د کرکې او کینې دیانت

لیکوال: محمد محقق

ژباړن: ډاکتر محب زغم

انتحاري عملیات او د درولو هڅه یې

د افراطیت یوه عملي او دردناکه نتیجه د ډاروونکو انتحاري عملیاتو خپرېدا ده چې غالباً ړوند عمل کوي او زیاتره بې ګناه وګړي وژني. په دې لحاظ انتحاري عملیات په افغانستان او سیمه کې ژوره اندېښنه زېږولې ده. ډېر خلک هڅه کوي چې د دې څپې د مهارولو لاره ومومي او د دې ټولنو زیانمن شوی امنیت ورته راستون کړي. په دې منځ کې د دیني عالمانو نقش لا زیات اهمیت لري ځکه چې دا عملیات تر هر څه زیات او تر هر څه وړاندې پر مذهبي انګېزو تکیه کوي. په همدې خاطر د مختلفو کچو سیاسي مسوولان د دیني عالمانو لمن نیسي چې له دې بهیر سره په مقابله کې ورسره مرسته وکړي او په اتفاق سره دا عملیات حرام وګڼي او مشروعیت یې له بېخه نفي کړي.

ډېره موده کېږي چې حاکمانو او سیاستوالو د انتحاري عملیاتو د تحریمولو او له هغې سره د غوڅ مخالفت په اړه له دیني عالمانو سره خبرې کوي خو تر اوسه چندانې کامیابه شوي نه دي.

دا چې له انتحاري عملیاتو سره مقابله فوق العاده مهمه ده خصوصاً هله چې قربانیان یې ملکي وګړي وي، او دا چې هم خلک او هم حکومتونه په پراخه کچه دا شی له عالمانو غواړي نو وجه یې څه ده چې په عمل کې داسې اجماع نه ده شوې او دا قضیه لا هم د متضادو تا ویلو ما ویلو په ابهام کې پاتې شوې ده؟

داسې برېښي چې څو اساسي عاملونه دي چې په دې برخه کې یې شک او ابهام رامنځته کړی دی او دا عاملونه به داسې زر نه لرې کېږي او نتیجه به یې دا وي چې زموږ ټولنې به همداسې له دې مرګونې ننګونې سره لاس و ګرېوان پاتې وي.
د انتحاري عملیاتو په اړه د ابهام یو عامل دا دی چې د دیني متولیانو پر نسبتاً زیاتې برخې عام فکرونه غالب دي. هم هغه کسان چې غواړي د مهمو مذهبي څېرو په حیث معرفي شي او هم هغه ګوندونه او ډلې چې دا ادعا لري، عامیانه سلیقو ته لومړیتوب ورکوي او ځنې ډارېږي. اکثره یې د لارو کوڅو د خلکو نبض کسي او خپل بحث او پیغام داسې تیاروي چې د هغوی د خوښۍ سبب شي. البته عام وګړي د انتحاري عملیاتو پلوي نه دي ځکه چې تر ټولو زیات قربانیان یې همدوی دي خو دا چې حکومتونه د اساسي خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي او د اکثرو خلکو ژوند نه دی ښه شوی نو د خلکو په منځ کې یو ډول پټه غوسه شته. ځینې دیني متولیان له دې وضعیته ګټه پورته کوي او غوره ګڼي چې له خپلو مخاطبانو سره یوه خوله اوسي، د احساساتو پر څپو سپاره شي او خپل موقف ورسره ټینګ کړي. دې کسانو ته عمومي امنیت او عامه هوساینه دومره مهمه نه ده، څومره چې خپل ټولنیز مقام ورته مهم دی او نتیجه یې دا راووځي چې د غوسې او بل ځپلو د احساساتو اور ته په پوکي سره د تاوتریخوالي او کرکې ټغر غوړوي او څوک چې انتحار کوي، له همدې ټغره راپاڅېږي.

په دې برخه کې د شک بل عامل دا دی چې له دیني نصوصو څخه د متفاوتو انګېرنو او تاویلو د اخیستلو امکان شته. حقیقت دا دی چې په قران مجید کې د انتحاري عملیاتو په اړه قاطع نص نشته او په دې برخه کې یا خو د قتل نفس او ورته چارو د تحریم په اړه عمومیاتو ته رجوع کېږي او یا هغو حدیثونو ته چې د ځانوژنې په اړه راغلي دي او معمولاً د انتحار متعارفه مانا چې غالباً د ژور خپګان او اروايي ستونزو یا ورته عاملونو په وجه ترسره کېږي، نه پر شهادت د اعتقاد او د مقدسو ارزښتونو په لاره کې (البته په دې مورد کې هم کله کله د انتحار ریښې هماغه وي). په دې بحث پورې اړوند حدیثونه هم غیر له دې چې ورسره مستقیمه اړیکه نه لري، د ثبوت او قطعیت په لحاظ هم د تواتر په درجه کې نه راځي، بلکې د آحاد اخبار په ډله کې حساب دي چې یوازې ظن افاده کوي او بس. دا موضوع سبب کېږي چې هم د انتحاري عملیاتو مخالفان او هم یې موافقان د دیني نصوصو تاویل ته مخه کړي او د خپلې کړنلارې سره سم یې تفسیر او توجیه کړي. کله چې د تاویل خبره په منځ کې وي بیا نو اجماع او وروستۍ پرېکړې ته د رسېدو لاره نه وي او متضادې مناقشې به تر بې پایه وخته پورې وغځېږي.

په دې برخه کې د ابهام بل عامل د اصولي او کلامي مبحثونو کمزوري ده. له اصولي مبحثونو څخه منظور د فقهي د اصولو په علم پورې اړوند قواعد دي د اجتهاد او د فقهي مذهبونو د جوړېدو مبنا ده. د اسلام د تاریخ د سر په پېړیو کې چې د اسلامي تمدن د ښېرازۍ دورې ګڼل کېږي، هم اصولي مبحثونو او هم کلامي مبحثونو ته جدي پاملرنه کېدله او د اجتهاد تنور به ګرم و. نن سبا سره له دې چې بې شمېره دیني مدرسې او علمیه حوزې شته خو دا ډول علمي مبحثونو ته په میتودیک ډول پام نه کېږي او اکثره هغه کسان چې په دې مدرسو کې یې زده کړې کړې دي او مذهبي مرکزونو او منبرونو ته تللي دي، په دې ډول مبحثونو کې تسلط نه لري. دوی سره له دې چې د فقهې د اصولو علم ته د اجتهاد او د دیني نصوصو د فهم په برخه کې د یوه سیستماتیک علم په سترګه ګوري خو په عمل کې په حاده برسېرن پالنه اخته دي او سلفي تمایلونه په کې شدید دي، ان په هغو کسانو کې چې ظاهراً له سلفیت سره په تقابل کې دي. د کلام علم هم چې لږ تر لږه د اعتقادي مسایلو په تحلیل او له هغوی څخه په دفاع کې یې له فلسفې او عقلي میتودونو کار اخیست، اوس په دې مدرسو او حوزو کې یو مخ له پامه غورځول شوی دی. نتیجه دا چې هرکله د انتحاري عملیاتو خبره کېږي، علمي ضوابطو او قواعدو ته رجوع کمه وي او زیاتره په خطابي میتودونو مطرح کېږي.

بل عامل هم ورسره یوځای کولای شو او هغه زموږ په سیمه کې د سیاسي- ټولنیزو اوضاعو پېچلتیا ده چې که یو څوک په لوړه کچه سیاسي – تاریخي پوهه ونه لري، د ښه او بد تشخیص به ورته ګران وي. مانا دا چې مثلاً که یو تصور کوي چې له خارجي دولتونو په تېره بیا زبرځواکونو سره هر ډول اړیکه د هېواد په تاوان ده او بل فکر کوي چې په ګټه یې ده. یو کس داسې انګېري چې د متحده ایالتونو له هر تړونوال نظام سره مخالفت او غربي قدرتونو ته هر ډول تاوان رسول یو ډول جهاد دی او بل ګومان کوي چې دا یو ډول ملي خیانت دی. ځینې په دې باور دي چې موجود نظام د مدني فعالیتونو له لارې بدل کړو او ځینې وايي چې په هره لاره چې ممکنه وي. ځینې فکر کوي چې له ناټو سره هر ډول مخالفت، د ګاونډیو هېوادونو ژرندې ته اوبه خوشې کول دي او دا به د ګاونډیو استخباراتو ته خدمت وي او ځینې بیا فکر کوي چې له ګاونډیو ملکونو سره ملګرتیا کولای شي د استعمار پر ضد په مبارزه کې یو تکتیک اوسي. ځینو ته د اقتصادي او ټولنیز وضعیت ښه کېدل لومړیتوب لري او په دې برخه کې هر ډول مثبت بدلون ورته د استقلال او ازادۍ پېلامه ښکاري او ځینو ته بیا جهاد او د بهرنیو ځواکونو شړل د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري ان که د هېواد د بشپړې ورانۍ په بیه هم تمام شي.

په دې برخه کې اختلافونه او د لیدلوریو توپیرونه د ټولنې په مختلفو قشرونو کې په مختلفو اندازو شته او د مفکورو په دې تضادونو کې انتحاري عملیات هم په دومره مختلفو بڼو تفسیرېږي چې څوک یې د ځان مردارول بولي او څوک یې استشهادي عملیات.

دا خبره به هم په کې ورزیاته کړو چې اکثره هغه بنسټونه چې د مذهبي چارو رسمي متولیان دي، خپل اعتبار بایللی او خبرې یې یوازې پر محدودو مخاطبانو اغېز کوي نو دې ته زړه نه شو ښه کولای چې د یوه ځانګړي بنسټ یا د خاصو وګړو له یوې وینا سره به دا لانجه ختمه شي.

اوس نو اساسي پوښتنه دا ده چې له دې بندې لارې څخه د وتلو لاره هم شته که نه؟

که څه هم چې په دې برخه کې د ځینو دیني رهبرانو یا ځینو بنسټونو لکه د عالمانو د شورا دریځ بې اغېزه نه دی او په خپل حد کې د ستایلو وړ دی خو داسې نه برېښي چې د دې مسألې په اساسي حل کې دې مرسته وکړای شي ځکه له دې کار سره نه خو د عالمانو عوام ځپلې مفکورې سمېږي، نه د نصوصو د تاویل ستونزه حل کېږي، نه اصولي او کلامي مبحثونه تازه ژواک موندلای شي او نه د سیاسي – ټولنیزو شرایطو پېچلیتا ورسره کمېږي.

ښايي بهتره به دا وي چې د انتحاري عملیاتو د مشروعیت د سلبولو په خاطر د اساسي چارې د موندلو لپاره د وګړو او بنسټونو د هر ډول راڼه او غوڅ دریځ پر هرکلي سربېره ، نور ګامونه هم پورته شي چې د لیکوال په نظر تر ټولو مهم به یې دا وي چې زموږ په ملکونو کې د انسان ارزښت احیا شي او د وګړو د فکر په محراق کې خپل ځای پیدا کړي.

باید دا پوښتنه رامیدان ته کړو چې انسان هدف دی که وسیله؟ دا پوښتنه باید په پراخه کچه مطرح شي چې ټول هغه کسان چې په عمومي بحثونو کې ښکېل دي، په جدیت ورسره مخامخ شي او پر وړاندې یې خپل دریځ مشخص کړي.

که په خپله ټولنه او فرهنګ کې دې موضوع ته د نښو نښانو له نظره وګورو، وبه وینو چې د سیمې په رواج شوي عمومي باور کې، انسان هغه وسیله ګڼل کېږي چې باید د قبیلې، توکم، ګوند، ایډیالوژۍ، مذهب، دین، حکومت، وطن، فرهنګ او نورو په خدمت کې وي. دغه هره مقوله داسې مقدسه ګڼل کېږي چې انسان باید ځان ترې نه ځار کړي یا نور ورته قربان کړي.

دا پوښتنه لږه مطرح شوې ده چې دا مقولې دې ته پیدا شوي دي چې د انسان په خدمت کې اوسي او انسان ته ګټه ورسوي که برعکس، انسان دې ته پیدا دی چې د هغوی په چوپړ کې اوسي. کېدای شي په دې موضوع کې ابهام له دې راپیدا شوی وي چې د حقیقي او اعتباري چارو توپیر په واضحه توګه نه دی پېژندل شوی.

حقیقت دا دی چې تر اوسه پورې دا پوښتنه په جدي توګه نه ده مطرح شوې چې د اعتباري مقولو او حقیقي موجوداتو تر منځ نسبت څه دی؟ او دا چې کوم یو یې مقدم دی؟ که دا مسأله سمه وسپړل شي، په اسانۍ سره به پوه شو چې انسان حقیقي موجود دی او یادې مقولې اعتباري او یوازې حکمي دي او یوازې په ذهنونو کې د مفاهیمو په بڼه او د انسانانو په منځ کې د قراردادي مفاهیمو په توګه رامنځته شوي چې د هغوی ژوند ښه کړي. یادې مقولې انتزاعي چارې دي چې وجود یې یوازې ذهني بڼه لري او د واقعیت په عالم کې، د انسان له ذهنه بهر، د فرهنګ، دین، مذهب، ایډیالوژي، قبیلې، توکم، حکومت او … په نامه څه نشته. البته انسانانو هڅه کړې ده چې دې مقولو ته د فیزیکي اړخ د ورکولو په خاطر داسې بنسټونه رامنځته کړي چې په ودانیو او مشخصو فیزیکي ځایونو کې مستقر وي لکه دیني معبدونه، د سیاسي ګوندونو دفترونه، د قومي شوراګانو ځایونه، حکومتي ادارې او … خو ښکاره ده چې دا ځایونه له هغو مقولو سره عین شی نه وي او یوازې په دې خاطر ایجاد شوي دي چې مقولو ته وجود وبخښي. په عمل کې دا ناممکنه ده چې دین دې وي، بې له دې چې په فیزیکي بڼه کوم معبد ورته جوړ شي یا کولای شو ایډیالوژي ولرو بې له دې چې ورته دفتر ولرو او دا نور یې هم همداسې درواخله. مطلب دا چې په دې ټولو کې یوازې انسان حقیقي موجود دی چې حقیقي درد او رنځ ګالي یا واقعي لذت او هوساینه تجربه کوي.

له دې مهم اصل سره غفلت او د حقیقي چارو او اعتباري چارو په ګډولو سره، دې ته زمینه برابرېږي چې څوک د خلکو احساسات راوپاروي، پرګنې سړکونو ته راوباسي او ولسونه پاڅونونو ته مجبور کړي، چې توکم ته خطر پېښ دی، مذهب ته تاوان رسېدلی، دین ضعیف شوی او … حال دا چې دا توصیفونه یوازې د انسان په شان یوه حقیقي موجود ته اطلاقېدای شي او اعتباري چارو ته یې منسوبول یوازې په مجازي او استعاري بڼه سم وي. که پر دې خبرې دقت وشي، وبه پوهېږو چې د مجاز او استعارې لپاره د انسانانو وژل یا وژل کېدل به څومره پوښتنپاروونکي ښکاري.

د دې ټکي په درک کولو سره پوښتلای شو چې ولې انسان، دا حقیقي موجود، باید وهمي یا ذهني مقولو ته قرباني شي. ولې به دا مقولې اصل وګڼل شي او د انسان ژوند د هغوی په توابعو کې یوه تابع وګڼل شي. دا انسان دی چې پر دې مقولو او مفاهیمو د اعتقاد له لارې ورته وجود ورکوي او که انسان نه وي، نه به دین کومه مانا ولري، نه ایډیالوژي او نه توکم، قبیله، حکومت، دولت او نه بل اعتباري مفهوم.

یو څه چې زموږ په فرهنګ کې له ډېرې مودې راهیسې اپوټه شوی، دا دی چې فرع د اصل ځای نیولی دی او حقیقت د مجاز قرباني شوی دی. د یادو د مقولو د هرې یوې ارزښت له هغې ګټې سره برابر دی چې انسان ته یې رسوي او که هره یوه یې د انسان د تباهۍ او بربادۍ سبب شي، اعتبار یې له بېخه ختمېږي.

که دا اصل ومنل شي نو د دین، فرهنګ، قانون او حکومت هر تفسیر باید داسې وي چې د انسان د ژوند په ساتنه او د هغه د هوساینې پر لاره برابر وي او هر څه چې د دې بهیر پر خلاف وي او د انسان د تباهۍ او بربادۍ سبب شي، باید غیر انساني لاره وګڼل شي او ایسته وغورځول شي.

د لیکوال په باور، د انتحاري عملیاتو او هر ډول خونړیو او خشونت زېږوونکو عملیاتو پر وړاندې د مقابلې تر ټولو مهم ګام به دا وي چې دا پوښتنه مطرح کړو او ابهام ځنې لرې کړو. وروسته بیا د دیني نصوصو د متضادو تفسیرونو ستونزه او د عوام ځپلې مفکورې او خشونتپاله پوپولیزم او ان د سیمې د سیاسي – ټولنیز پېچلې اوضاع د مختلفو تحلیلونو ستونزه به د حل لاره ومومي. انسان ته د داسې لید په رڼا کې کولای شو د لانجو د ختمولو او د ابهامونو د رفع کولو لپاره یو معیار ولرو.

البته دا هم څرګنده ده چې یوازې د دې مسألې په ساده یادولو سره به اساسي بدلون رانه شي او باید شعر، ادب، هنر، پوهه، مفکوره، قانون او … ټول د دې چارې په بیان، تفسیر او توضیح کې برخه واخلي چې انسان د ارزښتونو د ارزښت په حیث په سر کې وي او د نورو ټولو مفاهیمو وجود او اهمیت انسان ته د خدمت او ګټورتوب پر اساس وي. په دې لاره کې یو اغېزمن ګام به دا وي چې د افراطیت د سرچینو منابع په دقیقه توګه وپېژندل شي.

هغو کسانو چې زموږ په سیمه کې یې د افراطیت سرچینې څېړلي دي، پر توندلارو جماعتونو او د هغوی پر سخت دریځې ایډیالوژۍ سربېره پر ځینو دیني مدرسو او پر نصاب یې هم نیوکه کړې ده. دوی اخطار راکوي چې که چېرې مدرسې ونه څارل شي او نظارت ورباندې نه وي، افراطپالنه به پراخه شي. دا به وګورو چې د دوی اندېښنه پر ځای دی؟ او د دې اندېښنې عاملونه کوم دي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *