تاند – د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو او د بورډ مسؤلینو نن سې شنبه /د زمري ۲مه/ په کابل کې د کمپیوټري تذکرو د اخیستنې لپاره نوم لیکنه وکړه.
د کرکټ بورډ په فیسبوک پاڼه خپاره شوي یوه بیان کې راغلي، چې د بورډ مشرتابه او لوبغاړو نن د کمپیوټري تذکرو د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه وکړه او بایومتریک معلومات یې ورکړل.
د بورډ په پاڼه خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې د کرکټ بورډ او د نفوسو د احوال ثبتونې د ادارې تر منځ هوکړه وشوه چې یاده اداره به د کرکټ بورډ کارکوونکو او د هغوی کورنیو ته د کمپیوټري تذکرو د ورکړې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
ویل کیږي، چې د افغانستان لپاره طرحه شوې کمپیوټري تذکرې چې په فرانسه کې جوړې شوي د اعتبار له مخې داسې پېچلی سیستم لري چې ناوړه استفاده ترې ناشونې کوي.
په افغانستان کې د کمپیوټري تذکرو وېش د روان /۱۳۹۷/ کال د غوايي په ۱۳مه د ولسمشر اشرف غني او لومړۍ مېرمنې رولا غني له خوا د کمپیوټري تذکرو په ترلاسه کولو سره په رسمي توګه پیل شو او ویل کیږي چې د دغې دقیقې پروسې پوښښ ورځ تر بلې په چټکۍ سره پراخېږي.