څنګه چی پوهیږو کرکټ په افغانستان کی تر ټولو ځوانه لوبه ده چی په لومړی ځل ۲۰۰۱ کال کی زمونږ په هیواد کی پیل شوه.
خو له هغه دمه تردې دمه زمونږ ملی لوبغاړو زمونږ هیواد ته یوه نوی پیژندګلوی وربښلی، کله چی مونږ په ګوګل ویب پاڼه کی د افغانستان انځورونو ولټوو نو ډیر کم داسی څه به پیدا کړو چی زمونږ د خوشحالی سبب وګرځی خو کله چی، زمونږ د هیواد له نامه سره د کرکټ کلمه یوځای کړو نو هلته به مونږ یو بل افغانستان ننداره کړو، هغه افغانستان چی سولی سره مینه لری، هغه افغانستان چی د هر ډګر اتل دی، هغه افغانستان چی په کرکټ کی یی نه مننوکي پرمختګ کړی.
خو زمونږ ملت اوس په بریاوو روګدی شوی او په هره بایله یی خلک ډول ډول عکس العملونه ښیې.
که مونږ د خپلی لوبډلی پرمختګ د نړی د هری لوبډلی سره پرتله کړو نو تاسو ته به یو ستر توپیر ښکاره شی.
افغانستان همدا اوس هم د نړی تر ټولو زیاتو بریاوو ریکارډ لری افغانستان په هر جام کی چی لوبیدلی نو لږ تر لږه یو څه بریالیتوب خپل کړی، خو بریالیتوب تل په دی معنی نوی چی مونږ دی لوبه وګټو؛ په لوبه کی ښه کارکردګی خپله بریالیتوب دی چی افغانستان تل دا کارکردګی ښودلی ده.
دادی د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلی یو څه بریاوی به له تاسو سره شریکی کړم:
- په ۲۰۰۹ کال کښی افغانستان په لومړی ځل چی په نړیوالو سیالیو کی برخه واخیسته هغه ډویژن ۵ وه چی افغانستان پکښی اتلولی خپله کړه.
- په ۲۰۰۹ کال کښی افغانستان د دریم ډویژن اتلولی هم خپله کړه.
- په ۲۰۰۹ کال کښی افغانستان د یوه ړرځنی نړیوالو لوبو امتیاز خپل کړ.
- په ۲۰۰۹ کال کښی د افغانستان ۱۹ کلنی ملی لوبډلی وکولای شول چی د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته لاره پیدا کړی.
- په ۲۰۱۰ کال کښی افغانستان د ۲۰ اوریز نړیوال جام د غوراۍ په پړاو کی اتلولی خپله کړه.
- په ۲۰۱۰ کال کښی افغانستان د آسیایی دوهمی درجی غوره لوبډلو اتلولی خپله کړه.
- په ۲۰۱۰ کال کښی افغانستان د کرکټ په نړیوالو شل اوریزو لوبو جام کی برخه واخیسته.
- په ۲۰۱۰ کال کښی د افغانستان ۱۶ کلنی ملی لوبډلی د آسیا د دوهمی درجی غوره ټیمونو اتلولی خپله کړه.
- په ۲۰۱۰ کال کښی د افغانستان ملی لوبډلی د آسیایی اولمپیک پای لوبی ته لاره پیدا کړه چی په نیمه پای لوبه کښی یی د پاکستان لوبډله ماته کړی وه.
- په ۲۰۱۰ کال کښی افغانستان د لویو وچو جام اتلولی خپله کړه.
- په ۲۰۱۱ کال کښی د افغانستان ۱۹ کلنی می لوبډلی د آسیایی دوهمی درجی غړو جام اتلولی خپله کړه.
- په ۲۰۱۱ کال کښی د افغانستان نوم د نړیوالو شل اوریزو په درجه بندی کی نهم راغی.
- په ۲۰۱۱ کال کښی افغانستان د آسیا شل اوریزو سیالیو اتل شو.
- په ۲۰۱۲ کال کښی افغانستان په لومړی ځل د پاکستان ملی لوبډلی سره نړیواله یوه ورځنی لوبه ترسره کړه.
- په ۲۰۱۲ کال کښی د افغانستان ۱۶ کلنه ملی لوبډله د اسیا چلنج کپ اتله شوه.
- په ۲۰۱۲ کال کښی افغانستان د شل اوریز نړیوال جام د غوراوی په پړاو کښی پای لوبی ته ورسیده.
- په ۲۰۱۲ کال کښی د افغانستان ۱۹ کلنه ملی لوبډله د آسیا جام نیمه پای لوبی ته ورسیده.
- په ۲۰۱۲ کال کښی د افغانستان ملی لوبډله په لومړی ځل د آسټرلیا خلاف ولوبیده.
- په ۲۰۱۲ کال کښی د افغانستان ملی لوبډلی د دوهم ځل لپاره په نړیوال شل اوریز جام کی برخه واخیسته.
- په ۲۰۱۳ کال کښی د افغانستان ملی لوبډلی د آسیا شل اوریزو لوبو جام وګاټه.
- په ۲۰۱۳ کال کښی افغانستان د کرکټ نړیوالی شورا دوهمی درجی غړیتوب خپل کړ.
- په ۲۰۱۳ کال کښی افغانستان د اسیا د ظهور په حال ټیمونو جام کی ولوبیده.
- په ۲۰۱۳ کال کښی د افغانستان ملی لوبډلی وکولای شول چی د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته لاره پیدا کړی.
- په ۲۰۱۳ کال کښی د افغانستان ملی لوبډلی وکولای شول چی د دریم مسلسل ځل لپاره د شل اوریز نړیوال جام لپاره لار پیدا کړی.
- په ۲۰۱۳ کال کښی د افغانستان ملی لوبډلی د لویو وچو جام پای لوبه ولوبوله.
- په ۲۰۱۴ کال کښی افغانستان په پراختیایی چارو کی د کرکټ نړیوالی شورا له لوری د نړیوال کرکټ پراختیایی جایزه ترلاسه کړه.
- په ۲۰۱۴ کال کښی افغانستان د ټیټ عمره ډیرو لوبغارو د لرلو جایزه تر لاسه کړه.
- په ۲۰۱۴ کال کښی د افغانستان ملی لوبډله په لومړی ځل د آسیا په جام کی ولوبیده او د کرکټ د نړیوالی شورا د بشپړ غړیتوب لرونکی هیواد بنګلدیش څخه یی هم لوبه وګټله.
- په مجموع کی د افغانستان ۱۹ کلنی ملی لوبډلی بنګلدیش، پاکستان، سریلنکا، هندوستان، آسټرلیا او داسی نورو سترو ټیمونو ته ماتی ورکړی.
خو بیا هم دا زمونږ لپاره د قناعت وړ نده!!!

ولی؟؟؟
د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلی زمونږ لپاره داسی ویاړونه راوړی چی د افغانستان په معاصر تاریخ کی مونږ نور داسی ویاړونه نلرو خاصتاْ په ورزشی ډګر کښی.
او تاسو وګوری زمونږ د فوټبال د فدراسیون د تاسیس څخه څه باندی ۵۰ کاله کیږی خو یواځینی ویاړ یی چی هیواد ته راوړی هغه د سهیلی آسیا جام دی او بس.
نو راځی چی په خپلو ویاړونو ویاړو،
او پرینږدو چی زمونږ ویاړونه د خاورو لاندی شی.
ژوندی د وی افغانستان
ژوندی د وی افغان
ویاړم چی افغان یم.
ستاستو ورور
محمد عمر آرین
https://www.facebook.com/MohammadOmarArian
محترم آرین صاحب مننه له لیکنی څخه دی. د افغانستان د ملی ټیم بریا کی هیڅ شک نشته او پر دوی مونږ ویاړو چی تر پرونه مونږ ته یی ډیر ویاړونه په برخه کړی اما باید ووایم چی مونړ ځینی وړی ستونزی لرو چی باید هغوی ته د پای ټکی کیږدو که نه نو دا بی تجربه ګی به تل همداسی پاتی شی. مونږ که د جنوبی افریقی ټیم ته وګورو دوی په لومړی ځل په ۱۹۹۶ کی کرکټ ته ودانګل او په لومړی نړیوال کرکټ کی ځان ته ډیر غټ ځای پیدا کړ ډیری مسابقی یی وګټلی. افغانستان په تیرو ۳ مسابقو که له پاکستان، سریلانکا او هندوستان سره دا وښوده چی نشی کولی په زړه پوری لوبه دوی سره وکړی او حتی ویی نشو کړلی چی تر ۲۰۰ پوری ورسوی. هندوستان سره لوبه کی سره لدی چی افعانستان ۵ یا ۶ وکټی یی له لاسه ورکړی وی او ډیر زیات توپونه یی پاتی وو اما بیا هم دوی پرته له شپږیزی او څلوریزی د بل څه په فکر کی نه وو. دوی دا وښوده چی ماشومانه لوبه کوی او ډیر خپل فکر کی دی تر دی چی خپل هیواد په فکر کی وی