لیکوال: محمد محقق
ژباړن: ډاکتر محب زغم
د اخوان د طرحې جاذبه او دافعه
خو، دا خوب تر ډېره نه پایېږي او ځینې زبون وهلي ځنې راووځي.
لومړۍ خبره چې د ځینو پام ځان ته وراړوي دا ده چې د اخوان موسس او نورو تیوریسنانو هغسې چې لازمه وه د تېرو تجربې نه وې کتلې او د دوی د ادعا بر خلاف، په دې برخه کې یې تاریخي معلومات محدود وو. دوی اصلاً هغه وسایل نه درلودل چې د پخوانو د تجربو تحلیل ته په کارېږي. د تاریخي منابعو خامه مطالعه د تاریخ له علمي او میتودیک تحلیل سره چې د تاریخ پر فلسفې ولاړ وي، زیات توپیر لري. دا کافي نه ده چې څوک دې یوازې د تاریخي پېښو له کلیاتو خبر وي او بس.
د سلفیت په تجربه کې، دین ته ورستنېدل تر ټولو زیات پر دې تکیه کوي چې د دیني نصوصو تحت اللفظي مانا واخیستل شي او سلف (پخواني نسلونه) مرجع وګڼل شي او د هغوی پر پله پل کېښودل شي. اخوان په دې اړه خپل دریځ پوره نه مشخصوي. دی غواړي هم د سلفیت ځینې عناصر ورخپل کړي او هم په کاملاً سلفي صبغه کې ښکاره نه شي.
د یوه فکري بهیر لپاره د پخوانو پر وړاندې دریځ خپلول او د هغوی له فهمه بېل او مستقل اجتهادي توان، د سلفیت له نمونې څخه د جلاوالي مهمه نښه ده. دا په دې چې سلفیت پخپله د پخوانو د مرجع ګڼلو په مانا دی. البته دا چې تر کومه بریده د پخوانو نګه او رسا فهم ته رسېدل ممکن دي او دا چې څرنګه ثابته کړو د هغوی فهم دقیقاً همدا شی و، پخپله جدي بحث او پلټنه غواړي. دا خبره همغومره اسانه نه ده چې د سلفیت پیروان یې ګڼي. خو بیا هم فرضاً وتوانېدو چې د پخوانو فهم او اجتهاداتو پورې ورسېږو نو ایا باید د هغوی پر پله پل کېږدو؟ دا مطلب مې بل ځای کې بیان کړی دی او له تکراره یې تېرېږم. (9)
سلفي نمونه سره له دې چې د وړو فقهي چارو د تقلید په برخه کې حساسیت ښيي خو پخپله بیا په بل ډول تقلید اخته ده. ځکه سلفیان په عمل کې د پخوانو د فهم او د هغوی په شرایطو او زمان پورې د اړوندو لارو چارو له چوکاټه نه اوړي، بلکې هڅه کوي هماغه فهم له هماغو لارو چارو سره له سره تولید کړي. یانې د جزیي فتواګانو د تقلید پر ځای، د پخوانو د میتود تقلید کوي، بې له دې چې دا احتمال په پام کې ونیسې چې د ځینو جزیي فتوګانو د اعتبار د تاریخ تېرېدل، د هاغه پېر د اجتهادي چوکاټونو او د دیني فهم د میکانیزمونو د وخت د تېرېدو نښه ده. د دې لپاره چې د پخوانو د اجتهاداتو پر وړاندې د نوي اجتهاد لاره پرانیزو، باید په هغو اصولو او قواعدو کې هم اجتهاد وکړو چې هغوی خپل کړي وو، دا نه یوازې په فقهي حوزه کې، بلکې د کلام او تفسیر په حوزه کې هم صدق کوي.
