تاند- د افغانستان کرکټ بورډ نن اعلان وکړ چې د دغه بورډ د غوراوي کمیسیون (سلیکشن کمیټي) د کرکټ د اسیایي جام (ایشیا کپ) لپاره پنځلس کسیزه لوبډله غوره کړه.

د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې په وینا ټاکل شوې ده چې د اسیا د پنځو غوره لوبډلو ( افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا او بنګله دیش) ترمنځ د کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ د فبرورۍ په ۲۵مه، پیل شي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۲۷مه، له پاکستان ، د مارچ په لومړۍ له بنګله دیش، د مارچ په دریمه له سریلانکا او د مارچ په ۵مه، له هندوستان سره وکړي.

د اسیايي جام په سیالیو کې به د افغانستان لوبډله د محمد نبي عیسي خېل په کیپتانۍ ګډون وکړي.

نور علي ځدران، کریم صادق ، نوروز منګل، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، رحمت شاه، میرویس اشرف، فضل نیازی، حمزه هوتک، حمید حسن، شاه پور ځدران، دولت ځدران او نجیب ځدران.

دافغانستان کرکټ بورډ اجرايي رییس ډاکټر نورمحمد مراد د غوراوي د کمیسون له انتخابه رضایت وښود، ویې ویل چې دې کمیسیون له پیاوړو او با استعداده لوبغاړو ټیم جوړ کړی دی. ه

ښاغلي مراد هیله څرګنده کړه چې ملي لوبډله به په اسیایي سیالیو کې ښه وځليږي او هیواد ته به ویاړونه راوړي.

3 thoughts on “د کرکټ د اسیايي اتلولیو د جام لپاره د افغانستان ټیم اعلان شو”
  1. داخوڈیرہ خوندورہ لوبڈلہ دہ داگلبدین نایب نشتہ پکی چی داولی دانورمحمد ولی تکڑہ اوتجربہ کارہ فلیر نہ اخلی دغہ نایب وو چی دانگلینڈ او داسی نورو لوبڈلو دریکارڈ سہ ھروخت بچکڑی او خوشحالی یی ور پہ برخہ کڑی بل دا الروانڈر ھم دی خدای دی خیرکڑی چی اوس بہ سہ پیشیژی داڈیرظلم یی ورسرہ کڑی چی ھرسوک وی کہ داخبرتر افغان بورڈ پوری ورسوی چی داگلبدین نایب لوبڈلی کی شامیل کڑی دا زما او انشااللہ دٹولو ارمان وی .مننہ دتاند دمسولینو سہ

  2. شهزاد محمدی او گلبدین نایب په دی لوبه کی نه دی شامل شوی بل چیرته لوبه کوی او که کرکت بورد کی واسطه بازی ده

  3. د یو څه شی د ارزیابی کولو وړتیا هغه څوک لری چی په هغه ډکر کی پوهه ولری مسعود بیچاره او مراد بی چاره په څه پوهیږی فضل نیازی او نجیب ځدراڼ چی دواړه یو ځای شی له ګلبدین نایب پسی نشی رسیداې او زمونږ سلیکټرانو نایب له لوبډلې غورځولې دې ، خو همدا حال مو په هره اداره کی ده ځکه په نړۍ کی لومړی مقام لرو …… په فساد کې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *