لیکوال: محمد محقق
ژباړن: ډاکتر محب زغم
-2-
د کرکې او کینې دیانت
د افراطیت پراخېدل او د افراطیت ریښې
د کرکې او کینې دیانت
دا که ومنو که یې ونه منو خو په خپله سیمه کې له مختلفو دیني تمایلونو سره مخ یو چې ځینې یې په ښکاره د دښمنۍ او خشونت سبب دي.
د دیني تمایل دغه طیف سره له دې چې په خپل منځ کې بیا پر نورو وړو ډلو ویشل کېږي خو د ټولو ګډه ځانګړنه دا ده چې د خوش بینۍ پر ځای د بدبینۍ، د منځلاریتوب پر ځای د توندلاریتوب، د سولې پر ځای د جګړې، د ابادۍ پر ځای د ورانیو او د ژوند پر ځای د مرګ تخم شیندي. لنډه دا چې د دې طیف ټولې ډلې د کینې او کرکې د دیانت تر عنوان لاندې ډلبندي کولای شو ځکه چې د نبوي حدیث بر خلاف چې وايي : “یسروا و لا تعسروا و بشروا و لاتنفروا” (1) دوی له بشارت او اسانۍ سره جوړ نه دي او سختۍ او د چارو سختول یې د کار اساس دی. په همدې دلیل هغه دین چې د خپل بنسټ ایښودونکي په ژبه “الحنیفیة السهلة السمحة” (2) تعبیر شوی و، اوس یې د خلکو په نظر ډاروونکې څېره خپله کړې ده. نن سبا اکثره کورنۍ چې په خپلو اولادونو کې د دیني تمایل نښې وینې، د دې پر ځای چې ورته خوشحاله شي، اندېښنه او وېره ورته پیدا کېږي چې هسې نه چې د زلمکیو سپېڅلې ساده اروا یې د تشددپالنې او تاوتریخوالي خوا ته لاړه شي.
افراطي دیانت په څو ځانګړنو مشهور دی، یوه یې دا چې په اسانۍ سره خلک تکفیروي او په مختلفو بهانو یې د دین له دایرې څخه شړي. سره له دې چې په اسلامي سنت کې تکفیرول ډېر قیدونه لري او ان د اسامة بن زید (3) او خالد بن ولید په څېر جلیل القدر صحابه وو په دې خاطر د اسلام د پیغمبر (ص) له خوا په قاطع او جدي توګه ملامت شوي دي چې په دې برخه کې به یې بې باکي کوله خو، دغو ډلو دا قیدونه څنډې ته پورې وهلي دي او د نورو کافر ګڼل ورته د ماشومانو لوبکۍ ګرځېدلې ده. دا ځکه چې په دې وسیله خپل سیاسي او فکري مخالفان له رقابته وباسي.
د اسلام په تاریخ کې د تکفیرولو مخینه او تاریخچه جلا لیکنه غواړي خو دلته به د افغانستان په معاصر تاریخ کې د دې بهیر پیدایښت او عاملونو ته اشاره وشي.
په افغانستان کې د تکفیر ماجر
د اسلام په تاریخ کې تکفیر اوږده مخینه لري. په لومړي ځل دا وسله د ځینو صحابه وو او تابعینو پر وړاندې د خوراجو له خوا وکارول شوه او د اسلام څلورم راشد خلیفه او د اسلام د پیغمبر ځینې نور یاران په همدې وسله ووژل شول.
د دې بهیر وینلړي عواقب اکثره مسلمان عالمان دې ته اړ وایستل چې په نظري هڅو سره دا وسله د ډېرو فرقو له لاسه واخلي. د مسلمانانو په اولیه تاریخ کې تر ټولو مشهور او غوڅ دریځ د لوی فقیه امام ابوحنیفه و چې ویې ویل: “لا نکفر أحدا من أهل القبلة” هېڅ مسلمان چې د قبلي لوري ته لمونځ کوي، کافر نه شو ګڼلی. پر هغه سربېره ډېرو نورو عالمانو لکه غزالي، باقلاني، ابن حزم، شوکاني او نورو هم د تکفیر په مسأله کې بې باکي خطرناکه بللې او خلک یې په دې برخه کې له بې غورۍ منع کړي دي. (4)
سره له دې چې د اسلام د تاریخ په ځینو نورو پړاوونو کې هم د تکفیر توره د سیاسي – ټولنیزو تحولاتو د غوښتنو پر اساس د ځینو مسلمانو حاکمانو یا ځینو فرقو له خو د مخالفانو ��ر ضد استعمال شوې ده خو تکفیرول په داسې پراخ بهیر نه وو بدل شوي چې هم ورته لویه تیوریکي ملاتړ برابر شي او هم د ټولنې په فرهنګ کې نفوذ وکړي.
په لومړي ځل د شلمې پېړۍ په اویایمو کلونو کې چې د ځوانو مسلمانو بنسټپالو په منځ کې دوه ایډیالوژیک کتابونه خپاره شول، د تکفیرولو نوې څپه راولاړه شوه. لومړی کتاب یې د ابوالاعلی مودودي د”المصطلحات الأربعة فی القرآن” رساله وه چې د حاکمیت مفکوره یې طرحه کړې وه. ورپسې د سید قطب مشهور کتاب “معالم فی الطریق” و چې له لومړي کتابه یې الهام اخیستی او د هغه مفکوره یې لا پراخه کړې وه.
ځینو هغو مسلمانو ځوانانو چې په هغو کلونو کې د جمال عبدالناصر په زندانونو کې تر سختې شکنجې لاندې وو، د دې دوو کتابونو د تیورۍ په مرسته داسې لاره پیدا کړه چې ورباندې د ظالم حکومت او هغو خلکو سره چې دې حکومت ته یې غاړه ایښې وه، خپل چلند روښانه کړي. دوی د هغو کسانو په تکفیرولو لاس پورې کړ چې د دوی په باور د الهي شریعت پروا یې نه کوله. دې سره په اسلامي نړۍ کې د تکفیرولو نوې څپه راوزېږېده.
دغه څپه په مختلفو عربي ملکونو کې خپره شوه. سره له دې چې په هر ځای کې دا څپه محدوده وه خو دا چې عواقب یې له تاوتریخوالي ډک وو، لویه وېره یې خپره کړه او نه یوازې حکومتونه، بلکې ډېرې منځ لارې مذهبي ډلې او ان په سیاسي اسلام باورمن سازمانونه یې پر وړاندې ودرېدل چې مهار یې کړي.
په دې منځ کې افغانستان له دې ایډیالوژۍ سره هېڅ اړیکه ونه مونده او څوک یې ان له الفبې سره هم اشنا نه شول. دودیز اسلام په تېره بیا پر حنفي فقهې ولاړ اسلام چې بنسټ ایښودونکی یې د هېڅ اهل قبلې تکفیرول جایز نه ګڼي، د تکفیر له دې ایډیالوژۍ سره جوړ نه و. خو په افغانستان کې د تکفیرولو بهیر، له دې بهیره جلا له بل ځایه پيل شو چې دوه پړاوونه یې درلودل.
د تکفیر لومړۍ څپه په افغانستان کې د چپي ګوندونو د ایډیالوژۍ په غبرګون کې راولاړه شوه. دا هغه وخت و چې په څلویښتمو او پنځوسمو شمسي کلونو کې په هېواد کې د کمونیستي ګوندونو پر وړاندې د اخوان المسلمین د ایډیالوژۍ پلویان ودرېدل. اوس داسې کافي مدون اسناد نشته چې معلومه کړي چپي ګوندونو له دین سره دښمني په خپله اجنډا کې درلوده که دا یوازې یو تهمت و چې د مخالفانو له لوري پر دوی لګېده. خو دا چې دې ګوندونو له روسیې او کمونیستي چین سره اړیکي لرل او لږ تر لږه ځینو غړو یې ماتریالیستي تمایل درلود، د مخالفانو له خوا د دین دښمنو ګوندونو په حیث وپېژندل شول او کافر وګڼل شول.
تر دې وخته تکفیرول یوه محدوده محفلي چاره وه چې یوازې د ځوانو مسلمانانو ځینو فعالانو به په خپلو خاصو غونډو کې مطرح کوله او لا یې د ټولنې عمومي محیط ته داسې لاره نه وه کړې چې عمومي افکار تر اغېزې لاندې راولي. کله چې د ثور کودتا وشوه او حکومت د کمونیستي ګوندونو لاس ته ورغی، د تکفیر توره له تېکه راوایستل شوه.
لومړي سر کې حکومت د دین دښمنه رژیم په توګه معرفي شو او پر ضد یې مبارزه په همدې نامه پیل شوه. دا هم پوره جوته نه ده چې د خلق او پرچم د ډلو د ځینو غړو له کمونیستي تمایلاتو ورها خوا، دې حکومت پخپله هم له دین سره د دښمنۍ کومه اجنډا لرله که نه ځکه چې له دین سره د دې حکومت د دښمنۍ د نښې تر ټوله جوته چاره هغه سوسیالیستي سیاست ګڼل کېږي چې له مخې یې د لویو ځمکوالو ځمکې مصادره او پر بې وزلو وویشل شوې. حال دا چې دا چاره په یوازې سر له دین سره د دښمنۍ دلیل نه شي کېدای ځکه چې تر دې مخکې ځینو مسلمانو تیوري جوړونکو د اسلام په سوسیالیستي تعبیر لاس پورې کړی و او اشتراکیت یې د دین له هدفونو سره مطابق ګنلی و. دا خبره مشهوره ده چې د ایران پر ډاکتر علي شریعتي او ایت الله محمود طالقاني سربېره، د سوریې د اخوان المسلمین مشر مصطفی سباعي په “اشتراکیة الاسلام” او په مصر کې سیدقطب په دوو کتابونو “الاسلام و الرأسمالیة” او “الاسلام و العدالة الاجتماعیة” او همدارنګه محمد غزالي په “الاسلام و الاشتراکیة” کتاب کې هڅه کړې وه چې سوسیالیزم له اسلامي صبغې سره معرفي کړي. (5)
په هر حال، په کابل کې د «خلق او پرچم» د حکومت له کافر ګڼلو او پر ضد یې د جهاد له اعلانولو سره، د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د تکفیر توره د ټولو لاس ته ورغله. د جهاد د پیل په لومړیو کلونو کې اکثره هغه کسان چې وسله یې واخیسته، له سواده له پوهې محروم خلک وو او ان ځینې یې پخوا غله او داړه ماران وو خو له داسې حکومت سره د نښتې په سبب چې دین دښمنه معرفي شوی و، ورته د مجاهد نوم چې یو ډول مقدس نوم و، ورکړل شو. لا تر اوسه د داسې څېړنو تشه شته چې وښيي د جهاد د بېرغ د اوچتوونکو څومره کسان په فکري او ایډیالوژیک لحاظ له جهاد سره اشنا وو.
په هغو شرایطو کې د یو چا د کافر ګڼلو لپاره همدا بس و چې د کمونیستي حکومت په صف کې به ولاړ و. دا مهمه نه وه چې دوی به رسماً تکفیرېدل که نه خو مهدورالدم ګڼل کېدل او د هغوی د مال غصبول او د وینې تویول مباح وو. دا چې د تکفیر لپاره داسې معیارونه او ضوابط چې فقهي او کلامي اساس ولري، نه وو نو تکفیرول په داسې اجتهادي چاره بدل شوي وو چې هر ټوپکوال کولای شول په دې برخه کې اجتهاد وکړي او همدا چې په یو چا کې د نامسلمانۍ وړه نښه وویني، اعدام یې کړي. د نامسلمانۍ نښې کېدای شوې د ږیرې خریېل، د دریشۍ اغوستل، په دولتي ښوونځیو او پوهنتونونو کې معلمي، د سواد د زده کړې د کورسونو معلمي او یا دې ځایونو ته د خپلو اولادونو لېږل وي. (د غزني په یوه جهادي قوماندان پورې ویل کېږي چې سپرلۍ به یې له موټرو کښته کړې، هر چا ته به یې پوزه ورنږدې کړه، ځینې به یې یوې خوا ته ودرول چې دا کافران دي. ده ادعا کوله چې کافر په بوی پېژني. ژباړن)
د کمونیستي حکومت له خوا د مخالفانو بې رحمانه ځپل او په ډله ییزو قبرونو کې یې ښخول، داسې خونړۍ فضا رامنځته کړې وه چې د ډېرو غوسه یې راوپاروله. په هرات کې د کب د څلورویشتمې پاڅون د دې متراکمې غوسې یوه شغله وه چې لمبه یې ښکاره شوه او د دولت د اعتبار په کمزوري کولو سره یې د لا زیاتو وسله والو ډلو د راډبره کېدو زمینه برابره کړه او دا ډلې بیا مختلفې صبغې او سلیقې درلودې.
د واکمن دولت تکفیرول او د هر هغه چا مهدور الدم ګڼل چې له دې دولت سره یې همکاري کوله، ورو ورو په عامه کچه په منل شوې چاره بدل شول او پر همدې اساس ډېرې وینې وبهول شوې، د عادي سرتیري، چې په زوره به جنګ ته بېول کېدل، له وینې رانېولې د عادي ملکي کارمندانو تر وینې پورې. ان د دې رژیم د عمر په وروستیو کلونو کې چې ډاکتر نجیب الله سخته هڅه کوله چې دا تور له ځان او له خپل حکومته پاک کړي، بیا هم نظامي ډوله ځواکونه یې چې «ملیشې» بلل کېدې، د ډېرو مجاهدینو له خوا کافر ګڼل کېدل. دلته وضعیت دومره کړکېچن او خراب و چې د دې موضوع د څېړلو لپاره د فقهي بحثونو مطرح کولو ته اړتیا نه لیدل کېده چې وښيي دقیقاً په کوم وضعیت کې کولای شو څوک کافر وګڼو او څوک د دې حکم د صادرولو حق لري او دا چې د حکم صادروونکي او تورن ته به یې پایلې څه وي.
ښايي یوازینی فقهي بحث چې په پېښور کې به د عربي ژبو جهادي څېرو تر منځ په کراتو مطرح کېده، دا و چې د صدر اسلام په څېر د کابل حکومت د اسیرانو ښځمنې وینزې کړي که متفاوت چلند ورسره وکړي. په هاغه وخت کې د عربي ژبو مشهورو څېرو په منځ کې ډاکتر عبدالله عزام تر ټولو معتدل وګړی و چې د افغانانو د قبیلوي جوړښت پر بنا یې د ښځو مینزې کول، د جهاد په تاوان ګڼل. ده پر هغو عالمانو چې له دې کار سره موافق وو، نیوکه کوله چې د افغانستان د قبیلوي دودونو له مخې که د یوې قبیلې یوه ښځه اسیره یا وینزه شي، ټوله قبیله به دا کار د ځان سپکاوی او پر ځان تېری وګڼي او بې پلوه او ان د مجاهدینو پلویان به د خپل حیثیت د دفاع په خاطر راوپاڅي. یعنې د کمونیستانو او تکفیر شویو د ښځو وینزې کول په اصل کې خو جایز دي خو د وخت د مصالحو په خاطر باید منع شي.
سره له دې چې له ډېره وخته د مسلمانانو په فقهي – کلامي سنت کې د تکفیر په اړه جدې خبرې اترې روانې وې او د تکفیر د ضوابطو په رامنځته کولو کې د لویو عالمانو او متکلمانو له خوا مهمې هڅې شوې دي چې لږ تر لږه له د خپل سرو تکفیرولو مخه ونیول شي خو د جهاد په کلونو کې په دې اړه هېڅ نظري هڅه ونه شوه او ان یوه رساله هم د تکفیر د ضوابطو په اړه ونه لیکل شوه. یوازې هغه مهال چې د مجاهدینو په منځ کې خپل منځي وژنو زور واخیست، عبدالله عزام یو وړوکی کتابګوټی ولیکه چې نوم یې و «د مسلمان د قتل جریمه». په دې کتابګوټي کې د تکفیر د ضوابطو په اړه مستقیم بحث نه و شوی خو د مسلمان په لاس د مسلمان پر وژلو یې په فقهي لحاظ نیوکه کړې وه.
په هماغه کلونوکې په پاکستان کې د افغان مهاجرو په کمپونو کې د ایډیالوژیک تکفیر هماغسې تخم چې په عربي نړۍ کې لیدل شوي وو، مخ په زرغونېدو وو. دا کښت د ځینو توندلارو عربو لکه د ایمن ظواهري غوندې کسانو له خوا په خاصو کړیو کې پالل کېده. لومړنۍ نښه یې خپله د مجاهدینو په منځ کې ډلبندي وه چې د دوی په باور ځینې ډلې مردودې وې او تر ټولو مهم کس چې دوی ورباندې شک درلود احمدشاه مسعود و. مثلاً ډاکتر موسی قرني چې معتدل عرب رهبر او د عبدالله عزام نږدې ملګری و، له الحیاة جریدې سره په مرکه کې ویلي وو چې د عرب جهادګرانو په منځ کې څو ځلې د احمدشاه مسعود د تکفیر په اړه بحث شوی و او یو ځل خو پوره یوه اونۍ په دې اړه اختصاصي جلسې شوې وې. سره له دې چې عبدالله عزام او موسی قرني هر یو جلا جلا پنجشیر ته لاړل چې له نږدې له مسعود او د هغه له کارونو سره اشنا شي او وروسته عزام د خپل سفر په اړه کتاب هم ولیکه چې د مسعود په باب مثبتې خبرې په کې وې خو دې کار عملاً د نورو پر تکفیري لید اغېز ونه کړ. (6)
د ډاکتر نجیب الله تر راپرځېدو او د مجاهدینو تر راتګ وروسته چې کورنۍ جګړې او اختلافونه ورسره مله وو، د تکفیر توره هماغسې استعمال شوه، په تېره بیا د دولت د مخالفانو له لوري چې ادعا یې کوله په دولت کې د پخواني رژیم ځینې عناصر شته نو دا اسلامي دولت نه شي کېدای. د همدې استدلال په وجه هم عرب جنګیالي او هم د پاکستان د جماعت اسلامي جنګیالي د حزب اسلامي تر څنګ او د دولت پر ضد وجنګېدل. که تر دې مخکې هڅه شوې وای چې د تکفیر لپاره علمي ضوابط او قواعد رامنځته شي، داسې ګډوډي به نه جوړېده. په واقعیت کې هغه مجاهدین چې له حکومت سره وو پخوا پخپله د نجیب الله د حکومت پر ضد د تکفیر وسله کارولې وه او اوس پخپله په همدې وسله وژل کېدل.
د طالبانو او مخالفو جهادي ګوندونو تر منځ په جګړو کې اول سر کې د «شر او فساد» پر ضد د مبارزې شعار راپورته شو او له تکفیره کار وانه خیستل شو. خو د عربي سازمانونو کسانو د احمدشاه مسعود او د هغه د نورو ملګرو د تکفیرولو باک نه درلود او په همدې دلیل یې انتحاريان ورته پیدا کړل چې ختم یې کړي. دا چې ولې لا هم له تکفیره په بربنډه او تونده توګه استفاده ونه شوه، وجه یې دا وه چې په فقهي لحاظ ان عام پسنده دلیلونه هم ورته نه پیدا کېدل. ټول پوهېدل چې د دیندارۍ د اندازې په لحاظ دغه دښمنې ډلې سره ورته دي او توپیر سره نه لري. ان د شریعت د نه تطبیقولو بهانه چې عربو به د تکفیر لپاره کاروله هم د مسعود او ځینو نورو جهادي قوماندانانو په اړه سمه نه وه. په همدې دلیل د دې وسلې قوت یو څه کم شوی و.
د تکفیرولو دویمه څپه هله راولاړه شوه چې د طالبانو پر ضد د ناټو ځواکونو حملې پيل شوې او د دوی حکومت یې ورړنګ کړ.
د اسلامي حکومت په راپرځولو کې له نامسلمانانو سره همکاري د تکفیر لپاره کافي بهانه وه. د طالبانو تر راپرځېدو وروسته، اسامه بن لادن له الجزیرې سره په خپلو لومړنیو مرکو کې برهان الدین رباني او همکاران یې مرتد او بې دینه وبلل. واقعیت دا و چې د ثور د انقلاب شرایط له لږ څه توپیر سره بېرته راژوندي شول. ظاهراً د دعوې په یوه خوا کې هغه کسان وو چې غوښتل یې سوچه اسلامي ټولنه او حکومت رامنځته کړي او په بله خوا کې هغه حکومت چې د کمونیستي حکومت په څېر پر نامسلمانانو د تکیې پر اساس رامنځته شوی و. وروسته د پاکستان د استخباراتي سازمان، په دوی پورې اړوند د دیني مدرسو او په افغانستان کې د دوی د همفکرانو تبلیغاتي ماشینونه، په ایران پورې د اړوندو ډلو تر څنګ میدان ته راودانګل چې دغې دعوې ته چې اصلاً هم د افغانستان د ډلو او قومونو تر منځ او هم د سیمه ییزو او نړېوالو ځواکونو تر منځ سیاسي دعوا وه، یو مخ مذهبي او دیني رنګ ورکړي او د کفر او ایمان تر منځ د کرښې په راځلولو سره د تکفیر وسله لا هم هماغسې په لاس کې ولري.
دا ځل خطرناکه خبره دا ده چې په دې تورې سره درې لیسزې وینې بهول شوې دي خو لا یې هم په تېکي کې د بېرته ایښودلو لپاره هېڅ تدبیر نه دی سنجول شوی، بلکې برعکس لیدل کېږي چې اوس د تکفیر ایډیالوژي هم د دېرش کلنې جګړې او وژنو پر دودونو زیاتېږي. دې سره به دا بهیر لا زیات مشروعیت خپل کړي. لا هم په هره بهانه او هر ځای کې هره مذهبي ډله چمتو ده چې په اسانۍ سره دا توره راوباسي او خپل مخالفان او رقیبان په وګواښي.
اوس نو د موسیقۍ په شان له عادي مسایلو رانېولې تر پوره سیاسي بحثونو پورې لکه له نورو سره د ستراتیژیکو تړونونو تر لاسلیکه پورې په یو ډول سره د تکفیر له قضیې سره تړاو ورکول کېږي. له بهرنیو سفارتونو او موسسو سره کار کول، د افغانستان په اردو او پولیسو کې دنده، د ملګرو ملتونو په موسساتو کې کار کول، د ملي ورځ په توګه د نوروز لمانځل او ان د هندي سریالونو ښه ایسول یا د ږیرې خریېل، د ځینو ډلو له خوا د تکفیر د حکم لپاره کافي ګڼل کېږي.
دې ته په کتو سره چې په افغاني ټولنه کې کلامي بحثونه ناروغ دي، په علمي مرکزونو کې د فلسفې فقر لیدل کېږي او په هېواد کې په عمومي کچه د عواطفو او احساساتو څپې غالبې دي نو ظاهراً دا هیله نه شو لرلای چې د تکفیر ور دې په دې نږدې وختونو کې بند شي. تر څو پورې چې دا توره په ټېکه کې وانه چول شي، دا تمه نه شو کولای چې د انسان ژوند دې درنښت ومومي او د ژوند حریم خوندي شي. دا خبره هم باید وکړو چې ځینې ډلې او جماعتونه خاصه تنده لري چې یوه پلمه په لاس ورشي او د نورو وګړو یا ډلو په تکفیرولو لاس پورې کړي. دوی همدې ته ناست دي چې په چا کې یوه نښه ووینې او تکفیر یې کړي.