د هیواد کرکټ ملي لوبډله د روان زیږدیز کال اګست په ۳ نیټه د نمیبیا پر وړاندې د دوه مختلفو سیالیو تر سره کولو په موخه نن مازدیګر د نمیبیا پر لور روانه شوه. ملي لوبډله به د نمیبیا پر وړاندې د یوې څلور ورځینۍ سیالۍ له ترسره کولو وروسته د اګست په ۹ او ۱۱ نیټه دوه یو ورځینۍ سیالۍ ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد ددغو سیالیو په اړه داسې وایي، “که له یوه پلوه د افغانستان کرکټ بورډ اداره د پرمختګونو له رنګونو نوې جلوې اخلي له بله پلوه د هیواد ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د رسیدا په لاره کې د پام وړ بریالي مزلونه وهي. موږ د خپلې لوبډلې په وړتیاو باور لرو او ومو کړای شول چې د یوه څوارلس ورځیني روزنیز کمپ په لاره اچولو سره دوی ته د نمیبیا پر وړاندې د چمتووالي لپاره ټول اړین ګامونه واخلو”.

د نمیبیا پر وړاندې د ملي لوبډلې څلور ورځینۍ سیالۍ ژوندۍ نمره شمیرنه به د افغانستان کرکټ بورډ رسمي برېښنا پاڼې (www.cricket.af) له لیارې په وخت او کره ډول خپریږي. سربیره پردې دوه یو ورځینۍ سیالۍ به د شمشاد نړیوال تلویزیون او د کرکټ بورډ له رسمي برېښنا پاڼې څخه خپریږي.

One thought on “د کرکټ ملي لوبډله له نمیبیا سره سیالي کوي”
  1. Hello Dear Reader’s
    I will just say please support the afghan national cricket team,to get stronger and bet the Pakistan.
    That’s why i pray for them, God bless them, Please stop the Corruption, And make a good plan and assign them in a good positions,

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *