تېره ورځ(18-01-5015 ) د کرکټ په تاریخ کې یوه ډیره په زړه پوې ورځ وه، چې په یادې لوبې کې زیات ریکاډونه جوړ شول، لکه د تیزترینه نیمه سلیزه، تیز ترینه سلیزه، د فل ممبرشیپ یا پوره غړي لرونکي هېواد په خلاف تر ټولو زیاتې 439 منډې، په یو ورځنې نړیواله لوبه کې د درې لوبغاړو له خو دې سلیزي او په یوه لوبه کې د یوه لوبغاړي له خوا تر ټولو زیاتې سپږیزې هغه څه وه چې پرون په یوه لوبه کې جوړ شول.
تیزترینه نیمه سلیزه: تر دې مخکې تر ټوله تیزترینه نیمه سلیزه په 17 توپونو باندې (سینته جیسوریا) سریلانکایي لوبغاړي د پاکستان په خلاف وهلې وه، خو دا ریکاډ د ( ابراهم بنجامن ډیویلیرز) له خوا ورورسته له 19 کلونو انتظار څخه مات شو، چې ډیویلیرز یوازې په 16 توپونو وکولای شول چې دا ریکاډ په خپل نوم کړي.
تیز ترینه سلیزه: پدي لوبه کې بل ریکاډ د تیز ترینه سلیزې وه چې دا هم د ډیویلیرز له خوا جوړ شو چې لدې مخکې دا ریکاډ د نیوزیلنډ د لوبغاړي (کیوري اندرسن) له خوا وروسته له 18 کلونو څخه چې پښتون لوبغاړي شاهد افریدي جوړ کړی وه مات شو. شاهد افریدي 1996 کال کې د خپلو 11 شپږیزو په مټ په 37 توپونه د سریلانکا په خلاف تیز ترینه سلېزه ووهله چې دا ریکاډ بیا په 2014 کال کې د )کوري اندرسن( له خوا مات شو نوموړي په 36 توپونو سره تیز ترینه سلېزه ووهله، خو اوس دادی دا ریکاډ هم د ډیویلیرز له خوا مات شو، ډیویلیرز په 31 ټوپونو د نړۍ تر ټولو تېز ترینه سلیزه په خپل نوم کړه، نوموړي په 44 توپونو 149 منډې جورې کړي چې تر ټوله جیګ (سټریک ریټstrike rate )

هم په یوه لوبه کې د ډیویلیز په نوم شو.
همدا راز پدې لوبه کې ډیویلیز 16 شپږیزې هم ووهلې چې تر دي مخکې هندي لوبغاړي روهیت شرما هم په یوه لوبه کې 16 شپږیزې وهلې وې خو نوموړي په 158 توپونو 16 شپږیزې وهلې وې.
ده د کرکټ په تاریخ کې د یوه Full membership یا پوره غړيتوب لرونکي هېواد په خلاف تر ټولو زیاتې منډې دي، لدي مخکې سریلانکا د نیدرلیډ په خلاف (چې د کرکټ د نړیوالۍ شورا پوره غړیتوب نه لري) 443 منډې جوړې کړې وي چې دا لومړی ځل شو چې دا ریکاډ هم د جنوبي افریقا د ټیم له خوا جوړ شو، همدارنګه په دې لوبه کې تیز ترینه ملګرتیا یا partnership هم وشو چې یوازې په 67 توپونو باندې 192 منډې جوړې شوې.
او دا هغه نړیواله یو ورځنې لوبه وه چې په دې لوبه کې درې لوبغاړو سلیزې ووهلې، (ریلي رووسو) 128، (ډیویلیز) 149 او (هاشم املا) 153 ناسوزیدلې منډې جوړې کړې چې دا یو بل ریکاډ شو ځکه لدې مخکې په نړیوالو یو ورځنې لوبو کې د هیڅ ټیم درې لوبغاړو په یوه لوبه کې سلېزې نه وې وهلې ، نو په ټوله کې ویلی شو چې دا به د کرکټ په تاریخ کې یوه نه هیریدونکې ورځ په توګه ثبت او د ډیرو په زړونو کې به د ډیر وخت لپاره پاتې وي.