بنګله دېش په یوه اوور کې ۴ څلوریزې وهلي او د ۵مې توپ یې هم پولې ته روان دی

تاند – له بنګله دېش سره د افغانستان د یو ورځنیو لوبو د لړۍ په درېیمه لوبه کې په یوه اوور کې یوه افغان بالر، کریم جنت، د بنګله دېش د لوبډلې توپ وهونکي، مشفق الرحیم، ته ۲۱ منډې ورکړې.

بنګالي لوبغاړي د ښاغلي جنت په لومړیو ۵ توپونو په هر یوه ۴، ۴، ۴، ۴، ۴،‌ او په وروستي توپ ۱ منډې وکړې.

دغه حالت د افغانستان په لر او بر او هم په بهر مېشتو افغانانو کې د افغانستان د کرکټ‌ د ټیم په هکله سخت احساسات او قهر راوپارول.

د ټولنیزو رسنیو فعال زیارمل افغان لیکي،‌ «ولس پرې نه دی ملامت.‌ د سیلیکشن کمېټه د اصغر ورور کریم جنت ځکه انتخابوي چې بیا اصغر او نوره کرکټي مافیا خفه کېږي. کوچ او کپتان د نورو تکړه تکړه لوبغاړو په شتون کې کریم جنت ځکه لوبوي چې د دغه نوي واسطه لرونکي لوبغاړي ته چانس ورکړي. د لوبې په ډګر کې کریم جنت ځکه د وروستو اورونو تو اچونې ته ساتل کېږي، چې هلک وېکټې اسانه واخلي او مصنوعي کیریر يې جوړ شي. نو دومره سمجوته چې روانه ده او د ۳۵ میلیونه وکړو پر احساساتو او د هېواد پر ګټو ملنډې وهل کېږي نو ملت څه ملامت دی چې د کرکټ بورډ له رییسه تر کریم جنته پورې دا ټول ورټي!»

بنګالیان د مشفق له خوا د ۵مې څلوریزې په وهلو خوښۍ کوي

ژورنالست او د کرکټ مینه وال ایوب خاورین په خپل فیسبوک په کرکټ بورډ او لوبډله کې د لوبغاړو د نژدې خپلوانو د اخیستلو مخالفت کړی او لیکي، « په کرکټ ټيم او بور‌‌‌‌‌‌ډ کې د خویشخوري او سفارش جنجال له تیرو پنځه شپږو کالو راهیسې د ګټلو لوبو خوند را خرابوي. نن شل اوریزه وه، سبا په تاریخي تیست لوبه کې بیا د همدې جنجال سره او بله ورځ د ون ‌‌‌‌‌‌ډې په جهاني کپ کې ورسره مخامخ یو. زه یو انقلابي حل لرم، که یې تاسې راسره منئ نو بدرګه یې کړئ.  د بور‌‌‌‌‌‌ډ د هیڅ یوه چارواکې او یا لوبغاړې ورور، تره زوی، مامازوی، خاله زوی او یا خپلوان په ټيم کې نه شي لوبیدلی. نن د اصغر ورور زړه را شبن کړ، سبا د نوروز د ورور نوبت دی، او بله ورځ د احمدزي ورور دی. هیله لرم چې څوک خپه نشي خو بله اسانه او عاجله لاره نه وینم، ځکه چې تیست لوبه ‌‌‌‌او جهاني کپ ‌‌‌‌‌‌ډير رانژدې دي.»

خبریال او د ټولنیزو رسنیو فعال عاشق الله رحیمزوی چارواکي خبروي چې د داسې مسایلو په برخه کې مداخله وکړي، او لیکي، « یو وضاحت باید وشي. په هر لوبغاړي چې انتقاد کوم خدای مکړه هدف دا نه ده چې هغوي ته دې څوک ستغې سپورې وکړي. هره خبر به په منطق کوو. کریم جنت، عمران جنت او اصغر ستانکزی درې واړه ورونه دي او درې واړه یې د افغانستان لپاره لوبه کوي او درې واړه یې بې کاره لوبه کوي. په لوب‌‌‌‌‌‌ډله کې یې ځای نشته. آفتاب عالم او کریم صادق د تاج ملوک ورونه دي خو تر دوي ښه لوبغاړي لرو او چانس نه ورکول کیږي. ناصر جمال د رئیس احمدزي ورور دی او ټیسټ لوبې ته اخیستل شوی خو غلطه پریکړه ده او لوب‌‌‌‌‌‌ډله کې یې ځای نه جوړیږي. احسان جنت د نوروز منګل ورور دی او د ټیسټ د پاره اخیستل شوی. هر څوک چې دا پریکړې کوي خدای ته وګورئ دا ملت ‌‌‌‌‌‌ډیر کړیدلی او ځپل شوی نور یې مه ځپئ د سړي زامن شئ. هغه ورځ لیرې نده چې د ګټلي جام سره به هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ د چارواکو پرته بل څوک نه درځي. ARG – ارگ Afghanistan Cricket Board»

د راشد ارمان ښې توپ اچونې او د شفیق له خوا د توپ را ایسارونې افغانستان ته چانس ورکړ چې بایلات ته نژدې لوبه وګټي

سعید شینواری دا سلسله لنډه نه بلکې اوږده بولي او لیکي، «فکر وکړئ. د نوروز منګل ورور احسان جنت کرکټ ته د نورعلي ځدراڼ، حشمت شهیدي، جاوید احمدي، نجیب تره کي شبیر نوري او عثمان غني پر ځای اخیستل کیږي، که دوی کې هر یو فقط یوه لوبه هم غلطه کړي، ځای یې د احسان جنت دی، خو نوروز یو څه با شخصیته سړی دی، ګوري چې خلک خپه کیږي نو په نیمه پوه شي او ورور له سکواډ نه وباسي.
د رئیس احمدزي ورور ناصر جمال بیا یوازې د سمیع الله شینواري ځای ته ناست دی، سمیع شینواری یې تر فشار لاندې دی او که یوه لوبه هم خرابه کړي، نو سمیع اووټ او ناصر جمال این…
داصغر ورور، کریم جنت د ګلبدین، میرویس اشرف او دولت ځدراڼ ځای ته ناست دی، ان هغه ځای کې چې حمید حسن لوبیده، کریم جنت نن همغه ځای نیولی، دا هم د اصغر لالا په شین زور…..
تر ټولو زیاته سپین سترګي اصغر کوي، دی په ۲۰۱۰ کې له ټیم نه اضافه شو، درې کاله کینول شو، بیرته راغی، نن هر څه د ده لاس کې دي.
زه یوه خبره کوم تاسو پرې سوچ وکړئ.
د دې درې کسانو د وروڼو ځایولو لپاره د جاوید احمدي، شبیر نوري، عثمان غني، نجیب تره کي، نورعلي، سمیع شینواري، حمید او ګلبدین کریر په سیستماتیک ډول خراب کړای شوی دی، که دوی غږ هم وکړي تباه دي که چوپ هم کیني تباه دي.
رښتیا همدا د دوی وروڼه لوبیږي چې لوبډلې ته د نویو استعدادونو د راتګ مخه یې نیولې ده.
زه له ډیرو تکړه لوبغاړو خبر یم چې نن لوبډله پر هغوی تکیه ده مګر کورنیو نه یې لومړیو کې سکواډ ته د هلکانو د رسولو لپاره رشوت غوښتل شوی و.»

په ورته وخت کې رڼا درانۍ غورځنګ د کریم جنت ستاینه کوي او لیکي، «کریم جنت زموږ اتل دی. د نړی وتلی او نامتو لوبغاړی هم کله کله خرابی لوبی کوی نو دا پدی معنا نده چی هغه ته دي سپکی او سپوري وويلي شي. هيله کوم د خپلو اتلانو خيال وساتي ځکه همدوي زمونږ د درديدلی زړه يواځيني ټکور دي او زمونږ پر شونډو مسکا خپروی. په ياد ولری چي تل د بل عزت وکړی چي پاک پروردګار مو ستاسو عزت وساتی.»

بلې خوا ته تېره ورځ /د جون ۷مه/ د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور د بنګله دېش په وړاندې د افغانستان د بريا مبارکي ټویټ کړې چې د افغانانو په منځ کې یې ګډوډ غبرګونونه راپارولي دي.‌

د اصف غفور ټویټ او د عاطق مشعل ځواب

یو شمېر افغانانو یې مبارکي ښه بللې خو ډېرو یې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د پوځ او نظامي استخباراتو له خوا د لاسوهنې له امله، په وړاندې دومره کرکه ښودلې چې ان د کرکټ بورډ د رییس له خوا اصف غفور ته ځوابي ټویټ یې هم غندلی دی.

د سیاسي چارو تحلیلګر او د ټولنیزو رسنیو فعال خوشال خلیل لیکلي، «د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور په نادره توګه افغانستان ته په پښتو ژبه ټويټ کړی او د کرکټ مبارکي يې ورکړې ده، هغوی سره له دې چې هره ورځ په پښتنو تشدد کوي او د پي ټی ايم تر سخت فشار لاندې دي، په دې توګه هڅه کوي له هرې لارې د پښتنو زړونه تر لاسه کړي، په دغه مهم کې ورسره زموږ د کرکټ بورډ مشر مشعل او څو لوبغاړي مرسته کوي او د اصف غفور ټويټونه يې ريټويټ کړي او ورڅخه يې مننه کړې‌. زه شخصاً د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې کارونه او دغه شان سياست په لومړي ځل په کلکو ټکو غندم. که د دوو هېوادونو د اړيکو او ديپلوماسۍ له مخی جنرال اصف غفور ته ځواب ورکول لازمي و، دا کار بايد زموږ د دفاع وزارت وياند جنرال رادمنش کړی وای، چې سیال يې دی، مشعل او زموږ لوبغاړو ته نه ده په کار چې دغسې خام سیاست وکړي‌،»

خوشال خلیل لیکلي، «لږ خو بايد د پي ټی ايم د شهيدانو او د بنديانو سترګو ته وګورو، هغوی راسره څه کوي او موږ ورسره څه کوو.»

ایوب خاورین د افغانستان د ملي امنیت ریاست د پخواني ویاند لطف الله مشعل تبصره را اخیستې چې د خپل ورور،‌ عاطف مشعل،‌ چې د اصف غفور ټویټ یې ځواب کړی، دفاع کړې ده.

رضوان الله شپون لیکلي، « د خلکو له توند غبرګون وروسته عاطف مشعل هغه ریټویټ ډیلیټ کړ. کاش وروستی فکر لومړی وای.»

د ملي امنیت ریاست د پخواني ویاند او د عاطف مشعل د ورور ادعا شوی ملاتړ

ځوان فعال عنایت ساپی د اصف غفور له خوا د مبارکۍ په برخه کې یوې بلې حساسې مسئلې ته متوجه شوی او لیکلي یې دي، « دلوبډلې د امنيت په تړاو!
دا د باجوه ګانو د وياند مبارکي هوايي ونه ګڼئ، د دوئ شيطاني سترګې دا ځل زمونږ پر ملي لوبډله لګيدلي. له حکومت، ملي امنيت او امنيت شورا څخه په کلکه او ټينګار غوښتنه کوو، چی زمونږ د ملي لوبډلې او په ځانګړي ډول د راشد، نبي او مجيب امنيت ، او مصونيت ته په بيړني ډول پام راواړوي. د هيواد دننه او بهر يي د ناستې او ولاړې ځايونه ، او هم د خوراک، څښاک او پوښاک توکي له استعمال مخکی وکتل شي. همدا ډول يي د کورنيوو د غړيوو لپاره د مصونيت يو داسی پلان جوړ کړل شي چی له مخی يي ددوئ د ژوند ازادي سلب نشي خو نسبتا مصؤن واوسي. دا خلک اوس زمونږ نړيوال وقار راژوندې کوي چی د دښمنو او کينه والو ګاونډيانو په زړه هيڅکله نه ځاييږي. حکومته بيړنې اقدام دی غواړو.»

One thought on “د کریم جنت ناکامۍ او د جنرال اصف غفور مبارکۍ افغان فعالان سخت غوسه کړل”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *