India's Hardik Pandya (C) celebrates after his dismissal of Pakistan's captain Shahid Afridi (L) during the World T20 cricket tournament match between India and Pakistan at the Eden Gardens cricket stadium in Kolkata on March 19, 2016. / AFP / Prakash SINGH (Photo credit should read PRAKASH SINGH/AFP/Getty Images)

تاند – د شل اورونو د کرکټ په نړیوال جام کې هند په شپږو ویکټو د پاکستان ملي لوبډله ماته کړه. پچه هند وګټله او پریکړه یې وکړه چې باولنګ وکړي. د دې لپاره چې په کلکتې کې د لوبې تر پیلیدو مخکې باران شوی و، نو لوبه دوه اووره لوبه کمه شوه.

پاکستاني لوبغاړو په ټاکلیو ۱۸ اورونو کې ۱۱۸ منډې د ۵ لوبغاړي په سوځیدو جوړې کړې. توپ په میدان کې څرخیده او رنزونه اسانه نه جوړیدل. یو څه هم پاکستاني لوبغاړي وارخطا وو ځکه چې تر اوسه کله هم پاکستان په نړیوال جام کې د هند له ملي ټیم څخه لوبه نه ده ګټلې.

هند د ټاکلي هدف په لور په سختۍ ګام واخیست د پیل دوه لوبغاړي یې شرما او دوان ژر وسوځیدل او ډیر توپونه یې پرته له دې چې نومره واخلي وسوځول. د هند بل تکړه لوبغاړی راینا هم په صفر وسوځیدو چې له دې سره پاکستاني لوبغاړو هیله پیدا کړه چې ښایي مسابقه وګټي خو د هند نامتو لوبغاړی کوهلي لوبې ته ودرید، ۵۵ منډې یې جوړې کړې او تر پایه ونه سوځید. په یوې مرحلې کې له کوهلي سره یوراج سینګ ښه ولوبیده خو یوراج په ۲۴ منډو سووځیده او بیا کتپان ډوني راغی چې ۱۳ منډې یې وکړې او نه سوځیده.

۱۳ توپه لا پاتې وو چې هند هدف پوره کړه اوس په خپل ګروپ کې هند هم یو باخت او یوه ګټه لري او پاکستان هم یو باخت او یوه ګټه. استرالیا هم یو باخت او یوه ګټه او بنګله دیش یوه لوبه کړې او هغه یې بایللې ده. نیوزیلند یوازینی ټیم دی چې دوې لوبې یې په دې ګروپ کې کړې دي او دواړه یې ګټلي دي.

افغانستان د نړیوال جام په الف ګروپ کې سبا خپله دوهمه لوبه له جنوبي افریقا سره کوي. افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته د پنجشنبې په ورځ وبایلله.

One thought on “د کرکټ په نړیوال جام کې هند پاکستان ته ماتې ورکړه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *