د کرکې او کینې دیانت

لیکوال: محمد محقق

ژباړن: ډاکتر محب زغم

له افراطپالنې سره د چلند سیاستونو ته بیا کتنه

په دې کلونو کې له افراطپالنې سره د تعامل په چاره کې یو ډول ګنګوالی لیدل کېږي. نه دولت، نه سیاسي ډلې او نه د افغانستان نړېوال تړونوال توانېدلي چې په دې اړه ځانګړې ستراتیژي جوړه کړي. څه چې تر ټولو زیاتې پوښتنې پاروي، دا ده چې د افراطپالنې ایډیالوژيکي بُعدونه کمرنګه ښییل کېږي او قضیه د سیمه ییزو بغاوتونو حد ته راټیټېږي. د دوی تصور به دا وي چې د یو ډول پخلاینې زمینه مساعده او د سیاستوالو ستونزه پرې حل شي.

ښايي دوی به هېره کړې وي چې هرڅومره افراطیانو ته باج ورکړل شي، هماغومره به د هغوی فیزیکي ځواک پیاوړی شي او هماغومره به یې روحیه غښتلې شي او د خپل نړېوال حکومت د جوړولو هوډ به یې لا کلک شي.

د دې ستر ګواښ عاملونه مختلف دي او د هغو ځواکونو کړنو ته ورګرځي چې د افراطپالنې پر ضد مبارزه یې پر مخ بیوله. لیکوال په دې کې هېڅ شک نه لري چې د افراطي ډلو بیا ځواکمنېدل، د دوی د ذاتي وړتیاوو او توان محصول نه دی، بلکې د دوی د مخالفانو له کمزورۍ او ناکامۍ سرچینه اخلي. ځکه چې دوی د خلکو د ډېرو غوښتنو په تامینولو کې پاتې راغلي دي، یو کارنده او ټینګ نظام یې نه دی رامنځته کړی او د افراطیانو د ټغر د ټولو لپاره یې سمه لاره نه ده غوره کړې.

کله چې خبره د هغې جګړې کېږي چې د یوه ملت له ټولې هستۍ سره لوبې کوي، باید چې بې پردې او په ډاګه خبرې وشي او د قضیې مبهم او ګنګ ټکي روښانه شي.

دا هېواد په جګړه کې اوسېږي. دلته ټول وګړي له جنګ سره سروکار لري، هغه که د جګړې په دواړو خواوو کې دي، که هغه وګړي چې په دې جنګ کې نه دي ښکېل او نه غواړي چې په کې برخه واخلي. دلته ټول خلک د جنګ فضا احساسوي او که وغواړي یا ونه غواړي، په یو ډول سره له جګړې اغېزمنېږي، یا په ټپي کېدو او وژل کېدو سره، یا له جنګه د وېرې او ډار په وجه، یا د هغو تاوانونو په وجه چې اقتصاد، تجارت او کار و بار ته یې رسېږي.

نو بهتره ده چې د دې واقعیت په منلو سره د دې وضعیت په اړه له مناسب منطق سره خبرې وکړو. طالبانو خپل دښمن سم پېژندلی او له هغه سره په چلند کې هېڅ شک نه دی کړی خو مخالفان یې نه دي توانېدلي چې د دښمن په تعریف کې او د دښمن د حضور او فعالیتونو د مرکزونو په اړه سره یوه خوله شي. حال دا چې د دښمن روښانه او له ابهامه لرې تعریف، په هره جګړه کې د بري لومړنی شرط دی.

همدارنګه طالبانو د خپلو مخالفانو پر ضد په مبارزه کې د وېرې او وحشت داسې فضا رامنځته کړې ده چې د دوی قوت څو ګڼه زیات وښيي او له دې لارې د ټولنې هغه زړه نازړه او متردده برخه په رواني لحاظ د ځان خوا ته ورماته کړي، دا په دې چې خلک به فکر کوي چې طالبان غښتلي او برلاسي دي. رواني جګړه له دښمن سره په مبارزه کې مهمه وسیله ده او څوک یې له اغېزې انکار نه شي کولای. طالبانو د خپلو مخالفانو په ځپلو کې هېڅ شرعي اصل، هېڅ اخلاقي عرف او هېڅ انساني قانون ته غاړه نه ده ایښې او د جوماتونو له الوځولو او د ښوونځیو له سوځولو رانېولې، د ښځو او ماشومانو او بې دفاع وګړو تر وژلو پورې یې هر څه کړي دي. د دوی هدف د دښمن ماتول دي، په هره ممکنه وسیله چې وي.

طالبانو هر هغه څوک په بې رحمۍ سره له خپلې مخې لرې کړي دي چې د دوی له مخالفانو سره یې همکاري یا اړیکه درلوده او ان د هغوی سرونه یې د خپلو مېرمنو او اولادونو په مخ کې پرې کړي دي خو د دوی مخالفانو بیا پر ډېرو هغو کسانو سترګې پټې کړي دي چې له طالبانو سره اړیکه لري او د هغو کسانو پر وړاندې یې غوڅ دریځ نه دی غوره کړی چې له وسله والو مخالفانو او غیرمسوولو وسله والو ډلو سره یې ارتباط درلودل. د طالبانو مخالفانو د جنګ منطق په پام کې نه دی نیولی. کله یې په پاکستان کې د طالبانو له ملاتړ کوونکو سره مالي مرسته کړې ده او هغوی یې خپل مهم دوستان ګڼلي دي او کله بیا د جګړې په دګر کې له طالبانو سره ښکېل شوي دي. له یوې خوا یې د طالبانو د مشرانو او قوماندانانو د نیولو پر سر غټې جایزې ایښې دي او له بلې خوا یې د دوی نیول شوي مشران له یوې مودې وروسته بېرته خوشي کړي دي او دا کسان بیا بېرته د جګړې ډګر ته له نوې روحیې سره وردانګلي دي.

د نوي نظام او نویو تحولاتو یوه بریا، د رسنیو ازادي او په ټول هېواد کې د ډول ډول غږیزو، چاپي او لیدیزو رسنیو فعالېدل وو. رسنۍ د طالبانو د حقیقي ماهیت او د هغوی د سیمه ییزو او نړېوالو ملاتړو څېرې بربنډولای شوې چې خلک د دې ډلې له واقعیت سره لا بهتره اشنا شي او له هغوی سره د همکارۍ پر عواقبو ښه وپوهېږي. که سم سیاست په مخ کې نیول شوی وای، دغو رسنیو کولای شول چې له خشونت او خشونت کوونکو څخه کرکه او له توندلاریتوب او افراطیت څخه ډډه کول په ټولنه کې بنسټیز کړي، په تېره بیا رسنیو کولای شول چې د طالبانو اصلي څېره داسې وښيي چې د هغوی په اړه یو ډول ملي او ولسي اجماع رامنځته شي.

په دې لاره به طالبان له ټولنې څخه ګوښه کېدل او هغه کسان چې له اوضاع ناراضه وو یا پر نظام به یې نیوکې لرلې، کولای یې شول له مدني او سوله ییزو لاره ګټه واخلي او خپله مبارزه وغځوي. له دې سره به نور د خپل حق د غوښتلو لپاره طالباني لاره، د ګواښلو لپاره طالباني تعبیرونه او د باج اخیستلو لپاره طالباني چال چلند په ټولنه کې ځای نه شوای موندلی. هېچا رسنیو، منبرونو او ټولنې ته دا خبره ونه کړه چې موږ په جنګي شرایطو کې یو او جنګي شرایط له طبیعي حالته توپیر لري.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې هره ورځ لسګونه انسانان قتلېږي، هېڅ څوک دا نه څاري چې په منبرونو کې څه ویل کېږي، رسنۍ څه وړ پیغام خپروي، او نور بنسټونه پر کومو بحثونو لګیا دي. خو، طالبان چې هر چېرته وي، ځان د یوه قهار او واکمن ځواک په صفت معرفي کوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی پر ضد ان یوه خبره وکړي. طالبانو دې کار سره خلک مجبور کړي دي چې جبراً د دوی پر حضور او ځواک باور پیدا کړي.

کېدای شي ځینې داسې وانګېري چې ګواکې لیکوال د شخړې او جګړې پلوی دی او د سولې او پخلاینې سره یې نه ده جوړه … البته چې داسې نه ده. زه غواړم فقط دا ووایم چې د لا زیاتو وینې بهولو او لا زیاتو ناامنیو د ختمولو لاره دا ده چې د خشونت او وینې بهولو له پلویانو سره د دوی په خپل منطق خبرې وشي، په هماغه ژبه چې دوی ورباندې پوهېږي. دا خبره هم له شرع سره اړخ لګوي هم له عقل سره. قران مجید ویلي دي: “فمن اعتدی علیکم فاعتدوا علیه بمثل ما اعتدی علیکم” (یعنې که چا پر تاسو تیری وکړ، تاسې پر هغه هماغسې تیری وکړئ چې ده کړی دی.) هغه باید درد وویني چې د دردولو په مانا پوه شي او د نورو له دردولو پښېمانه شي. وروسته بیا د سولې او پخلاینې خبره کولای شو او د تفاهم لاره خپلولی شو.

اخیستنې:

  • عن أنس، متفق علیه.
  • رواه البخاري معلقا فی صحیحه، و الحدیث صحیح بشواهده.
  • اسامة بن زید ته په خطاب کې، چې یو کس یې د شهادت د کلمې تر ویلو وروسته وژلی و، د اسلام د پیغمبر (ص) حدیث: “هلا شققت قلبه” متفق علیه.
  • وګورئ: ابوحامد الغزالي، فیصل التفرقة بین الاسلام و الزندقة، السبکي، الفتاوي، 2/ 578، ابن حزم، الفصل فی الملل و الأهواء و النحل، 3/392، الشوکانی، السیل الجرار، 4/578.
  • د غزالي له کتابه پرته دغه درې نور کتابونه ټول فارسي ته ژباړل شوي دي.
  • عبدالهادي هادف دغه دواړه لیکنې فارسي ته ژباړلې دي او په کابل کې خپرې شوې دي.
  • وګورئ: عبد الله عزام، فی خضم المعرکة.
  • وګورئ: سعید حوی، فلنتذکر فی عصرنا ثلاثا، بیروت، دار الارقم للطباعة و النشر، 1938.
  • دا خبر د 1391 د مني په پای کې د افغانستان د دولت له خولې په رسنیو کې خپور شوی دی.
  • وګورئ: عبد الکریم بکار، مقاله فی وجه التبسیط، د مولف رسمي وېبپاڼه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *