د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کميسيون د کرکټ شل اووريز نړيوال جام لپاره پنځلس کسيزه ملي لوبـډله اعلان کړه.

ټاکل شوې ده، چې د نړۍ د ١٦ هېوادونو د کرکټ لوبډلو په ګډون د شل اووريز سياليو نړيوال سيالۍ د مارچ په ١٦مه، په بنګله دېش کې پيل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ غوراوي کميسيون دغو سياليو لپاره ١٥ کسيزه لوبډله ټاکلې، چې په لاندې ډول ده.

محمد نبي عيسى خېل (لوبډلمشر) محمد شهزاد ، نوروز منګل، محمد اصغر ستانکزى، کريم صادق، ميرويس اشرف، ګلبدين نايب، سميع الله شينوارى، دولت خان ځدران، حميد حسن، شاه پور ځدران، امير حمزه، نجيب الله تره کى، شفيق الله شفق او نجيب الله ځدران .

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد وايي چې شل اووريز نړيوال جام لپاره ښه او پياوړې لوبډله ټاکل شوې ده.

هغه زياته کړه چې کرکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره په سريلانکا کې د تمريناتو زمينه برابره کړې او هيله يې څرګنده کړه، چې دا تمرينات به مثبته پايله ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *