د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس د خپل پرمختیایي پلان په ترڅ کې له سریلانکا څخه د نویو پلانونو په بدرګه هیواد ته راستون شو
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د پرمختیایي پلانونو په ترڅ کې د سریلانکا کرکټ له چارواکو سره وکتل او په بیلابیلو برخو کې یې له دوی سره هراړخیز معلومات شریک کړل.
ددغه لیدنې په ترڅ کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس او مرستیال دوست محمد نظري د سریلانکا کرکټ له اجراییوي رئیس اشلې دیسلوا او سکرتر جنرال نیشانتاراناټونګا سره وکتل او ترڅنګ یې د سریلانکا کرکټ له عملیاتي مسئول او د روزونکو څانګې مشر جیرم سره هم لیدنې وکړې. ددوی له لوري د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو تود هرکلی وشو او د افغانستان کرکټ پرمختلونکي بهیر څخه ستاینه وکړه.
ددغو لیدنو په ترڅ کې د دواړو اړخونو له لوري د بیلابیلو مسایلو په برخه خبرې اترې وشوې او د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس له لوري د افغانستان کرکټ پرمختګ په اړه هر اړخیز پریزنټیش وړاندې شو. دغه لیدنې چې ډیرې مثبتې پایلې یې درلودلې، دواړه لوري په لاندې مواردو کې سره لفظي هوکړې ته ورسیدل.
- د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې د افغانستان او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ د سیالیو په لاره اچول
- د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په ترڅ کې په سریلانکا هیواد کې د افغانستان الف او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ سیالۍ کېږي.
- د ۲۰۱۴ زیږدیز کال جون په وروستیو کې د سریلانکا پیاوړو کورنیو سیالیو کې د افغانستان ملي الف لوبډلې ونډه
- د افغانستان او سریلانکا ملی نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د سیالیو په لاره اچول
- د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په لړ کې افغانستان ته د سریلانکا ملي الف لوبډلې راتلل
- د بازارموندنې او د سیالیو مسؤلینو لپاره به د وړتیا لوړولو په برخه کې د زړه کړو ورکول
- د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په لومړیو کې افغان لوبغاړو ته په دریو برخو کې ( د توپوهنې، ورو توپ اچونې او فیلډنګ) د سریلانکا روزونکو پر مټ روزنه ورکول
د یادونې وړ ده چې دغه هوکړې به ژر تر ژره په لیکلې بڼه د دواړو لوریو ترمنځ رسمي بڼه واخلي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د سریلانکا کرکټ له چارواکو مننه وکړه او د افغانستان کرکټ ته ددوی له پاملرنې یې قدردانی وکړه. نوموړي زیاته کړه، دغه سفر چې ډیرې مثبتې پایلې یې درلودلې د نورو ګټورو سفرونو په ترسره کولو سره به تعقیب او د افغانستان ملي لوبډلو لپاره به ګڼ شمیر روزنیزې موکې په لاره واچول شي.