تاند- د مادیرا ټاپوګانو چارواکو د پرتګال د تاریخ د خورا نامتو فوټبالر کریستیانو رونالډو لوړه مجسمه جوړه او افتتاح کړه.

د فوټبال نامتو لوبغاړی کریستیانو رونالډو په مادیرا ټاپوګانو کې زېږېدلی او له همدې کبله د ده په ویاړ تر ټولو ستره مجسمه، چې ۳ متره او ۴۰ سانتي متره لوړه ده، د یکشنبې په ورځ د ده په حضور کې په همدې ټاپو کې پرانستل شوه.

رونالډو چې خپله مجسمه ولیده، په غونډه کې حاضرو خلکو ته په ټوکه وویل:«دا خو ترما هم ښکلې ده.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *