نجیب ځدران

لیکوال: محمد عارف رسولي –

زه باور لرم چې هر افغان د هیواد په د ننه او بهر کې ډېر ترخې خاطرې لري. زه یوه خاطره له خپلو ملګرو سره شریکوم. څو کلونه مخکې زه له څو افغانانو سره پاریس ته د یوه کنفرانس لپاره تلم. د دوبۍ په هوایي ډګر کې مسؤلو کسانو چې زموږ افغاني پاسپورتونه ولیدل نو په خورا تکبراو بده رویه یې راڅخه وغوښتل چې یوې خواته ودریږو. خو کتل مو چې همدې موظفو کسانو بیا اروپائيانو او نورو ته په عزت لاره ښودله او ورته ټیټ ټیټ کیدل. خدای شته په ما سخته تمامه شوله او پریکړه مې وکړه چې ان که له سفره مې راګرځوي باید ورباندې اعتراض وکړم. په عربي ښه نه پوهیدم او په انګلیسي مې ورته وویل چې زموږ پاسپورتونه د شینګین معتبرې قانوني ویزې لري، موږ ټول رسمي او کارپوه خلک یو او نړیوال کنفرانس ته دعوت شوئ یو ولې له موږ سره داسې چلن کوئ؟ راته ېې وویل دا قانون دئ. ما ورته وویل چې څرنګه! ستاسو قانون د معتبرو ویزو او پاسپورت لرونکو مسلمانانو توهین ته اجازه ورکوي خو کافرانو ته بیا نژدې سجدې کوئ له خدایه نه ویریږئ او ځانته مسلمان هم وایئ. بد بد یې راته وکتل، او ډېره هڅه یې وکړه چې کوم غم راته پیدا کړي خو څه یې پیدا نکړل او اجازه یې راکړه چې لاړ شو. زه ډېر خواشینئ شوم چې همدې خلکو افغانانو ته ډېر په رښتیا او دروغو درناوئ کاوه چې هغوي ترملایکود چاخبره لوړ دي، هغوي د درناوۍ وړ مجاهدین دي، اسلام او ټول امت ته نجات ورکوي…. خو اوس ولې له موږ سره له یوې خوا داسې چلن کوي او له بلې خوا همدوي موږ په آرام نه پریږدي او اور مو بل ساتي. زه په ناهیلۍ سره پاریس ته ورسیدم خو غم مې ورک نشو چې دا موږ ولې داسې یو او دا نور خلک ولې دومره بې انصافه دي.

دا څو کلونه زموږ ځینې ګاونډي ملکونه په تمه ول چې د خارجي قوتونو تر وتو وروسته به دوي زموږ د هیواد قیمومیت ترلاسه کوي، یا به مو داسې ترکه کوي لکه چې په ځینو ظالمو کلیوالو ټولنو کې د کمزورو خلکو د ځمکو او شتو ویش او ترکې ته څوک څک ناست وي. خو اوس له ډېرو ستونزو سره سره ګورو چې انشا الله تعالی دا ملت له خاورو او ایرو څخه راپورته کیږي، په څه شیانو کې له سیالانو وړاندې درومي اونوې هیلې راټوکوي. په درس، تعلیم، سپورت او نورو کې د خپلو ځوانانو استعدادونه، په نړیواله کچه بریاوې ټول ملت ته ډاډ او باور ورکوي چې داسې هم کولئ شو. د مثال په توګه په کرکټ کې د خپلو شا زلمو برئ په پاکستاني ټیم، هغه هم د هیواد د جمهور رئیس او د پاکستان د مشر په شتون کې، او په همغه دوبۍ کې په نورو ټیمونو باندې اوسنۍ بریا زما هغه پخوانۍ ترخې خاطرې د هیلو، ملي غرور او سرلوړي افغانستان د ولولو په واسطه شاته تمبوي. باور وکړئ چې تر پاته راتلو وروسته بریا، ترناخوالو وروسته پرمختګ، او تر تحقیر او توهین وروسته درناوئ زیات خوند لري او په تیره که هغه چا د مبارزې، خولو او وینو تویولو په بیه ګټلي وي.

که څه هم ډېر وخت لا پاته دئ چې پخپلو پښو پوره ودریږو، په ځان بسیا شو او په نړئ کې خلک په پوره عزت اود شریکباڼو په توګه راسره چلن وکړي. ولې موږ ښه پوهیږو چې ډېره لاره مو وهلې او لاډېره نوره په مخ کې ده ولې انشا الله تعالی د دې وخت کرار کرار راځي چې خپلو ملي ایدیالونو او موخو ته ورسیږو خو که یو موټئ او د کلک ملي هوډ لرونکي پاته شوو او د پردیو د طوطیو او دسیسو ښکار نشوو.

په پای کې، زه تاسو ټولو هیوادوالو او خپلو درنو ملګرو ته دا برئ مبارکي وایم او یقین لرم چې دا به زموږ هیوادوالو او په تیره بیا ځوان کهول ته پوره ډاډ ورکړي چې موږ یو بریالئ هیواد کیدئ شو. روښانه ده چې کله یو ملت په ځان ډاډ او باور پیدا کړي نو د بریالیتوب په لاره روان شي او مزل ته رسیږي.

د یوه سرلوړي، خپلواک او په ځان بسیا افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *