لیکوال: محمد محقق

ژباړن: ډاکتر محب زغم

نوي عصر ته ورننوتل

دا ځل د تېر بهیر پر خلاف، د سید جمال الدین په مفکوره کې بهرنی عامل خورا مهم دی او داخلي عامل څنډې ته پورې وهل شوی دی. تر ده مخکې د مسلمانانو په جمعي شعور کې د بحران داخلي عامل برلاسی و خو ده دا توازن د بهرني عامل په ګټه بدل کړ او له هغه وخته تر ننه پورې د مسلمانانو جمعي شعور دغه انډول نه دی موندلی. ګواکې د ده چیغه دومره رسا او زوروره وه چې خپلې انګازې یې د څو راوروسته نسلونو د شعور په ژورو کې ساتلې دي او تر ده وروسته چې هرڅوک راغلي دي، هماغه چیغه یې تکرار کړې ده.

هغه د بهرني دښمن د مقابلې په خاطر دې ته حاضر و چې له داخلي مستبدانو سره جوړجاړی وکړي. عمل ته د هغه شدید تمایل ده ته اجازه ورکوله چې یوه ورځ دې له شیعه قاجار پاچا سره او بله ورځ له سني افغان واکمن سره همکاري وکړي. موخې ته د رسېدو لپاره د عربو له وهابي غورځنګ سره نزدیکت ورته هماغسې یوه وسیله ښکارېده لکه د ماسونري هېرتونونو ته لاره موندل. ده خپلو بېړنیو موخو ته د رسېدو لپاره یوه ورځ له عثماني خلیفه سره بحث کاوه او بله ورځ مصر ته روانېده.

سره له دې چې سید جمال الدین د قلم اهل و خو تیوري جوړولو ته یې چندانې ارزښت نه ورکاوه او له هغه قلمي کار یې هم چې د عروة الوثقي په خپرولو سره وکړ، د انګلیسي استعمار پر ضد د انقلاب او پاڅون لپاره د وسیلې په توګه استفاده کوله. نتیجه دا شوه چې نه یې د دیني اصلاح په برخه کې خاصه طرحه جوړه کړه او نه د سیاسي – ټولنیز اصلاح په ډګر کې.

د ده شاګرد محمد عبده (1849-1905م) چې د خپل استاد تجربه یې لیدلې وه او د عرابي پاشا له ناکام پاڅونه یې درس اخیستی و، د بېړې کارونو ته یې زړه ښه نه کړ او د اصلاح او دیني اصلاح په لاره کې یې لا ژورو ته پام ورواړاوه. ده د نویو کلامي مباحثو مخې ته د دروازې د پرانیستلو او د قران د تفسیر په لاره کې لوی ګامونه واخیستل. د هغه فکري فعالیتونه داسې روان وو چې د اروپا د دیني اصلاح د غورځنګ په شان په یوه فکري غورځنګ بدلېدای شو ځکه چې اغېزې یې د مصر تر پولو اوښتې وې، له شامه تر مغربه یې لاندې کړي وو او په هره سیمه کې یې لېوال موندلي وو او په نورو هېوادونو کې ځینې علمي څېرې دې سبک ته لېوالې شوې وې. خو، دا بهیر لا په جامع نمونې نه و بدل شوی چې غښتلي نظامي – سیاسي بدلونونه په تېره بیا لومړۍ نړېواله جګړه راپېښ شول. په دې منځ کې عثماني خلافت (1924م) چې د مسلمانانو په جمعي شعور کې یې خاص اهمیت درلود، راوپرځېد او دې سره د داسې نوي اصلاحي بهیر اړتیا ښکاره شوله چې د مسلمانانو د ژوند له واقعیتونو سره اړخ ولګوي.

د اخوان المسلمین په تفکر کې له دې نړۍ خبرتیا

په مصر (1928م) او ورپسې په نورو عربي او اسلامي هېوادونو کې د اخوان المسلمین ظهور، د اصلاح دویمه نمونه وښودله. البته تر سید جمال مخکې او وروسته ځینې نور خوځښتونه او بهیرونه هم د اسلامي نړۍ په ځینو برخو کې راڅرګند شول لکه په لیبیا کې سنوسیه غورځنګ (1837م)، په سودان کې مهدویه (1843-1885م)، په الجزایر کې د عبدالحمید بن بادیس غورځنګ (1889-1940م)، په هند کې د خلافت غورځنګ (1918-1924م) او … خو ټولو سیمه ییز رنګ درلود او مشخص تیوریکي چوکاټونه یې نه لرل، په همدې خاطر یې مستقله اصلاحي نمونه نه شو ګڼلی.

په نظري لحاظ اخوان المسلمین تر ځان مخکې او وروسته د ټولو نورو دیني بهیرونو په نسبت ډېر څانګور و. د دې شي د علتونو او عاملونو د ریښې موندل جلا بحث غواړي. د اخوان دا ځانګړنه سبب شوې ده چې د نورو سیمه ییزو غورځنګونو پیروان او مینه وال دې له دې بهیر سره منطبق او په کې حل شي.

حقیقت دا دی چې د نورو سیمه ییزو دیني خوځښتونو ګڼ شمېر غړي وروسته له دې چې د اخوان له ادبیاتو سره اشنا شول، ورو ورو ورمات شول. البته له دې خوا هم د اخوان زیات شمېر غړي ورنه جلا شوي او نورو غورځنګونو ته یې مخه کړې ده. ځینې نور چې ورنه تللي بیا له ډله ییزو کارونو لرې پاتې شوي او په فردي روښانفکري هڅو یې بسنه کړې ده. د دې وتلو ننوتلو علت باید د اخوان د نمونې په ماهیت او طرحو کې ولټول شي.

د لیکوال په باور، د اخوان د طرحې خاصیت هم د هغه د قوت عامل دی هم یې د ضعف. د ضعف یوه برخه یې ورڅخه د زیاتو غړو په وتلو کې څرګنده شوې ده او بله برخه یې وروسته له هغې چې د لنډې مودې لپاره دا غورځنګ حکومت ته ورسېده. که چېرې په مصر کې د دوی د واکمنۍ موده غځېدلې وای، د ضعف نور بُعدونه به یې راښکاره شوي وو.

اخوان چې د سلفیت په پرتله په متفاوته زماني مقطع کې ډګر ته راوتلی، هڅه یې وکړه چې د تېرو تجربې – له محمد بن عبدالوهابه رانېولې تر رشید رضا (1865-1935م)پورې- په پام کې ونیسي او له ټولو د خپلې طرحې په تدوین کې استفاده وکړي. دا هغه خبره ده چې د دې غورځنګ تیوریسنانو په کراتو یاده کړې ده.

اخوان له یوې خوا د سفلیت په شان، د نګه اورتودوکسي دین اړخ مهم وګاڼه او له بدعتونو او خرافاتو سره مبارزه یې په خپله تګلاره کې ځای کړه او په یو ډول سره یې داخلي عامل په رسمیت وپېژانده، له بلې خوا یې هڅه وکړه چې د سید جمال الدین په پیغام کې نغښتي سیاسي – ټولنیز اړخونه په خپل دکتورین کې راونغاړي. په تېره بیا د غرب له استعمار سره نه پخلا کېدونکې مبارزه، یانې بهرنی اړخ یې هم هېر نه کړ.

د اخوان په طرح کې یوازې پر همدې شیانو اکتفا ونه شوه، بلکې هڅه وشوه چې د شلمې پېړۍ د لویو ایډیالوژیو په شان، مفصله او اوږده ایډیالوژي برابره شي چې د فردي او ټولنیز ژوند ټول اړخونه راونغاړي. په فردي بُعد کې یې د وګړي د عقیدتي، عبادي، فکري، روحي او جسمي تربیې خبره وکړه او په ټولنیز بُعد کې یې د سیاسي، اقتصادي، قضايي، فرهنګي، نظامي، اداري، تقنیني، صنعتي، علمي، هنري او ټولو ټولنیزو بنسټونو د اصلاح. البته د اخوان له ادعا سره سم.

په سر کې، د طرحې دغه هر اړخیزه او پراخه صبغه پر رقیبانو د اخوان د برترۍ او امتیاز سبب کېږي او ډېر مذهبي فعالان ورجذبوي ځکه چې هم مهاله د دنیوي او اخروي بهبود ژمنه کوي. د مومن انسان لپاره تر دې خوږ شی نشته چې هم یې دنیا ورسمه کړي او هم یې اخرت. په سلفي نمونه کې پر اخروي اړخ ټینګار کېږي خو د دنیوي چارو خبرې چندانې په کې نشته. البته د سلفیت په بحث کې په کُلي ډول ویل کېږي چې دین د دواړو دنیاوو د سعادت ضامن دی او په هره برخه کې سمه لاره ښيي خو تر دې ورهاخوا هېڅ کومه هڅه نه کوي چې په سیاسي، ټولنیز او … ډګرونو کې مفصل بحث وکړي. د دې مسألې یو عامل دا دی چې سلفیت عمدتاً د سعودي واکمنانو په خدمت کې و او دغو واکمنانو دا په خپل خیر نه ګڼل چې داسې بحثونه دې په عمومي حوزه کې باب شي. د دوی په نظر غوره دا وه چې په توحید او شرک او سنت او بدعت پورې اړوندې مناقشې هر وخت تودې اوسې. سلفیت د دنیوي چارو په برخه کې چوپه خوله دی او د ویلو لپاره څه نه لري. د اخوان په نظر د سلفیت نمونه دین په یوه شنډ او خنثی شي بدلوي چې د خلکو د دنیوي وضعیت پر ښېګڼې کومه اغېزه نه لري.

تر دې ځایه د اخوان طرح له اورتودوکسي وضعیته پروټسټاني وضعیت ته په اوښتو ښکاري یانې په دیني بحثونو کې دنیا ته ارزښت ورکول او د دنیوي ژوند د ښه کولو لپاره د مسلمانانو هڅول. دا هغه څه دي چې د اخوان طرح جذابوي او زیات شمېر وګړي چې له بحراني وضعیته ځورېږي او د داسې اصلاحي هڅې اړتیا محسوسوي چې د دوی له فرهنګي – تمدني غوښتنو سره اړخ ولګوي، د دې پیغام په اورېدو سره غېږه ورته پرانیزي. کله چې دوی وینې چې یو پراخ سمبال شوی جوړښت د داسې طرحې پلي کېدو ته ملا تړلې ده نو په شوق سره ورسره یو ځای کېږي.

دوی فکر کوي چې توره شپه پای ته نږدې شوې او د سعادت او کامیابۍ د سپین سهار راتلو ته څه نه دي پاتې. هغه ځواک چې د خیال په عالم کې لیدل کېده، اوس په واقعي عالم کې په کار پیل کړی (8) او اوس د هغه امت بیا زېږېدنې ته باید منتظر وي چې په څو پېړیو کې یې په تاریخ کې رول نه و لوبولی، د ختیځ رنسانس پیل شوی دی!!

تېره برخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *