تاند- د کرکټ نړیوالې شورا د شل اورو نړیوال جام ته د غوراوي په سیالیو کې د افغانستان په لوبډله کې د حمید حسن پر ځای د عزت الله دولتزي له منلو سره موافقه وکړه.

د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سي سي په وینا د افغانستان تېز باولرشپږویشت کلن حمید حسن په کیڼ زنګون کې د ټپ له کبله په روان تورنمنټ کې ګ‌ډون نه شي کولی. افغانستان د ده ځای دوه ویشت کلن عزت الله دولتزي ته ورکوي چې هغه هم ښي لاسی تېز باولر دی.

د آی سي سي ځانګړې کمېټې له خپلې پرېکړې د افغانستان لوبډله د شنبې په ورځ خبره کړه.

د کرکټ په ملي لوبډلو کې د هرراز بدلون لپاره لازمه ده چې د کرکټ د نړیوالې شورا (Event Technical Committee) یا د پېښو تخنیکي کمېټې ته په لیکلي ډول خبر ورکړای شي او دا کمېټه د لوبغاړي ژوبلېدا تایید کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۴ کال شلو اوریزو نړیوالو اتلولیو ته د غوراوي په روانو مسابقو کې له شپږو ځنې ۵ ګټلي اوپه خپل ګروپ کې لومړی مقام لري.

افغانستان وروسته له دې د خپل (بي) ګروپ سرخېل شو چې هالن‌ډ په پنځلس منډو په سکاټلنډ وبایلله.

په دې توګه هالنډ په بي ګروپ کې دوې ماتې کړي خو افغانستان یوازې یوه ماتې کړې ده. تاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د یکشنبې په ورځ له کینیا سره مخامخ شي.

کینیا ته څه موده مخکې افغان ټیم څو پر له پسې ماتې ورکړې وې.

One thought on “د کرکټ نړیوالې شورا د حمید حسن پر ځای عزت الله دولتزی ومانه”
  1. دا خو ښه پریکړه ده خو د حمید حسن پرځای د عزت الله دولت زی راوستل او دومره لوبو ته ښه خبره نه ده باید دده پرځای یوبل تیز بالر انتخاب کړی وای، داخو په تیرو میچونو کې یو ډېر مهم میچ ۳۲ منډی له ده څخه اخیستی وی او دوه نو بالونه یی سر په سر کړی وو. دده پرځای یو بل بالر انتخاب کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *