د کرکې او کینې دیانت

د جهادیزم ایډیالوژي چېرته روانه ده؟

د جهاد په اړه له ډېر پخوا، د اسلامي تمدن د جوړېدو له لومړیو پېړیو فني – تیوریکي بحثونه شته وو چې دا وښيي چې ایا د دین په قاموس کې جهاد یوازې د وسله والې جګړې مانا لري که د پراخو هڅو مانا چې ډېر ظاهري او باطني اعمال رانغاړي. یا دا چې د وسله والې جګړې په مانا جهاد، د تېري او یرغل پر وړاندې د ځان د مشروع دفاع لپاره وي که د مقدسې جګړې او د نورو دینونو د پیروانو د ماتولو لپاره. همدارنګه دا چې په دې مانا جهاد“حسن لذاته” دی که “قبیح لذاته و حسن لغیره” (د فقیهانو د اصطلاحاتو مطابق).

خو په دې لیکنه کې د دې پر ځای چې جهاد له دې نظره وکتل شي، بله پوښتنه څېړل کېږي، هغه دا چې جهادیزم څه غواړي او د مسلمانو ټولنو لپاره به څه ډول برخلیک وټاکي.

ښه به وي چې د «جهادیزم» مانا روښانه شي چې له مطلق جهاد سره غلط نه شي. نن سبا جهادیزم هغې ایډیالوژۍ ته ویل کېږي چې:

  • اساساً جهاد وسله واله جګړه ګڼي او
  • په همدې مانا جهاد د اسلام تر ټولو مهم رکن او ښايي تر توحید وروسته یې په دویمه درجه کې بولي او
  • په اوسنیو شرایطو کې د وسله والې جګړې تر څنګ بله هر رنګه هڅه لکه علمي فعالیتونه، ټولنیز خدمتونه، سیاسي هڅې، فرهنګي اصلاحات او … کم اهمیته ګڼي او
  • دا لاره له بې شمېره ستونزو د مسلمانانو د خلاصون یوازینۍ لاره ګڼي او
  • په دې برخه کې مشروع دفاع کافي نه بولي او یرغلیز جنګونه هم د جهاد مهمه برخه ورته ښکاري او
  • په دې جګړه کې که لازمه وي، د مدني خلکو د وژلو باک هم نه وي.

که څه هم چې دا ایډیالوژي په ځینو دودیزو منابعو کې ریښه لري خو دا اوسني جوړښت یې اوږده مخینه نه لري او د څېړونکو په باور پیدایښت یې د سید قطب د لانجمن کتاب “معالم فی الطریق” پورې غوټه دی. دا کتاب د شلمې پېړۍ په شپېتمو کلونو کې لیکل شوی دی.

څه موده وروسته ځینو مذهبي ځوانانو چې عمدتاً د اخوان المسلمین کسان وو، له دې کتابه په الهام اخیستلو سره یوه نوې ډله جوړه کړه چې نوم یې و «الجهاد الاسلامي». هغه تخم چې سید قطب شیندلي وو، د عبدالسلام فرج په لاس د «المواجب المکتوم» کتاب په لیکلو سره زرغون شول. دا سړی د اسلامي نړۍ له نظریه جوړوونکو او د ایمن ظواهري له نږدې همفکرانو څخه و. الجهاد د دې ډلې ځانګړی نوم و خو ورسره هم مهاله دوو نورو بهیرونو چې د «معالم فی الطریق» په کتاب کې یې نسب یو دی، د دې مفکورې د خړوبولو هڅه کوله. یو یې جماعة المسلمین و چې په الهجرة مشهور شو او بل یې الجماعة الاسلامیة چې شیخ عمر عبدالرحمن د دې بهیر ړوند رهبر تاوتریخوالي ته د خلکو د هڅولو په وجه زیات مشهور شو.

د پخواني شوروي د سره پوځ پر وړاندې د افغانستان جهاد، په لومړي سر کې له دې ایډیالوژۍ سره نه و پیوند او په فکري لحاظ یې زیاتره د مصر له اخوان، د پاکستان له جماعت اسلامي او د ایران د ځینو ایډیالوژیکو مفکرانو لکه شریعي او مطهري الهام اخیستی و.

ځینې جهادي رهبران او د مجاهدینو سیاسي څېرې د سید قطب له مفکورو سره اشنا وو خو زیاتره د هغه «په اسلام کې ټولنیز عدالت» له کتاب او ځینو نورو اثارو سره بلد وو چې د چپي مفکورو د ګرم بازار په کلونو کې یې د ډېرو ځوانانو پام ځان ته اړولی و.

د افغانستان جهاد لا له کوم ځانګړي ایډیالوژيکي چوکاټ سره نه و غوټه شوی او مختلفې ډلې له مختلفو فکري – سیاسي تګلارو سره ورته راغلې وې. ښايي د دوی تر منځ یوازینی ګډ ټکی به د شوروي نیواکګرو پوځونو او د هغوی تر ملاتړ لاندې حکومت سره جنګ و.

د جنګ له غځېدو سره د جهاد جبهو ته د وردانګلو لپاره د عرب جنګیالیو سېل د پاکستان خوا ته رامات شو. په دې منځ کې تر ټولو مشهوره څېره ډاکتر عبدالله عزام و چې متخصص فقیه او د اخوان المسلمین غړی و. هغه په څو ځایونو کې دا خبره یاده کړې ده چې له څلورو کسانو اغېزمن شوی دی: په عقیده کې له ابن تیمیه، په روحي چارو کې له ابن القیم، په فقه کې له نووي او په فکري مسایلو کې له سید قطب. (7) ده د خپل څو بُعدیز شخصیت په وسیله وکولای شول د جهاد ایډیالوژي په داسې خاصه مزه وړاندې کړي چې د دې ایډیالوژۍ نور تیوریسنان ځنې بې برخې وو. د عزام اثار د جهاد د ایډیالوژۍ د ناڅاپي ودې سبب شول او د اسلامي ملکونو د ډېرو ځوانانو په منځ کې د دې ایډیالوژۍ له پراخېدو سره یې مرسته وکړه. البته تر ده وروسته په دې ایډیالوژۍ کې د نووي د فقهې او د ابن القیم د اخلاقیاتو پل ورک شو او د ابن تیمیه اعتقادي بریدټاکنو او د سید قطب ایډیالوژیکۍ خط کشیو د هغه ځای ونیو.

وروسته بیا د پاکستاني – کشمیري پر ځینو ډلو سربېره، له مصر، د عربستان له ټاپووزمې او د افریقا له شماله خواره واره جهادیستان پر دې ایډیالوژۍ راټول شول. ښايي یوه لسیزه به تېره وه چې د «الجهاد العالمي» په نامه یو بهیر راوټوکېد چې محور یې د القاعده سازمان و. دې بهیر له قفقاز او منځنۍ اسیا رانېولې د افریقا تر غربه پورې د شبکو په جوړولو پیل وکړ او د نورو اسلامي خوځښتونو او جماعتونو لکه اخوان، حزب التحریر، تبلیغي جماعت، سنتي سلفیانو او نورو لپاره په جدي رقیب بدل شو.

سره له دې چې دا پخوانیو جماعتونو او خوځښتونو نړېوال بُعد درلود او هڅه یې کوله چې ایډیالوژي یې سیمه ییز رنګ ونه لري خو په عملي لحاظ بیا هر کله چې د یوه مشخص سازمان او ګوند په چوکاټ کې راڅرګند شوي دي، په چارو کې یې سیمه ییزو ستونزو او اړتیاوو لږ ډېر ځای نیولی دی ځکه خو په دوی کې په سیاسي – ټولنیز ډګر کې یو ډول رنګارنګي لیدل کېږي. مثلاً د فلسطین حماس ډلې چې اصلاً د اخوان المسلمین یوه څانګه ده، تل هڅه کړې ده چې په فلسطین کې خپلو خاصو شرایطو او له اسراییل سره تقابل ته لومړیتوب ورکړي او له هغو لانجو لرې پاتې شي چې د اخوان نورې څانګې یې له خپلو حکومتونو سره لري. د عراق، سوریې، کویت، الجزایر او نورو ملکونو اخواني ډلې هم همداسې درواخله.

خو نړېوال جهادیزم بیا هڅه کړې ده چې په بحثونو کې یې سیمه ییزې اندېښنې تتې شي او په داسې ژبه وغږېږي چې ګواکې په ټوله دنیا کې د مسلمانانو یوازینی استازی دی. په عملي لحاظ یې هم داسې تکتیکونه غوره کړي دي چې د خپلو غړو او څانګو لپاره انتهايي نرمښت په کې وي دا په دې چې د هېوادونو تر منځ شته سرحدونه یې د موخو د دوام خنډ نه شي. په همدې خاطر یې ځینې مهمې څېرې له اسیا تر افریقا او له لرې ختیځه تر منځني ختیځه خوځندې پاتې شوې دي.

د دې بهیر په نظر د جنګ میدان هم پراخ او پراخېدونکی دی. مسکو او واشنګټن هماغومره د جګړې ډګر ګرځېدای شي څومره چې حرمین شریفین کېدای شي. په مادرید او لندن کې چاودنه هماغه حکم لري چې په افغانستان، پاکستان، عراق یا بل هر ځای کې د انتحاري عملیاتو لپاره وي. په تایلند کې د الوتکې راغورځول هماغومره اهمیت لري څومره چې د یمن په ساحلونو کې د بېړۍ چول یا په تانزانیا کې د ودانۍ نړول. ټوله دنیا د هغې جګړې میدان دی چې دې بهیر د خپلو مخالفانو پر ضد اعلان کړې ده او هېڅ ځای د دوی له ډزو نه دی بچ.

د دې بهیر په نظر دښمن یوازې هغه ځواکونه نه دي چې رسماً د مسلمانانو پر خاورو تېری کوي، بلکې هر حکومت او هره ډله چې د ده له دریځونو سره مخالف وي، د دوی دښمن ګڼل کېږي او ان که یې اړتیا وي، بې پلوه مدني وګړي هم د حق او باطل تر منځ په جګړه کې د بې پلوۍ په جرم د دښمن د پلي ځواک په شان د دوی له تېغه تېرېدای شي. د دې کار بېلګه د تېرې پېړۍ په نویمو کلونو کې په الجزایر کې ولیدل شوه چې د اټکل له مخې خوا و شا دوه لکه کسان په کې قرباني شول.

د جهادیزم د ایډیالوژۍ یوه ځانګړنه دا ده چې له تاریخي پوهې محرومه ده او همدا محرومیت تېر او راتلو��کي ته د دوی د لید بڼه تعینوي. دا بهیر پر هغو اصلاحي او نوپالو هڅو باور نه لري چې په نولسمه پېړۍ کې د ختیځ د رنسانس په خاطر شوې دي. له دې نظره، نه سید جمال الدین او محمد عبده کوم اهمیت لري او نه خیرالدین تونسي او علال فاسي. د لاهوري اقبال او مالک بن نبي الجزایري او ډېرو نورو کسانو هغه ډېر ښه فکري او فرهنګي فعالیتونه د وخت ضایع کول وو، هغه کارونه خو لا پر ځای پرېږده چې په څه باندې یوې پېړۍ کې په ترکیه، ایران، مصر، مالیزيا او ځینو نورو هېوادونو کې د مسلمانو حکومتونو یا ځینو سازمانونو او بنسټونو له خوا د پراختیا او مډرن دولت د جوړولو په لاره کې شوي دي.

په دې ایډیالوژۍ کې په تېر تاریخ کې یوازې د اسلام څو لومړنۍ لسیزې او ځینې نور وختونه چې د اسلامي فتوحاتو تاریخ بلل کېږي، اهمیت لري او تر هغه راوروسته دورې د جاهلیت دورې ګڼل کېږي چې له نګه اسلام سره تړاو نه لري. هغه علوم او هنرونه چې د اسلامي تمدن د زېږېدو سبب شول، د دې ایډیالوژۍ په نظر خاص اهمیت نه لري ځکه چې د مختلفو اسلامي فرقو او مذهبونو د ګوتو نښې په کې ښکاري چې له لازمې پاکدینۍ څخه محروم وو. یوازې د اسلامي علومو هغه ټوټې له دې قاعدې مستثنا ګڼل کېدای شي چې د دې ایډیالوژۍ له معیارونو سره اړخ لګوي.

په دې ایډیالوژۍ کې راتلونکی هم تر تېر بهتره بخت نه لري. د دې لپاره چې د سرتېرو توان او وخت ضایع نه شي او له غوره شویو هدفونو لرې نه شي، ان د دوی په رهبرۍ کې هم د هغو علومو زده کړې ته توجه نه کېږي چې د ټولنې د پراختیا او مدیریت په درد لګېږي. په افغانستان کې د دې بهیر د تړونوالو طالبانو شپږ کلن حکومت وښودل چې دوی راتلونکي ته په کوم نظر ګوري. اساساً تر اوسه پورې چا نه دي لیدلي چې دې بهیر دې غیر له دې چې ځوانان جګړې ته ولمسوي، د راتلونکي د جوړولو لپاره کومه طرحه وړاندې کړې وي. په بله وینا، د دې بهیر ټول مهارت په سلبي بُعد کې دی نه په ایجابي بُعد کې. یعنې ټول فکر و ذکر یې پر ورانولو او د مقابل لوري پر بربادولو راټول دی او تر هغه وروسته د راتلونکې سبا فکر ورسره نشته.

د دې بهیر تنده یوازې د دښمن په بربادولو نه ماتېږي، بلکې څنګه چې طالبانو وښودل، د حکومتي نظم او انضباط له ړنګولو رانېولې، د پوځ او پولیسو تر ختمولو، د لرغونو تمدنونو د نښو (لکه د بامیان د مجسمو) تر ورانولو پورې مخ ته ځي. په لیبیا او مالي کې د دې بهیر د نورو څانګو کړنې چې د صوفیانو زیارتونه یې ونړول او ځینې لرغوني اثار یې وسېځل، له هغو تمایلاتو سره ورته دي چې د دوی مصري همفکران یې په سر کې لري او غواړي چې د فرعونانو د وختونو پاتې شوني اهرام، ابوالهول او نور شیان له منځه یوسي.

جهادیزم د وروانولو ځواکمنه څپه راخوشې کړې ده خو د بیارغولو او ابادولو د تفکر په جوړولو کې پاتې راغلی دی. دا بهیر یوازې د یوه ځانګړي عامل محصول نه دی، بلکې تر شا یې ګڼ عاملونه پراته دي. ښايي په عاملونو کې یې یو هم د رغوونکې مفکورې په جوړولو کې د پخوانو بهیرونو او جماعتونو ناکامي وي لکه هغه حکومتونه چې ویې نه شول کولای په عمل کې دا رغاونه عملي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *