لیکوال: محمد محق

ژباړن: ډاکتر محب زغم


استاد محمد محق په کال ۱۹۷۶ په هرات کې زېږېدلی دی. د هرات پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي فارغ شوی او د ایران له فردوسي پوهنتون څخه یې په الهیاتو کې ماسټري اخیستې ده. څه موده د هرات پوهنتون په مختلفو پوهنځیو کې د اسلامي ثقافت استاد و او بیا مصر ته لاړ. هلته د قاهرې پوهنتون په دارالعلوم کې د قران د تفسیر په برخه کې د دکتورا په دوره کې شامل شو او اوس پر خپل تېسز کار کوي.

استاد محق د پراخې مطالعې او پراخ لید څښتن دی. دی په افغانستان کې د دیني نواندانو په سرلارو کې حسابېږي چې غواړي خلکو ته د اسلام واقعي روح ورښکاره کړي. په فارسي کې یې ګڼې مقالې او دغه کتابونه کښلي دي:

Ü     اجتهاد میان متن، واقعیت و مصلحت

Ü     شتاب در بیراهه

Ü     آشنایی با روش های تربیت

Ü     سنت گرایی و بدعت گرایی

Ü     حقیقت دین و افسانه خرافات

Ü     راه نو، نو نگاه نو

Ü     از این چشم انداز

Ü     چشم ها را باید شست

Ü     دیانت کین

د استاد محق دوه وروستي کتابونه د «سترګې به پرانیزو» او «د کرکې او کینې دیانت» په نومونو پښتو ته ژباړل شوي دي.


له سیمې خبر او له نړۍ ناخبره

په زماني لحاظ د نړۍ یوې برخې یو لوی حرکت پيل کړی و. د عصر غوښتنه دا وه چې هم د هرې پدیدې په تحلیل کې او هم د هغې د چارې او علاج لپاره د قضیې زماني – تاریخي بُعد ته پام وشي. ابوالاعلی مودودي چې د هغه دورې د هند شرایط تشریح کوي او له پرمخ تللې نړۍ سره یې پرتله کوي، وايي: «په هغو ورځو کې چې امام ولي الله دهلوي او زوی یې شیخ عبدالعزیز او شیخ اسماعیل اوسېدل، اروپا د منځنیو پېړیو له درانه خوبه راویښه شوې وه او په نوي راپاڅېدلي ځواک سمباله وه. هلته د علم، هنر، تحقیق، کشف او اختراع په ډګر کې داسې کسان راڅرګند شول چې تاریخ یې بدل کړ… دې څېړونکو یوازې طبیعي علوم بدل نه کړل، بلکې د انسان او د هغه نړۍ په اړه یې نوې تیوري ګانې رامنځته کړې چې دوی په کې اوسېږي … دوی ټول علوم لکه د اخلاقو، ادبیاتو، قانون، دین، سیاست او ټول عمراني علوم تر اغېزې لاندې راوستل او په کامل جرأت او صراحت سره یې پر زاړه تمدن نقد وکړ او د دې تیوري ګانو او مفکورو پر اساس یې نوې دنیا جوړه کړه … د دوی اغېزې یوازې د ګوتو په شمار وګړو پورې منحصرې پاتې نه شوې، بلکې ویې شول کولای سلامت ملتونه د تعقل، اخلاق، تعلیم او د معیشت د روش په برخو کې تر اغېزې لاندې راولي … هاغه مهال چې په موږ کې یو نیم کس راویښ شوی و، په غرب کې درست ملتونه راویښ شوي وو او د ژوند په ډګرونو کې هېڅ داسې ډګر نه و پاتې چې دوی دې په کې پرمختګ نه وي کړی … په موږ کې طبیعي علوم د پنځه پېړۍ مخکې حالت کې ولاړ پاتي وو حال دا چې هلته یې حیرانوونکې وده کړې وه … ټولو نه عجیبه خبره خو به دا وي چې د امام شاه ولي الله په وخت کې ټول بنګال انګلیسانو نیولی و خو دی ترې هډو خبر هم نه و …» (5)

د وهابیت غورځنګ هم د خپل هندي سیال په شان د تاریخ له دایرې بهر پاتې و او ان د عربستان د ټاپووزمې د ساده او بدوي ژوند ته چې د نورو ټولنو له پېچلي ژونده یې جوته فاصله درلوده، هم د چارې په موندلو کې پاتې راغلی و، نورې اسلامي ټولنې خو لا پرېږده. دا وضعیت تر همدې نږدې وختونو پورې دوام درلود او وروسته چې په دې سیمه کې تېل وموندل شول او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو پام ورواوښت، د ژوند په ځینو ډګرونو کې یې پرمختګ وکړ. خو، تر هغه مخکې دې غورځنګ ونه شول کولای چې د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې او د مختګ په برخه کې څه وکړي. ان ځینې پوهان دا غورځنګ د شا ته تلونکي حرکت په بڼه تعبیروي دا په دې چې تېر ته د ورستنېدلو افراطي بڼه یې درلوده او عامه ذهنیت یې د خپل عصر له واقعیتونو لرې کړي وو (6).

محمد محق
محمد محق

په سعودي کې د قدرت له دستګاه سره د سلفیت پیوندېدل، د یوه اصلاحي خوځښت په توګه د دې غورځنګ د لا زیاتې ناکامۍ سبب شول او د هغه پر وړاندې یې لا زیاتې دښمنۍ راوپارولې. دې کار د سعودي مخالفان وهڅول چې وګړي د دې غورځنګ پر وړاندې ولمسوي. په هند کې هم چې دا بهیر په څانګو ووېشل شو، واحده ستراتیژي یې نه درلوده او له درېو څانګو څخه هره یوه یې ځان ته لاره او منزل غوره کړل. د دوی یوازینی مشترک ټکی دا و چې د خپل چاپېریال له واقعیتونو سره د خپل پیغام په پیوندولو کې پاتې راغلې وې او دا هغه څه و چې خلکو ورته اړتیا درلوده چې د ژوند د ستونزو په حل کې او له بحرانه په رواتلو کې ورسره مرسته وکړي.

په سعودي کې سلفیت د رژیم په سیاسي ایډیالوژي بدل شو چې د هغه په وسیله د رژیم مشروعیت ټینګ شي او دوام وکړي. خو له سعودي څخه بهر، له هغو سیاسي اندېښنو لرې چې په ایډیالوژیو پروې تړلې وي، سلفیت د دیني اصلاح د یوه ساده بهیر په توګه پرمخ لاړ. دا چې ځانګړی سیاسي – ټولنیز دکتورین یې نه و تدوین کړی نو د خلکو له ورځنیو اړتیاوو او واقعیتونو سره یې اړیکې ټینګې نه کړای شوې او ان په سعودي کې د ننه هم سره له دې چې د حاکم رژیم تړونوال و، خو د خاصو سیاسي ادبیاتو په پنځولو بریالی نه شو. په دې لحاظ په بحثونو کې یې محسوسه خلا پاتې شوه چې بیا د نورو بهیرونو ظهور ته یې لاره خلاصه کړه.

که هسې د تمثیل په توګه، د مسلمانانو عمومي کړنې د مسیحیت له کاتولیک بهیر سره معادلې وګڼو، سلفیت د دې پر ځای چې د پروټسټانټ تجربو ته ورته لاره خپله کړي او اسلامي ټولنو سره مرسته وکړي چې له بحرانه راووځي او رنسانس ته ورسېږي، عملاً د مسیحیت د اورتودوکس تجربه یې د اسلامي ټولنې پر ځینو برخو تحمیل کړه.

طبیعي ده چې داسې اصلاحي نمونه چې شا ته تګ ته تمایل لري، نه شي کولای چې وګړي د ځان خوا ته ورمات کړي، د هغوی د سمونغوښتنې تنده ورماته کړي او تغییر او تحول ته د هغوی اړتیا ورپوره کړي ځکه چې د وخت او د خلکو له واقعي اړتیاوو لرې وي. سعودي دولت هم د مسلمانانو په منځ کې د دې فکربڼې په رواجولو سره نه دی توانېدلی چې ځان ته ځای پیدا کړي او له خپلو هڅو یې عملاً کومه ګټه نه ده تر لاسه کړې. سر ه له دې چې سعودي په هند، پاکستان، شمالي افریقا او منځنۍ اسیا کې د دې مفکورې د ترویج لپاره ډېرې پیسې لګولې دي خو دغو پانګوونو د خلکو د ستونزو په حل کې هېڅ مرسته نه ده کړې او بحران یې لا سخت کړی دی ځکه چې په دې مفکوره کې د دې ټولنو واقعي اړتیاوو ته هېڅ پام نه دی شوی. په پاکستان، افغانستان، ازبکستان، تاجیکستان، قزاقستان، چیچن او … کې د توندلارو بنسټپالو بهیرونو راڅرګندېدل، چې یو له عمده عاملونو یې همدا د سعودي پانګوونې دي (7) د هغو ناکامو هڅو او بحران جوړوونې بېلګه ده چې د سلفیت د ترویج لپاره شوې دي. سعودي له دې کار سره هم خپلې پیسې بربادې کړې دي او هم یې د نورو ټولنو هوساینه لوټلې ده. د ځینو صاحب نظرانو په باور ښايي یوازینۍ ګټه یې دا وي چې د افراطي شیعیه ګانو د هڅو پر وړاندې یې مقابله کړې ده چې هغوی لا هم په هماغه قوت خپله لاره په بله طریقه وهي او فعالیت کوي.
د شرقي ټولنو بحران د استعمار تر راتګه کلونه مخ کې پیل شوی و خو کله چې د دې سیمې وګړي د نوي تمدن د سرتېرو له زورور برید سره مخامخ شول، پر دې بحران سر خلاصول عام شول او دا خبره د نخبه ګانو له محدودې ووته. که تر دې مخکې د علم لږ شمېر خاوندان پوهېدل چې مسلمانان په خراب وضعیت کې دي، دې وخت کې د ډېرو سرونه خلاص شوي وو چې څه ډول کمزورۍ ورباندې غلبه کړې ده او دوی د تاریخ په کوم پېر کې بند پاتې دي.

سیدجمال الدین افغاني (1838-1897م) تر ټولو رسا غږ و چې د دې خبرتیا له تعبیره راپورته شوی و او ټول، البته حکومتونه یې تر ملتونو وړاندې، پاڅون ته وروبلل. سره له دې چې د ده پوهه تر محمد بن عبدالوهاب زیاته وه خو دا چې ده عمل ته ډېر تمایل درلود، ګواکې د دې وخت یې نه لاره چې مشخصه ستراتیژي طرح او تدوین کړي. د ده ټوله هڅه دا وه چې د استعمار خطر په ډاګه او له هغه سره پر مقابلې ټینګار وکړي. هغه احساساوه چې مشرق د پردیو تر ولکې لاندې راغلی او هر رنګه چې کېږي، باید ځان له دې اسارته وژغوري.

تېره برخه

One thought on “د کرکې او کینې دیانت؛ دیني توندلاریتوب ته د تمایل د ریښو موندنه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *