خبریال: نعمت الله خالد
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۵ کال د نړيوال جام مهالويش اعلان کړ، چې د هغه له مخې پاکستان او هندوستان په بي ګروپ کې شامل دي.
په اې ګروپ کې انګلستان، اسټرليا، سریلانکا، نيوزلینډ اودوه هغه ټېمونه شامل دي چې د نړيوال جام معيارونه یې پوره کړي (کواليفای) کړای شي. ايرلينډ له وړاندي نه دا حق تر لاسه کړی دی خو دوهمه لوبډله به وروسته څرګنده شي. په بې ګروپ کې جنوبي افریقا، پاکستان، هندوستان، ويسټ انډيز او زمبابوې شامل دي.
د ۲۰۱۵ ميلادي کال د نړيوال جام پایلوبه به د اسټرليا په ميلبرن کرکټ لوبغالي کې کېږې، په دې لوبغالی کې په ۱۹۹۲ کال کې هم د کرکټ نړیوال پایلوبه لوبه شوې وه چې پاکستان د عمران خان تر مشرۍ لاندي ګټلې وه.
د کرکټ نړيوال جام لوبه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۵ کې وشوه، چې په ۲۰۱۵ کال کې به ۴۰ کلنه شي، د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې به ټولې ۴۹ لوبې په ۱۴ ښارونو کې په ۴۴ ورځو کې وشي.
د مهالويش له مخې به نېمه پایلوبې په میلبرن، سډنې ، او وولینګټن ښارونو کې ترسره شي.