تاند- د کریدیت کارت او نورو کارتونو ځای به په لنډ راتلونکي وخت کې د انسان ګوتې ونیسي.
په بریتانیا کې د (Sthaler) په نوم سټارټاپ کمپنۍ داسي بایومتریک سکنر ته انکشاف ورکړی چې د لاس د ګوتې د رګونو نقشه اخلي او له ځان سره یې خوندي کوي.
د ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، دا کمپنۍ غواړي چې له دې وروسته خلک د کریدیت کارد یا بانکي کارت پر ځای د خپلې ګوتې په وسیله له ایم ټي این ماشینونو څخه وباسي.
کریدیت کارت پر دې سربېره چې ورکېږي، په هر یو یا دوو کالو کې یې د اعتبار موده بشپړېږي.
د بایومتریک دا سکنر، چې (FingoPay) نومېږي، راتلونکې میاشت د بریتانیا په یوه کلب کې په ازمېښتي ډول کېښودل کېږي.
همداراز د مک ډانالډ رستورانونو، سر له اوسه د دې ټکنالوژۍ د کارولو هڅې پیل کړي دي.
ویل کېږي چې د پیسو د ادا کولو دا شېوه ډېره خوندي او اسانه ده.
د (Sthaler) کمپنۍ مسوولان وايي، دا احتمال چې د دوو انسانانو د ګوتو رګونه سره ورته وي، په ۳.۴ ملیاردو کې یو دی او له بلې خوا د بل چا د ګوتې د رګونو جعل کول ناممکن دي.