سید اختیار سباوون-

 د روسیې له فدراسیون سره د کریمیا پیوستون د واشنګټن او کریملین ترمنځ اړیکې ترخې کړي دي، چې خبره د دواړو لوریو دولسمشرانو ترمنځ په دړکو او تند روۍ منتج شوي دي او هره ګړۍ دا امکان شته چې خبره مخامخ خپړو لګولو ته ورسي ….. ددې اغېز په دافغانستان په شرایطو باندې څه وي ؟ دا پوښتنه هله جدي وګڼل شوه چې افغان ولسمشر کرزي د کریمیا دخلکو دټولپوښتنې څخه د احترام په نامه ملاتړ څرګند کړ او دایی دکریمیا دخلکو حق وباله چې دخود ارادیت په رڼاکې خپل برخلیک ټاکي . دولسمشر دغه تأیید په څرګنده د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د بې پرې والي او توازن دساتلو په موخه شوی دی، چې دروسیې د نیواک په څېر نه منونکي توجیه ورته کېدای شي ، خو په حقیقت کې دامریکا د اهدافو سره جګړه تلقي کیږي، داکار نه یوازې داچې دامریکا او افغان حکومت اړیکي نوري هم بېخوندۍ ته ور لنډوي ور سره د اروپایی ټولنې سره دافغانستان اړیکې هم ترینګلې او آن پرې کېدو ته ور نږدې کوي . ځکه چې دافغانستان او امریکا او افغانستان او اروپایی ټولنې ترمنځ سیاسي مناسبات او دوستانه اړیکې د کریمیا په کړکیچ کې د غوره کړای شوي دریځ او موقف څخه څو وارې دافغانستان دراتلونکې له پاره لازم او ضروري دي همدا اوس دافغانستان څه دپاسه درې برخې بودیجه د امریکا او اروپایی ټولنې له مرستو بشپړیږي ، زموږ د دولتي سکښت بنسټونه تراوسه لا خام دي او د همدغو یادو لوریو مرستو ته اړتیا لري، دجغرافیوی موقعیت له کبله دداسې لیوانو په منځ کې ایسار یوو چې که دامریکا او اروپایی ټولنې ډار او فشار نه وایی نو وختي به یی لا غړپ کړي وای او همدا راز دکورني اقتصاد دچلښت ستره سرچینه دهمدغو لوریو له خوا په دولتي او نا دولتي ارګانونو کې د خلکو ګومارنه او دبیکارۍ را کمونه ده او داسې نورې مهم مسایل مو د اروپایی ټولنې او امریکا د حضور پایله ده ، چې د ولسمشر کرزي د غوره کړي موقف له امله ښایی دغه مناسبات مخدوش او کورنی اقتصاد او امنیت مو یو نه زغمل کېدونکې حالت ته واوړي . که موږ داوکراین په کړکیچ کې خپل موقف څرګندوو نو باید داحتیاط په ګاڼه سمبال وي نه داحساساتو او عقدو پر بنسټ ، ځکه موږ یوه لسیزه دمخه دعقدوي او احساساتي سیاست پایله ولیده چې دنړۍ سره د جوړجاړي پر ځای داحساساتو او جذبو متکي شوی نظام ړنګ او دوینو لختي تر ننه بهیږي او داځل هم د ولسمشر دموقف څخه دهمداسې یوې بېخونده راتلونکې بوی راځي …

له یوې خوا دامریکا نا سم سیاستونه دي چې افغانستان کې یی د سیمې دهېوادونو نامرئي جګړې ته لاره پرانېسته او بل لور ته دسیمې له هېوادونو سره دافغان حکومت او مخالفینو بې مانا غوږ جنګي ددې لامل شول چې دافغانستان امنیتي کړکیچ بغرنج کړي او دهر ډول سیاسي سیرومونو راتېرېدو ته یی ددیموکراسۍ په نامه جواز ورکړ او نن د ولسمشر کرزي عکس العمل د لویدیز د پالیسۍ او عمل پایله ده ، چې ولو که افغانستان دانهدام له ګواښ سره هم مخامخیږي ، خو دکریمیا څخه باید ملاتړ وکړي، ترڅو پر امریکا فشار راوړي او ددې فشار له پاره حیرانونکي توجیهات هم کوي .

امریکا، برتانیه، عرب او د سیمې هېوادونه ټول د خپلو منافعو جګړه په همدې کانال کې ځغلوي او دغې سیاسي رنګا رنګۍ خبره دومره سره وشاربله چې اصلاً د افغانستان د امنیتي کړکېچ د حل لاره او عوامل یې له خلکو ورک کړي دي. ددې سره دیو بل ستر عامل چې دکړکیچ په ډېرېدا کې یې رول لرلی دی ، د افغانستان په اړه د امریکا او برتانیې ژر ژر بدلیدونکي سیاستونه ددې څرګندوی دي، چې دلته له ترهګرۍ سره جګړه یوازې تر یوه عنوانه پورې منحصره ده او د پردې تر شا د ځواک ننداره او د افغانستان د طبیعي شتمنیو د استخراج مسئله پر مخ وړل کېږي، چې دې کار نړېوال خصوصاً امریکا او برتانیه یو پر بل شکمن کړي دي او دغه شک ددې باعث شوی چې یو د بل پښې ووهي او د ډرامې شوټنګ دلته تر سره شي. اوس چې خبره سیمه ییزه شوه او دا ډار رامنځ ته شوی چې دامریکا سیاسي اهداف ښایی د روسانو او دهغوۍ د پلویانو تر شعاعو لاندې راشي ، نو امریکا هم د دفاع په موخه د ورته تدابیرو تابیا کړې ده او تر ټولو لومړۍ نښه یی هم جوته شوې ده چې دسعودي عربستان د پادشاه له خواپه څرګنده د اسلامي مرستو په نامه دپاکستان مالي ملاتړ دی چې خواو شا یو نیم ملیارد ډالر بلا عوضه او بېرته نه غوښتل کېدونکې مرسته یی ورسره وکړه او په حقیقت کې د سوری یاغیانو سره دپاکستاني پوځ دملاتړ راجلبول او یا هم د اوکراین په کړکیچ کې د روسانو له پاره د مزاحمت ایجادولو پروژه پرې پر مخ یوړل شي . دا ډول مرستې دسعودي دشیخانو په لاس هاغه مهال تجربه شوې چې روسانو پر افغانستان تیری وکړ او پاکستان یی ورته د مار دنولي په شان وګوماره تر څو په تړم سیاست سره دروسانو ټغر ور ټول کړي او دافغان مجاهدینو تر شا ودریږي او اوس ښایی بیا ددې تجربې دتکرار اړتیا محسوسه شوي وي چې دسعودي پادشا پکې جزګري پیل کړې ده . ولسمشر کرزی وایی دا هرڅه ځکه کوي چې امریکا ته وښایی چې افغانستان خپلواک هېواد دی مګر پرعکس دهمدې خپلواک هېواد پوځ او پولیس دامریکا په مرستو تمویلیږي ، نو دا په دې مانا دی چې که امریکا پر روسي مشرانو بندیزونه لګولای شي ، زموږ پرهغې یی نه شي لګولای ؟ امریکا چې پر روسي جنرالانو بندیزونه لګولای شي زموږ په عسکر یی نه شي لګولای؟ راځۍ چې دخپلو عسکرو دتعداد په تناسب دهغوۍ د یوه تن دغرمې د ډوډۍ لکښت محاسبه کړو چې لږ تر لږه یو عسکر غرمه اوه ډالر لګښت ولري نو د ټولو عسکرو دیوې غرمې ډوډۍ دافغان دولت دبودیجې له واکه پوره ده؟ زموږ سوله چې ولسمشر دامریکا څخه غواړي ایا رښتیا هم دامریکا په واک پوره ده؟ تر ننه خو د افغانستان د جنګ او سولې په اړه ډول ډول نظرونه ورکړل شول، چې هر یوه یی موسمي بڼه درلوده او پایله کې خبره په نور نور څه تمامه شوه، ځینې په دې اند دي، چې افغانستان د عربو او امریکایانو د فرمایشاتو قرباني شوی دی، چې نني او پروني تحولات یې ښې بېلګې دي، ځیني نور په دې باور دي چې افغانستان د ګاوندیانو د خواهشاتو قرباني شوی دی او ځینې نور یې بیا پړه پر افغان قیادت ور اچوي. په عمومي باور دریم نظر نسبتاً عام دی، ځکه چې زموږ قیادتونو په خپل افغاني چاپیریال کې وده نه ده کړې او دلته د قیادت او واکمنۍ تږي تر دمګړۍ پورې د سوچه افغاني فکر خاوندان نه دي، سرونه افغاني دي، خو ماغزه پکې امریکایي، برتانوي، پاکستاني، روسي ، عربي او ایراني پراته دي، چې طبعاً فکر هم د هماغو لوریو د منافعو په اړه کوي نه د افغانستان په اړه، نو په داسې ګڼو انحطاطاتو کې د افغانستان برخلیک د باد پکې حیثیت غوره کړی چې څرخ یې په یوه ځای استقرار نه کوي. او دیو غیر مستقر حالت څخه د افغانستان د راویستلو له پاره تر امریکا د ولسمشر دریځ ډېر ضروري دی چې باید پر دیپلوماسۍ متکي شي نه پر احساساتو. موږ که د باټو او درواغجنو تبلیغاتو راتېر شو، نو حقیقت خو په واقعیت کې ډېر بوږنونکی دی، د هېواد امنیتي شرایط ورځ تر بلې له بدو بدتریږي او له دا حالت دومره بې خونده لوري ته ور روان دی چې له یوې مخې یې له خلکو سره اندېښنې پنځولې دي.

د مالوماتو له مخې همدا اوس د کابل په خواو شا کې واقع ولایتونو کې له دولته د طالبانو اثر او رسوخ ډېر دی. که موږ میدان وردک، لوګر، کاپیسا، غزني او یا هم کلیدي ولایتونه لکه ننګرهار، کندهار، شمال کې فاریاب، سرپل، جوزجان، هلمند، هرات، نیمروز، بادغیس، بدخشان، هرات، تخار، کندز او داسې نورو ته ځېر شو نو په یادو سیمو کې هم طالبان تر پخوا لا پسې پیاوړي شوي دي او د هر ډول لویې، وړې پېښې د رامنځ ته کولو توان او تابیا لري، نو په داسې یو بې سرو سامانه صورتحال کې خلکو ته پوښتنې پیدا کېږي چې په افغانستان کې د دولسو کلونو را پدېخوا د امریکا او القاعده یا طالب ترمنځ نښتو او ځپلو څخه دا پایله څنګه راووته چې ګواکې طالبان بیا یو ځل د پخوا په شان منظم شوي دي؟ څنګه دارګ سره لس مترۍ کې یو تر ټولو خوندي هوټل ته ورننوځي او څنګه دپولیسو او امنیت پوستې تر ولکې لاندې راولي ؟ دا پوښتنې د هر افغان په سر کې ګرځي را ګرځي او هر یو یې د ځواب موندنې په لټه کې دي. دلته نو خبره بېرته په دې راڅرخي چې که ولسمشر کرزی دامریکا پر خلاف موقف غوره کوي او په عکس العمل کې یې امریکا او ملاتړي یې له افغانستانه ووځي او افغانستان د آړ لېوانو ته د بې شپانه رمې په توګه خوشې کوي نو آیا ددې عمدي عمل زیان به افغانانو ته څه وي او نورې نړۍ ته به څه وي؟ خو دا ځل د امریکایانو ارادو ته په کتو سره خبره بل ډول روانه ده او دولسمشر کرزي سره دامریکا داړیکو خړپړتیا امریکا له پاکستان سره یوې پټې معاملې ته اړه کړې ده او د ډېورند کرښې د رسمیت خبرې یې په خولو ګرځي؛ دپښتونخوا د وېش او دهزاره صوبې د جوړېدو قراردادونه جوړیږي اما دا ناسور په داسې شرایطو کې راسپړل ډېر نور نقصانونه او بدمرغۍ رامنځ ته کړي. اوس خو نو دولسمشر کرزي دور پای ته رسیدونکی دی او امریکا باید دیوه شخص سره نه بلکې دافغانستان سره د مناسباتو جوړېدو ته ارزښت ورکړي ، ځکه که پاکستان سره د افغانستان د جغرافیوی حد و برید په اړه کومه پټه معامله ترسره کېږي دا په دې مانا ده چې یو لوی اړو دوړ ښایي په سیمه کې رامنځ ته شي او دغه غوښتنه د ولسي عکس العمل او غبرګون سره مخامخ شي، نو په داسې یو تاوده تناره کې هر چاته د ډودۍ پورې کولو زمینه برابرېږي او بیا به نو دا ډول متصور جنایات او در په درۍ یوازې په افغانستان پاکستان او یا اسیا پورې محدود پاتې نه شي او ښایي نوره نړۍ هم له خپلې لمنې اور واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *