د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د ٢٠١٤ کال نړيوال شل اوريز جام ته تر لار موندنې او د لويو وچو جام سياليو کې دويم مقام ترلاسه کولو وروسته نن سهار کابل ته راستنه شوه.
د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئيس سلاکار وزير ښاغلى شهزاده مسعود، د کندز ولایت پخوانی والي محمد انور جګدلک د کرکټ بورډ او ملي اولمپيک کمېټۍ د چارواکو لخوا د کرکټ ملي اتلانو تود هرکلى وشو.
ښاغلي مسعود خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل چې، ملي لوبډلې په کمو امکاناتو له خپل ځان څخه پياوړو لوبډلو ته ماتې ورکړه. هغه زياته کړه چې، په پرله پسې دريم ځل نړيوال شل اووريز جام ته لاره پيدا کول د کرکټ ملي لوبډلې د وړتیاو او زیار ښکارندویي کوي.
د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي عيسى خېل د کابل په هوايي ډګر کې پخپلو لنډو خبرو کې وویيل چې، ملي لوبغاړو په متحده عربي اماراتو کې ښه لوبه وکړه او ملي لوبډلې وکولى شول، چې د ٢٠١٤ کال نړيوال جام سياليو ته لاره پيدا کړي.
ديادونې وړ ده چې د کرکـت ملي لوبډله له تېرې يوې مياشتې زياتې مودې راهيسې په متحده عربي اماراتو کې وه. هلته يې د شل اووريز نړيوال جام په غوراوي سياليو کې يې برخه واخيسته او دغه جام ته يې لاره پيدا کړه. په دغو سياليو کې له ټولې نړۍ څخه ١٦ لوبډلو برخه اخيستې وه او افغانستان پکې دويم مقام خپل کړ. دغه راز د لويو وچو جام په سياليو کې هم افغانستان دويم مقام خپل کړ.