اخوان د سلفي نمونې دا تعبیر نه لري ځکه خو د هغې پر وړاندې انتقادي دریځ نه خپلوي،، بلکې په عمل کې هڅه کوي د هغې دوام واوسي. څرنګه چې د اخوان موسس په صراحت سره وايي چې موږ سلفي بهیر یو او بیا د دې لپاره چې د سلفیت د مخالفانو حساسیت راکم کړي، بې درنګه وايي «او همدارنګه صوفي جماعت یو.» (10)
د سلفیت او تصوف تر منځ د تقابل برقرارول، د سلفیت په باره کې د عام دود شوي فهم نښه ده چې سلفیت یوازې د صوفیانه طریقتونو رقیب ګڼي. البته که تصوف له نظري عرفان سره یو ځای په پام کې ونیسو نو د سلفیت پر وړاندې به ځواکمن رقیب ځنې جوړ شي او د دې رقیبانو تر منځ به پخلاینې او یو ځای کېدو امکان نه وي ځکه چې دا دوه بهیرونه د نص د ظاهر یا د هغه د تاویل د امکان په لحاظ په دوو مقابلو قطبونو کې سره پراته دي او نه شو کولای د دوی تر منځ واټن په هغو تکتیکي لارو راکم کړو چې د اخوان په بحث کې راغلې دي.
خو په عامیانه فهم کې د سلفیت او صوفي طریقتونو تر منځ د پخلاینې امکان شته او داسې ښکاري چې د حسن البنا خبره به په همدې سطح کې وي. د دې باور پر اساس د سلفیت او صوفیزم تر منځ جوهري توپیر نه پاتېږي ځکه په دواړو کې اصل د پخوانو پیروي ده، بې له دې چې هغه تحولات په پام کې ونیسي چې د وخت په تېرېدو سره رامنځته شوي دي او که د دوی تر منځ کوم توپیر هم وي، یوازې د عبادي مناسکو او ځینو دیني عملونو کې به وي.
اخوان له یوې خوا د دې لپاره چې سلفیان راخپل کړي، په خپل بحث کې اورتودوکسي لارې ته ورلوېږي او د تېر په لوري حرکت کوي خو په عین وخت کې هڅه کوي چې د سیاسي – ټولنیزو اصلاحاتو په برخه کې د سید جمال او محمد عبده ځینې پیغامونه راونغاړي چې دا چاره عقلاني او پراګماټیکه دنیاپالنه غواړي نو دې سره خپلې سلفي تګلارې ته پروټسټاني بڼه ورکوي. د اخوان په اصلاحي طرحه کې اساسي تناقض همدا دی. سلفي – اورتودوکسي تګلاره له نړۍ او ژوند سره د تعامل په برخه کې افراطي نص پالنه او له عقله تېښته غواړي خو پروټسټاني تګلاره بیا د دې نړۍ د ستونزو پېژندل او ورسره منطقي عقلاني چلند غواړي.
اخواني نمونه په دې خاطر چې له تېرپالنې نه تېرېږي، کله چې د دې نړۍ د ستونزو د حل خبره کېږي، د دې پر ځای چې د هرې حیاتي برخې لپاره مشخصې طرحې وړاندې کړي، یوازې کُلي خبرې کوي او غټ غټ شعارونه ورکوي او بس. اتیا کاله د اخوان د فعالیت له پیلېدو تېر شوي خو تر دې دمه یې نه د اسلامي اقتصاد په اړه کومه ځانګړې طرحه ښودلې ده نه د سیاست په اړه، غیر له دې چې دیموکراسي یې په رسمیت وپېژانده ( چې دا هم د اخوان د ټولو څانګو لپاره د منلو وړ نه ده) او نه یې د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره کومه متفاوته خبره کړې ده.
دا تناقض هله لا زیاتېږي چې اخواني نمونه سره له دې چې د اورتودوکسي او پروټسټاني تګلارو په پخلا کولو کې ناکامېږي، هڅه کوي چې په فقهي – کلامي لحاظ ځان د سواد اعظم استازی او اصلي کرښې (main stream) وارث راوپېژني او له دې نظره کاتولیکي لاره خپلوي. په فقهي – کلامي برخو کې مدرسه یي (Scholastic) تعبیر ته وفادارۍ، له نوي اجتهادونو ډډه کول او مډرنو تعبیرونو ته له نژدې کېدو وېرې د اخوان پروټسټاني بڼه سخته کمزورې کړې ده او کاتولیکي بڼه یې غښتلې کړې ده.
همدا ده چې د اخواني نمونې جاذبه د هغې په دافعه بدلې��ي. لومړي سر کې اکثره وګړي چې له بحرانه وتل غواړي، په دې تصور وردرومي چې اخوان به د تېر او اوس مهال مثبټ ټکي سره یو ځای کړي وي او د دنیا او اخرت نېکمرغي به تامینوي.
هغه کسان چې سلفي تمایل لري، په دې تصور ورته مخه کوي چې دا بهیر پرمخ تلونکی او پرمختللی سلفیت رانغاړي او دا به د رسمي سلفیت په پرتله چې په تېر پالنه کې افراط کوي او د مسلمانانو د ستونزو په حل کې ناکام ښکاري، هوښیارانه او کامیاب سلفیت وي.
همدارنګه هغه وګړي چې سیاسي – ټولنیز تمایلونه لري او په عین حال کې غواړي خپل مذهبي تعلقات هم وساتي، اول سر کې چې له اخوان سره اشنا کېږي، ګومان کوي چې خپله ورکه یې موندلې ده او پر دې لاره مزل به د رنسانس پیلامه وي. ان هغه کسان چې د پخوانو د میراثونو ساتنه غواړي، هم هیله منېږي چې له دې بهیر سره به خپلې موخې ته ورسېږي.
خو، څه موده وروسته ورته شک پیدا کېږي. د سلفي تمایلونو پلویان احساس کوي چې پر دې بهیر سیاسي تګلاره غالبه ده او د دین هغسې پاکول چې دوی یې غواړي، د دې بهیر په وسیله نه ترلاسه کېږي. دا خلک ورو ورو خپله لاره بېلوي او نورو بهیرونو ته مخه کوي. له بلې خوا، هغه کسان چې پرمخ تلونکی او پرمخ تللی سیاسي – ټولنیز تحول غواړي، ورو ورو وینې چې د دې بهیر سلفي عناصر اجازه نه ورکوي چې دقیقې، مشخصې او عملي طرحې جوړې شي او دې ته یې ورپام کېږي چې د دې بهیر کُلي او غټ غټ شعارونه د دې ټولنو ستونزې نه شي حل کولای. دوی هم کرار کرار نورو لارو ته مخه کوي. هغه وګړي چې فکر کوي د اخوان له لارې به د اسلامي میراثونو ساتنه په تېره بیا په فقهي – کلامي برخه کې ممکنه وي، ورو ورو پوهېږي چې نور بنسټونه لکه الازهر، اسلامي پوهنتونونه او رسمي دار الافتا ګانې دا کار په لا بهتره توګه او په کامیابۍ سره ترسروي نو دوی هم ځنې بېلېږي.
دغه ټولې توندلارې ډلې لکه الجهاد الاسلامي، الجماعه الاسلامیه و جماعه المسلمین (التکفیر و الهجره) د داسې کسانو په لاس جوړې شوې دي چې پخوا د اخوان غړي وو. په حقیقت کې دوی سلفي – اورتودوکسي عناصر وو چې د دودیز سلفیت په نسبت د پرمختللي سلفیت په هیله اخوان ته ورغلي وو او چې ویې لیدل په دې لاره منزل ته نه رسېږي، ورنه بېل شول او دا ځل د دې پر ځای چې بېرته دودیز سلفیت ته ورستانه شي، جهادي سلفیت یې بنا کړ ځکه چې دودیز سلفیت چندانې سیاسي تومنه نه لري. د دې ډلو تر ټولو مهم تجسم القاعده سازمان دی چې د مسلمانانو مخې ته یې نوې نمونه کېښوده.
هغه کسان چې د رنسانس په تمه له اخوان سره یو ځای شوي وو، ورو ورو پوه شول چې تمدني تحول په مختلفو برخو لکه اخلاقي، اجتماعي، سیاسي، علمي، فرهنګي او نورو برخو کې پراخې تیوریکي هڅې غواړي. دا چاره د سیاسي فعالیتونو کمولو او د فرهنګي اساساتو بدلونونو ته اړتیا لري او دا چې اخوان په دې برخه کې بې ګټې و، دوی پخپله په نویو اجتهادونو لاس پورې کړ. «د معرفت د اسلامي کولو» پروژه، د «الاسلامیون التقدمیون» مجموعه، د «الامه» او «الاجتهاد» مجلې او د ځینو مسلمانو پوهانو فردي هڅې د دې چارې بېلګې دي. دغه هڅې سره له دې چې له یو بل څخه ځینې توپیرونه لري خو لږ یا ډېر د دیني نوفکرۍ پر لاره روانې دي چې د لیکوال په باور د دیني اصلاح لپاره بله نمونه او دې مسما ته تر ټولو نږدې اسم دی. خو تر دې خبرې مخکې به لازمه وي چې د درېیمې فکري نمونې (جهادي سلفیت) فکري چوکاټ ته لنډه اشاره وکړم.
جنګ، جنګ تر بري پورې
هماغسې چې په پیل کې ورته اشاره وشوه، سلفیت دوه مخونه لرل: عربي او عجمي. عربي مخ یې په وهابیت مشهور دی او د عجمي مخ استازی یې د شاه ولي الله مدرسه وه چې پر څانګو وویشل شوه. څرنګه چې د اخوان نمونه د دیني فعالیتونو د محوریت په خپلولو کې ناکامه شوه، جهادي سلفیت رامنځته شو. القاعده سازمان د دې بهیر عربي مخ دی او طالبان یې عجمي.
جهادي سلفیت شدیده نص پالنه له دودیز سلفیته اخیستې وه او له تمدن سره تضاد او د هغه پر وړاندې منظمه مبارزه له اخوانه. د اخوان په فکري میراث کې په تېره بیا د حسن البنا او سید قطب په لیکنو کې نننی تمدن د خورا لوی انحراف مظهر دی او د محمد قطب په نظر د شلمې پېړۍ جاهلیت څو ځله تر هغه لومړني جاهلیته خطرناک دی چې اسلام یې د ختمولو لپاره راغلی و. په دې برخه کې مودودي او ابوالحسن ندوي هم ورسره همغږي دي. (11)
سازماندهي چې د اخوان له مهمو او بارزو ځانګړنو څخه ده، له چپي سازمانونو چې د تېرې پېړۍ په نیمايي کې غوړېدلي وو، اقتباس شوې وه. دا سازماندهي د اخوان له خوا په مذهبي ادبیاتو سینګار شوه. ځینې مفاهیم لکه: د رهبر بې قید و شرطه اطاعت، د معرفتي منابعو په حیث یوازې د ایډیالوژیکي تعلیماتو بس ګڼل، مبارزه او شخړه اصل ګڼل، پخلاینه او مصالحه استثنا ګرځول، جهاد یرغلیز جنګ ګڼل نه دفاعي جګړه، له تمدنونو سره د خبرو اترو پر ځای له هغوی سره ټکر ته تمایل، تر تدریجي اصلاحاتو او تعدیلاتو د انقلابي تغییراتو غوره ګڼل او دغسې نور مفاهیم چې په بل فرهنګي چاپېریال کې تولید شوي وو، اخوان ورته اسلامي رنګ ورکړ او دا بیا وروسته د جهادي سلفیت لاس ته ولوېدل. دې سره په دودیز سلفیت کې نوی خوځښت راغی او د دوی په باور په اسلامي نړۍ کې د دیني اصلاحاتو نوې لاره یې خپله کړه.
هغه نمونه چې جهادي سلفیت یې وړاندې کوي، یوه تکفیري او تکفیري وزمه نمونه ده. د دې بهیر په نظر نړۍ د جاهلیت تر ګونډو لاندې ده (دلته جاهلیت هغه شرعي اصطلاح ده چې تر اسلام د مخه پېر ته اشاره کوي). لوی جاهلیت په امریکا او د هغې په غربي تړونوالو کې څرګند شوی دی او فرعي څانګې یې هغه حکومتونه دي چې له غرب سره ښې اړیکې لري او یا لږ تر لږه د هغوی له سیاستونو سره مخالفت نه کوي. هغه ګوندونه او جماعتونه چې د غرب پر وړاندې چوپتیا غوره کوي او یا یوازې په ژبه ورسره مخالفت کوي او یا په انتخاباتي مبارزو کې چې حاصل یې د جاهليت او په غرب پورې تړلیو رژیمونو دوام دی، برخه اخلي، د دې بهیر په نظر د جاهلیت څانګې بلل کېږي. دا حکم په ځینو شرایطو کې پر ملتونو هم کېږي.
د دوی په باور، څرنګه چې جاهلي رژیمونه له سیاسي چلونو سره ښه بلد دي او نوې ټکنالوژۍ ورته داسې امکانات او فرصتونه برابر کړي چې ملتونه غولولی شي او د هر ډول سیاسي مخالفت او د تعدیل لپاره له سوله ییزو هڅو سره مقاومت کوي نو بهترینه او لنډه لاره، د هغوی پر ضد د نړېوال جهاد اعلانول دي. دا جهاد لومړی باید د دې عصر د جاهلیت د سر وال یعنې متحده ایالتونو پر ضد وشي او وروسته د هر هغه حکومت، ګوند او وګړي پر ضد چې له امریکا سره پر یوه لاره روان وي.
جهاد باید د سیمې له پولو واوړي او د نړېوال کېدو په دې عصر کې باید نړېوال رنګ غوره کړي چې د نړېوال جاهلیت پر وړاندې نړېواله جبهه پرانیزي، له هغه څخه د مانور امکان واخلي او په چارو کې برلاسی شي.
د دې بهیر په نظر، اوس چې موږ د جهاد او اخ و ډب په پړاو کې یو، په بل هر کار لاس پورې کول به مو د دې اصلي هدف پر لاره خنډ واچوي او هدف ته رسېدل به له ځنډ سره مخ کړي. نو نورې چارې لکه د حکومتولۍ بڼه، نظري او انتزاعي بحثونه او ان د روزنیزو چارو جزیات باید پرېښودل شي. په دې لحاظ تیوریکي مبحثونه، فکري هڅې او عملي کارونه په دې وخت کې نه یوازې دا چې چندانې ارزښت نه لري، بلکې کولای شي ځوانان په داسې چارو بوخت کړي چې په دویمه درجه کې راځي او هغوی به له اصلي هدفه چې مبارزه او جهاد دی، لرې کوي. سربېره پر دې ممکن د دوی نظر بدل کړي او پر جهاد او اصلي رسالت چې د نوي عصر د جهالت راپرځول دي، د دوی باور لړزانده کړي.
نو، غوره دا ده چې د اصلي هدف تر پوره کېدو مخکې، دیني تعلیمات د ځینو لنډو سازماني رسالو او ځینو بې خطرو سنتي رسالو په لوستلو پورې محدود شي. دوی باید د نورو کتابونو او په تېره بیا د مډرنو انساني او اجتماعي علومو د کتابونو لوستلو ته ونه هڅول شي. له دې علومو سره باید پوره مخالفت وشي او د جاهلیت، غیر اسلامي او منحرفوونکو علومو په نامه تر برید لاندې ونیول او تحریم شي.
د دې بهیر له نظره، دې ته په کتو سره چې جهادګران په کوم پړاو کې دي، غوره دا ده چې د قران او سنت زده کړه هم په خاص هدف ترسره شي مانا دا چې مکي سورتونه او ایتونه لږ ورزده کړل شي او یوازې هغه ایتونه وروښودل شي چې د جنت او دوزخ په اړه دي او کولای شي د دوی پر ایماني عواطفو او حماسي روحیې مثبته اغېزه وکړي او دوی جهاد او شهادت ته چمتو کاندي. پر نورو مکي سورتونو او ایتونو باید په دې پړاو کې تمرکز او ټینګار ونه شي، په تېره بیا هغه ایتونه چې د استدلال او د حکمت، مدارا او منطقي بحث په وسیله د دعوت خبره کوي. د داسې ایتونو تفسیر او تشریح کولای شي د جهاد ستراتیژي تر پوښتنې لاندې راولي او اهمیت یې کم کړي. برعکس، غوره ګڼل کېږي چې مدني ایتونه او سورتونه چې د جهاد خبره کوي لکه د «توبه»، «انفال» سورتونه او د «بقره» او «آل عمران» د سورتونو ځینې برخې، د اصلي تعلیماتو په جمله کې راشي چې د دې لارې د سرتېرو جهادي روحیه دم په دم سره غښتلې او اراده یې لا کلکه شي.
د نبوي حدیثونو، سیرۃ النبي، د اسلام تاریخ او معاصر تاریخ په برخه کې هم باید همدا لاره غوره شي، البته دا موضوعات باید ډېر لنډ ګنډ وي چې د جهادګرانو وخت پر ضمني مسایلو ضایع نه شي. که دا مسایل ورته په تفصیل راشي، په دوی کې به علمي اختلاف نظرونه پيدا شي او له اصلي هدفه به یې لرې کړي. سره له دې چې دا بهیر په تیوري کې ټول ایتونه او حدیثونه په تېره بیا هغه حدیثونه چې د سلفیت د لویانو له خوا تایید شوي دي، مني خو، د «فقه المرحله» پر اساس غوره ګڼي چې په دې پړاو کې دې هغه ایتونو او حدیثونو ته پام وکړي چې د دې غورځنګ له بري سره مرسته کوي او هدف ته یې ژر رسوي.
نتیجه دا چې د جهادي سلفیت په نمونه کې د دیني اصلاح توریکي بُعد چندانې نشته او عملي بُعد پرې برلاسی دی. دا عملي بُعد د لا زیاتو جنګیالیو جذبول رانغاړي چې د هغوی په وسیله شته حاکم نظامونه راوپرځوي او پر ځای یې اسلامي امارت رامنځته او د دوی له تعبیر سره سم، اسلامي شریعت تطبیق کړي.
د اخواني او جهادي سلفیت د نمونو تر منځ داسې ډېر دقیق برید نشته چې ټول پیروان یې په پام کې ونیولی شي. ځینې ډلې او مذهبي فعالان د دواړو تر منځ په نوسان کې دي او د خپل محیط د سیاسي – ټولنیز شرایطو په متابعت یا د خپل سواد او تعلیم په برابر یا د خپلو رهبرانو د مزاج او روحیې پر اساس یوې نمونې ته نژدې کېږي. مثلاً په افغانستان، پاکستان او خلیج کې ځینې اخواني ډلې جهادي سلفیت ته نژدې دي خو په ترکیه، مالیزیا، تونس، سودان او مراکش کې بیا ځینې اخواني الاصله ډلې د خوانیت له نمونې اوښتي او د دیني نوفکرۍ بحثونو ته نژدې شوې دي. ځینې جماعتونه پر دې پوهېږي چې د دې بهیرونو تر منځ پوله خوځنده ده او د ضرورت پر اساس یې تحول ته غاړه ایښې ده خو ځینې نور بیا چې تیوریکي پوهه یې کمه ده، د خپل جماعت فکري شاخصونه نه پېژني او په عین وخت کې چې د دې جماعتونو د پیروۍ ادعا کوي، عملاً د بلې نمونې مقولې او مفاهیم دودوي او تبلیغوي یې.