تاند- د خیبر پښتونخوا په کرک سیمه کې د ملایانو په امر ښځې د نارینه محرم له وتلو پرته بازار ته له تللو منع شوي دي.
دا پرېکړه د کرک د سیمې، چې اوسېدونکي یې په خټه خټک دي او اکثره د پاکستان په پوځ او نورو حکومتي ادارو کې زیات کسان لري، په یوه جومات کې وشوه او د لاوډسپیکر په وسیله خلکو ته اعلان شوه.
ملایانو ویلي چې دا پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې د روژې په مبارکه میاشت کې نارینه بې لارې نه شي او یا یې سترګې په پردیو ښځو ونه لګېږي.
خو تراوسه پوري څرګنده نه ده چې ایا دا پرېکړه یوازې د روژې د میاشتې لپاره ده او که له روژې وروسته به هم دوام کوي.
ملایانو له دوکاندارانو غوښتي چې پر هغو ښځو سودا خرڅه نه کړي جې له محرمه پرته ورځي.
ملایانو پولیسو ته هم خبرداری ورکړی چې د دوی پرېکړه عملي کړي، کني سزا به وویني.
خو په عین حال کې د کرک ځینو اوسېدونکو د ملایانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی.
دوی ویلي چې دومره وخت نه لري چې له خپلو ښځو او لوڼو سره د سودا د رانیولو لپاره بازار ته ووځي.
سلام
داد ملایانو تصمیم د شرم ور دی
زما په نظر بهتره لاره دا ده چې درې څلور داسې ملایان چې دغه پرېکړه یې کړې یا اعلان کړې ده راونیول شي او د شا له خوا نه داسې د مناسب قطر لرګي وربرابر کړای شي چې دوی ته دا مدرسې او طالبیزم وروښودل شي. خدای دې دوی په سپکو سپک کړي، دا د پښتنو د کاله شرم دې خدای بیرته د هغه په منبع پنجاب باندې ورنازل کړي.
This is very good new, at least now the Pakistani Mullas wants sharyat for Pakistan, while before that they only wanted for Afghanistan