تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم روزونکي یا کوچ کبیر خان نن په یوه خبري غونډه کې خپله استعفا اعلان کړه.

کبیرخان وویل چې دا پرېکړه به اجازه ورکړي چې زیات وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړي.

کبیرخان د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم په روزنه او لوړ مقام ته د دغه ټیم په رسولو کې ډېر مهم رول لوبولی دی. د ده تر لارښوونې لاندې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نړیوالو شل اوریزو جام او دغه راز د کرکټ د نړیوال کپ سیالیو ته لاره وموندله.

کبیر خان وویل چې د دې لپاره له افغان ټیمه جلا کېږي چې نوی روزونکی زیات فرصت ترلاسه کړي څو د افغانستان ملي ټیم د ۲۰۱۵ کال تر نړیوال کپ وړاندې تیار کړي.

خان وویل د افغانستان ټیم ښه روزل شوی او ښې نتیجې یې ترلاسه کړي دي.«اوس چې زه ځم او نوی کوچ راځي، باید کافي وخت ولري چې ټیم د راتلونکي کال اتلولیو ته تیار کړي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *