پوره نوم یې کریسوفر هینري ګېل دی، په کال ۱۹۷۹ د سپټمبر په ۲۱ نېټه د کینګسټون په جمیکا کې پیدا شوی دی چې اوس مهال ۳۶ کاله عمر لري چپ لاسې توپ وهونکې او ورو توپ اچوونکی دی تراوسه یې په دې لوبډلو کې لوبې ترسره کړي دي: ویسټ انډیز، بریسل برنز، ډاکه ګلاډیټور، بریسل برنرز، آی سي سي یوولس، جمیکا، کلکته نایټ رایډرز، رایل چلنجر بنګلور، سډني تنډر او د نړۍ په ځینو نورو لوبډلو کې یې هم لوبې ترسره کړي دي.
له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۰ م کال پورې د ویسټ انډیز ملې لوبډلې لوبډلمشر و.
ګېل خپل کورنی کرکټ له جمیکا لوبډلې څخه شروع کړ او ډېر ژر یې د کرکټ مینوالو پام ځان ته واړوه او په ملي لوبډله کې یې ځان ته ځای پیدا کړ.
کریس ګېل د کرکټ په نړۍ کې له هغو څلورو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي چې په یوه لوبه کې درې سلیزې وهلي دي، نوموړي په تیسټ لوبو کې دوه ځلي ۳۰۰ منډې جوړې کړي دي، په لومړي ځل یې ۳۱۷ منډې د سویلي افریقا په خلاف په ۲۰۰۵ کال کې وکړې او په دوهم ځل یې د سریلانکا په خلاف په ۲۰۱۰ کال کې ۳۳۳ منډې جوړې کړې.
کریس ګېل د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې په ټیسټ لوبو کې یې په اول توپ شپږیزه وهلې ده، کریس ګېل لومړنی لوبغاړی دی چې د هند په تجارتي لوبو (IPL ) کې په دیرشو توپونو سلیزه وهلې، ده او په یواځې ځان یې په یوه شل اوریزه لوبه کې ۱۷۵ ناسوزیدلې منډې جوړې کړي دي.
کریس ګېل د کرکټ په تاریخ کې یواځنې لوبغاړی دی چې په ۲۰۱۵ نړیوال جام سیالیو کې یې د زمبابوې په خلاف غبرګې سلیزې ووهلې چې بیا وروسته یاد ریکاډ د نیوزلینډ لوبغاړي مارټن ګوپتیل له خوا مات شو.
کریس ګېل په نړۍ کې یو له پنځو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي چې په یو ورخنیو لوبو کې یې غبرګې سلیزې وهلي دي.

ګېل خپله لومړۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۰۹ کال د مارچ په شپاړسمه نیټه د زمبابوې په خلاف ترسره کړه، چې په خپله لومړۍ لوبه، په لومړي اننګز کې په ۳۳ منډو رن اوټ شو، خو په دوهم اننګز کې بیا په صفر اوټ شو.
کریس ګېل تراوسه په ۱۰۳ ټیست لوبو کې د ۴۲.۱۸ په اوسط ۷۲۱۴ منډې جوړې کړي دي چې ۱۵ سلیزې او ۳۷ نیمه سلیزې وهلې دي په ټیسټ لوبو کې یې ۱۰۴۶ څلوریزې او ۹۸ شپږیزې هم وهلې دي. همداراز ګیل په ټیسټ لوبو کې ۷۳ لوبغاړي هم سوزولې دي.
کریس ګېل خپله یو ورځنې نړیواله لوبه په ۱۹۹۹ کال د سپتمبر په یوولسمه د هندوستان په خلاف ترسره کړه چې یواځې یوه منډه یې جوړه کړې وه.
کریس ګېل تراوسه په۲۶۹ یو ورځنیو لوبو کې ګډون کړای چې ټولې یې ۹۲۲۱ منډې جوړي کړي دي ۲۲ سلیزې او ۴۷ نیمه سلیزې یې وهلې دي، په یوورځنیو لوبو کې یې همدارنګه ۱۶۳ لوبغاړي هم سوزولې دي.
همداراز کریس ګېل په ۴۵ شل اوریزه نړیوالو لوبو کې ګډون کړای چې ټولې یې ۱۴۰۶ منډې کړي چې یوه سلیزه او ۱۳ نیمه سلیزې یې هم وهلي دي.
د کریس ګېل ځینې مهمې لاس ته راوړنې:
ګېل د ویسټ انډیز په کرکټ کې یواځینی لوبغاړی دی چې ډېرې سلیزې یې وهلې دي.
ګېل د ویسټ انډیز په کرکټ کې یواځینی لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو لوبو کې یې تر ۷۰۰۰ زیاتې منډې او له ۱۵۰ زیات لوبغاړي هم سوزولي دي.
ګېل په کرکټ کې یواځینی لوبغاړی دی چې د سویلې آفریقا په خلاف یې درې غبرګۍ سلیزې (۳۰۰منډې) وهلې ده.
ګېل ګېل د کرکټ په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې په درې واړه فارمټونو (ODI,Test,T20s) کې یې سلیزې وهلې دي.
ګېل د IPL په څلورم پړاو سیالیو کې تر ټولو زیاتې ۶۰۸ منډې وکړې د او نارنجې خولۍ یې ترلاسه کړی وه.