تاند- په کابل کې نن (چهارشنبه) کرکټ بورډ ته نژدې په انتحاري حمله کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې یو تن پولیس او دوه ملکیان دي. په دې حمله کې ۵ تنه نور ژوبل شوي دي.
داسې ښکاري چې ځانمرګي غوښتل لوبغالي ته ننوځي خو پولیس یې مخه نیولې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ او د کابل امینه قوماندانۍ د افغانستان کرکټ د نړیوال لوبغالي د دروازې مخې ته چاودنه تائیدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه وايي.
کرکټ بورډ وايي چې د انتحاري حمله کوونکي د حملې د هدف په اړه لا څه نه شي ویلی.
دا چاودنه داسې مهال شوې چې په کابل نړیوال لوبغالي کې د مس عینک اتلانو او بست ساتونکو لوبډلو ترمنځ سیالي روانه وه.
بُست ساتونکو د ۶ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۲۰۱ منډې جوړي کړي او اوس د عینګ اتلان بیټنګ کوي.
تر دې وړاندې په لومړۍ مسابقه کې کابل بازانو په ۶ ویکټونو امو نهنګانو ته ماتې ورکړه.