د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام سیالی چی د فبروري میاشت کې به په آسټرالیا کې ترسره شي، ګډون کوي او دا د افغانستان او هر افغان لپاره ستر ویاړ دی. زمونږ ملي لوبډله پوره چمتو والي لري او د لوبډلې ترکیب ډېر ښه دي. پدې هیله او دوعا چی زمونږ لوبډله آسټرالیا کې ښه لوبه وکړي او په ټوله نړی کې زمونږ بیرغ ورپوي.
اوسني عصر کې همدا ټکنالوژي او انټرنېټ په مرسته رسنی دي چی لوبې نېغ په نېغه د نړی ګوټ کوټ کې مینه والو ته وړاندې کوي. د نړی ګڼ شمېر چینلونه کرکټ لوبو نشرولو سره لېوالتیا لري ځکه د یوې خوا د فوټبال په څېر لیدونکي یې دېر دي او له بلې خوا کولای شي د لوبو په مهال خپل تبلیغات وکړي او روپۍ وګټي.
په تېرو لسو کلونو کې زمونږ هېواد کې تر پنځوسو زیاتې تصویري رسنۍ چینلونه دي چی د سیاسي او خبري چینلونو څخه نیولي تر تفریحي او سپورټي چینلونه فعالیت کوي. د دغو چینلو څخه ځینو یې ګڼ شمېر لوبې نشر کړي دي خو په هغه معیار ندي نشر شوې څومره چی اړینه وه او یا هیچا هم ندي نشر کړي، خو داسې وخت هم لیدل شوی چی د اروپايي لیګ فوټبال یوه سیالی شپږو یا زیاتو چینلونو په یوه وخت نشر کړې چی فوټبال هم ډېر لیدونکي لري خو د کرکټ لوبې ندي نشر شوي. د لوبو نشرول نه یوازې د لیدونکو لپاره یوه ښه تفریح ده بلکې د هغو تنکي ځوانانو د هڅونې لآمل کېږي ترڅو لوبه وګوري چی ډېر څه ترې زده کولای شي او همدارنګه دغې لوبې سره یې لېوالتیا لا ډېریږي. که څه هم ځینې یې د مسلکيتوب دعوا کوي خو د کرکټ نشرولو په برخه کې پاتې راغلي دي او یا نه غواړي چی د کرکټ په هکله جالب خبرونه وړاندې کړي. تر دې چی که د کرکټ لوبې په هکله کوم سپورټي خبر هم وړاندې کوي نو هماغه د لسو کلونو پخوا د چمن حضوري پخوانی او خسته کنه انځور ښيي، نه دا چی د دوبی، سریلنکا یا بنلګه دیش ښکلي لوبغالي چی زمونږ ستوري پکې ځلېدلي دي لیدونکي ته وروښيي. مونږ د سپورټ یو ځانګړی چینل هم لرو خو هغوي داسې کومه خاصه خونده نشته، او د کرکټ بورډ اړوند مسؤلین دې ته باید پام وي چی دغې لوبې سره کوم چینل څومره لېوالتیا لري.
دا چی راتلونکې لوبې د نړی تر ټولو سترو او مهمو لوبو څخه شمېرل کېږي او ډېر لږ کورنی دي چی ډېش یا کېبل ته لاسرسی لري نو کرکټ بورډ اړوند مسؤلین باید یو تلویزیوني چینل سره داسې تړون وکړي چی ټولې لوبې په معیاري ډول لیدونکو ته نشر کړي. زما په آند لاندېني ټکي باید په پام کې ونیول شي:
- اړوند تلویزوني چینل باید د پیل څخه تر پایلوبې پورې ټولې لوبې نشر کړي.
- د لوبو تبصره کونکي باید تکړه، د کرکټ په تخنیکي مسایلو پوه او ښه غږ لرونکي وي.
- دا چې رسنی د هر اور په پای کې خپل تبلیغات کوي نو باید دا ټکی په پام کې ونیول شي چی هر بال نشر کړي. نه داسې چی د خپلو بې پلانه تبلیغاتو له کبله یو یا دوه بالونه ترې تېر شي.
- کله نا کله د رسنیو دې ته پام نه وي چی د لوبغالي څخه غږ خاموشه وي یوازې تبصره کونکي غږېږي او بس، او یا هم د لوبې او د لوبې دمې ترمنځ غږ ډېر توپیر لري او لیدونکی دې ته اړ وي چی د هرې وقفې پر مهال د خپل تلویزیون غږ کم کړي.
- دا هم ډېره مهمه ده چی کله نا کله د پښتو او دري تبصرې ترمنځ انګلیسي (کمینټېټر) خبرو ته هم لنډ وخت ورکړل شي ځکه د هغوي خبرې هم ډېرې تخنیکي او مسلکي وي او د لوبې پر مهال د هر لوبغاړي نیمګړتیاوې او ځواک په ډاګه کوي.
- د لوبو پر مهال یا د لوبو په پای کې چی د لوبې په هکله په انګرېزي ژبه خبرې کېږي باید ورته پوره وخت ورکړل شي، که څه هم په انګلیسي ژبه وي.
- د اړوند تلویزیون کوربه باید د کرکټ څخه پوره خبر او لېوالتیا ولري، کیدای شي پدې برخه کې هم کرکټ بورډ یو تکړه ژورنالست چی په کرکټ پوه وي د لنډ مهال لپاره وګماري.
- د لوبو تبصره کونکي باید په دواړو ژبو (پښتو او دري) تبصره وکړي.
- کیداي شي چی دغه لوبې افغانستان کې د ورځې لخوا نشر شي نو د لوبو لنډه بڼه (هایلایټ) د بیا ځلي لپاره د شپې لخوا د اړوند تلویزیون یا کوم بل چینل لخوا نشر شي ترڅو هغو چی دغه لوبې یې نه وي کتلي، وګوري.
- د اړوند تلویزیوني چینل پر سکرین سب ټایټل (لیکل شوې خبري کرښه) باید د د دې لآمل نشي چی د لوبې سکور بورډ مخې ته راشي.
- که چېرې په ورځ کې دوه لوبې کېږي نو باید د هغې لوبې چی نه نشرېږي نتیجه یې باید وخت په وخت وښيي.
پکار ده چی په راتلونکي کې د کرکټ لوبو نشرولو لپاره یو ځانګړی تلویزیوني چینل ولرو، ترڅو لوبې نشر شي او همدارنګه د لیدونکو لپاره د تفریح او د تنکیو ځوانانو لپاره دغې لوبې سره د لېوالتیا لآمل شي.