تاند- د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، ریان مارون له کرکټ ملي لوبډلې سره د توپ نیونې په برخه کې د روزونکي په توګه وګومارل شو.
د سویلي افریقا پخوانی لوبغاړی ریان مارون چې د ډګر ساتنې او د ډګر ساتنې په برخه کې د روزنې ځانګړې تجربې لري، له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د توپ نیونې (فیلډنګ) په برخه کې د روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو.
ریان مارون له ملي لوبډلې سره د متحده عربي اماراتو سفر پر مهال یو ځای کیږي او د توپ نیونې (فیلډنګ) په برخه کې به ملي لوبډلې ته روزنه ورکوي. نوموړی به د ویسټ انډیز په پلان شوي سفر کې هم له ملي لوبډلې سره ملتیا ولري او د ټاکل شوې مودې په لړ کې به د ملي لوبډلې د توپ نیونې پر مهارتونو کار کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ریان مارون په دنده ګومارل یو ګټور ګام بولي. نوموړی وایي: “زموږ روزنیز سیستم اوس د بشپړ غړیتوب لرونکو هیوادونو له سیستم سره ورته والی لري. د توپ نیونې په برخه کې د روزونکي ګومارل هم یوه ستره اړتیا وه او موږ باور لرو چې د ریان مارون له هلوځلو سره به د ملي لوبډلې توپ نیونې په مهارتونو کې د پام وړ بهبود راشي”.