د دې جايزو د نوماندانو په اړه مو مخکې راپور درکړی و، چې د افغانستان له لورې ورته د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي او تکړه هراړخيز (آل رونډر) لوبغاړی سميع الله نومول شوي وو، خو له بده مرغه يوه يې هم ياده جايزه خپله نه کړه. ددې جايزو ګټونکي په لاندې ډول دي. (د لينديو په منځ کې د ياد لوبغاړي د هېواد نوم ليکل شوی):

نرينه لوبغاړي

د کال غوره کرکټ لوبغاړی   مچل جانس (اسټراليا)

د ټسټ سياليو غوره لوبغاړی مچل جانسن (اسټراليا)

د يو ورځنيو لوبو غوره لوبغاړی ابراهام ډيويليرز (سوېلي افريقا)

مخ پر ودې غوره لوبغاړی ګيري بېلانس (انګلستان)

د شل اووريزو لوبو غوره کړنه ارون فېنچ (اسټراليا)

د دويمو او درېمو درجو هېوادونو د کال غوره لوبغاړی  پرېسټن مامسن (سکاټلنډ)

د کال غوره لوبڅار رېچارډ کېټلبورګ (انګلستان)

 

د ښځو غوره جايزې

د يو ورځنيو لوبو غوره لوبغاړې سارا ټېلر (انګلستان)

د شل اووريزو لوبو غوره لوبغاړې مېګ لانېنګ (اسټراليا)

د ښې روحيې غوره جايزه کاترين برونټ (انګلستان

By Samoon

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *