- د روان میلادي کال د فبروري پر ۱۴ مه نېټه پیلیږي.
- د روان میلادي کال د مارچ پر ۲۹ مه نېټه پای ته رسیږي.
- ټولې سیالۍ به ۴۴ ورځې ونیسي.
- مدیریت یې د کرکیټ نړیوالې شورا پر غاړه دی.
- لوبې به یو ورځنۍ نړیوالې وي.
- ټولې لوبې به ۴۹ وي.
- په سیالیو کې ټولې ۱۴ لوبډلې لوبیږي.
- الف ګروپ: انګلینډ، اسټرالیا، سریلانکا، بنګله دېش، نیوزلینډ، افغانستان، سکاټلینډ
- ب ګروپ: جنوبي افریقا، هند، پاکستان، ویسټ انډیز، زیمبابې، ایرلینډ، متحده عربي امارات
- اسټرالیا او نیوزلینډ د نړیوال جام کوربانه دي.
- پسله ۲۳ کالو اسټرالیا او نیوزلینډ د کرکیټ د نړیوال جام کوربتوب کوي.
- سیالۍ به د پرانیستې تر ښکلو مراسیمو وروسته د نیوزلنډ او سریکلانکا په لوبه پیل شي، دویمه لوبه به د اسټرالیا او انګلینډ تر منځ وي.
- لوبې په ۱۴ ښارونو کې دي.
- د نړیوال جام ګډونوال نژدې یو میلیون اټکل شوي.
- نژدې یو بیلیون کسان به یې پر ټلویزون وګوري.
- په افغانستان کې به په رسمي ډول پر لمر او اریانا ټلویزونونو ښودل کیږي.
- افغانستان شلم ټیم دی چې د کرکیټ د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې به لوبه کوي.
- د دې جام اوسنی اتل هند دی، چې په ۲۰۱۱ کې یې دا جام ګټلی و.
- د کرکیټ ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې تر ټولو ځوان لوبغاړی د افغانستان ۱۸ کلن عثمان غني دی، د دې جام په تاریخ کې تر ټولو تنکی لوبغاړی د کاناډا ۱۶ کلن نیتېش کمار و، چې د ۲۰۱۱ په سیالیو کې ولوبېدی.
- د کرکیټ ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې به تر ټولو باتجربه لوبغاړی د سریلانکا مهیلا جیوردنه وي، چې د ۱۹۹۹، ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ په سیالیو کې یې ۳۳ لوبې کړې دي.
- د بي په ګروپ کې د هند او پاکستان تر منځ د لوبې ټول ټکيټونه په ۱۲ دقيقې کې خرڅ شول، دا لوبه د فبروري پر ۱۵ مه نېټه ده.