې ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړو.

په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد او د موبي ګروپ اجراییوي رئیس شفیق ګوهري ونډه درلودله.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود رسنیو ته په خپله وینا کې داسې ووییل، موبي ګروپ د رسنیو په تاریخ کې کرکټ او نورو ټولو سپورتونو ته په مسلکي ډول ډیر خدمتونه کړي دي. له ورته رسنیزې ادارې سره زموږ د ګډو همکاریو هوکړه به کرکټ د ټولو هیوادوالو تر کورونو ورسوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد رسنیو ته ووییل، موږ د کرکټ نړیوالو سیالیو ژوندي خپراوي لپاره یو نړیوال همکار ته اړتیا درلودله. له موبي ګروپ سره زموږ د ګډو همکاریو هوکړه لیک به زموږ نړیوالو فعالیتونو ته نوی رنګ ورکړي او د کرکټ ملي لوبډلې نړیوالې سیالۍ به نه یوازې په موبي ګروپ پورې اړونده ټولو افغاني چینلونو له لارې بلکه په نړیوالو تلویزیوني چینلونو به هم خپریږي. د افغانستان کرکټ اوس په ډیره لوړه کچه دی او دغه لوړ معیار ته په کتنې سره موږ د خپل رسنیز همکار په ټاکنه کې خورا ځیرنه وکړه.

د موبي ګروپ اجراییوي رئیس شفیق ګوهري له کرکټ بورډ سره د ګډو همکاریو هوکړې لاسلیک د کرکټ نړیوالو سیالیو ژوندي خپراوي په برخه کې اغیزمن ګام وباله. نوموړي ووییل، زموږ د ګډو همکاریو هوکړه لیک به د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي چې په ترڅ کې به یې د افغانستان ملي لوبډلې سیالۍ د موبي ګروپ اړونده تلویزیوني او رادیویي چینلونو لخوا په ژوندۍ بڼه خپریږي.

په پای د دواړو لوریو لخوا هوکړه لیک په رسمي ډول لاسلیک شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *