د چارواکو له لورې د ستاینې او د ننګرهاریانو څخه د مننې په موخه کرکټ ملي لوبډله ننګرهار ته راخي.

چارواکي وایي د کرکټ ملي لوبډله یې د پرلپسې ښو لوبو او بریاوو له امله د ستاینې په موخه ننګرهار ته رابللې او د وري په پنځلسمه چې د یکشنبې ورځې سره سمون خوري،په دغه ولایت کې به د چارواکو او ولسونو له لورې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شي .

د دغه ولایت والي سلیم خان کندوزي چې نن د وري په ۱۳مه یې د کرکټ بورډ اجرائیوي رئيس او نورو غړو سره د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ناسته درلوده، د دغه ادارې څخه مننه وکړه،چې نړیوال جام ته د لارې موندنې او په نړیوال جام کې د لوبیدو په موخه غوره لوبډله ټاکلې وه.

هغه زیاته کړه، په جلال اباد ښار کې د ملي لوبډلې د هرې لوبې پر مهال زرګونه ځوانان راټول شوي او په لویه پرده یې د خپلو اتلانو د لوبې نندارې کړي،چې هره بریایې په خوښيو سره نمانځلې هم ده.

ننګرهار والي په افغانستان کې تر ټولو زیات قهرمانان چې پر نړۍ یې افغانستان پېژندلی د کرکټ ملي لوبډله په ګوته کړه او هیله یې څرګنده کړه،چې دغه لوبډله به افغانستان ته نور ویاړونه هم راوړي .

ښاغلي کندوزي د کرکټ بورد مسؤلینو څخه غوښتنه وکړه،چې د غازي امان الله خان په لوبغالی کې دې د پاکستان لوبډلو سره لوبې برابري کړي او دوی به ورسره په هره برخه کې همکاري وکړي.

نوموړی همدا راز وویل: چې د ننګرهار ولسونه د کرکټ ملي اتلانو سره زیاته مینه لري او له همدې امله یې د کرکټ ملي لوبډله ننګرهار ته د ستاینې په موخه دعوت کړه .

د کرکټ بورد اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي وویل: ننګرهار د کرکټ کور دی او ملي لوبډله د لوبو پر مهال د نور هېواد د وګړو سربېره په ننګرهار کې هر مهال ستایل شوې ده او ژمنه یې وکړه،چې د راتلوونکې یکشنبې په ورځ به ملي لوبډله ننګرهار ته راوستوي .

هغه زیاته کړه، لوبډله به د دغه سفر په ترڅ کې د ننګرهاریانو څخه د دوی د مینې او ستاینې له امله هم مننه وکړه .

د کرکټ بورډ دغه چارواکي ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې د پاکستانیو لوبډلو سره به خبرې اتري وکړي او دوی سره د سیالیو د ترسره کولو په موخه به ننګرهار ته بلنه ورکړي .

هغه همدا راز په جلا ل اباد ښار کې د کرکټ یوه لوبغالي او اکاډمیو په موخه د ننګرهار والي څخه د ځمکې په ورکړه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه،چې د نوموړي له لورې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *