عثمان رسولي –

افغان کریکټ ملي لوبډله په آسترالیا او نیوزیلند کې د  ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام په سیالیو کې د ګډون لپاره نن آسترالیا ته وخوځیده. افغانستان به په آ ګروپ کې له بنګلا دیش، نیوزیلاند، سریلانکا، آسترالیا، اېرلېند او انګلستان سره لوبیږي.

دا یوه لویه او د خوشحالی خبره ده چې جنګ ځپلی هېواد مو د لومړی ځل لپاره د کریکټ د پنځوس آوریزو سیالیو په نړیوال جام کې ګډون کوي. دا ګډون داسې مفت او په اسانی سره لاس ته ندی راغلی، بلکې زمونږ د شازلمو د نه ستړی کیدونکو هلوځلو او د ملیونونو هېوادوالو د دعاګانو، تشویق او ملاتړ پایله ده.

مونږ پخپلو شازلمو ویاړو چې په دومره لنډه موده کې یې د افغانستان کریکټ تر دې ځایه راورسولو چې په راتلونکي ګام کې به نېغ په نېغه د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو په ډله کې ځای ونیسي.

مونږ پدې وروستیو درې نیمو لسیزو کې ستر ناورینونه ولیدل. له یوې خوا جنګ جګړو او له بلېخوا اقتصادي ستونځو او مهاجرتونو پرله پسې زمونږ لمن نیولې ده. خو لدې سره سره هغه خوشحالي او ویاړونه چې د کریکټ آتلانو په هېواد کې د ننه او همدارنګه په ټوله دنیا کې خورو ورو افغانانو ته ورکړي دي، د افغانستان په تاریخ کې بې ساري، نه هیریدونکي او له هیچانه هم پټ ندي، کتابونه پرې لیکل شوي او مستند فلمونه پرې ډک شوي دي.

دا هغه شازلمیان دي چې یوه ګوله ډوډۍ یې په خپلو کې سره ویشلې او په تش نس یې خپل جنګ ځپلې ؤلس ته افتخارونه راوړي دي او په ګران هېواد، سولې او یووالي مینو هېوادوالو ورته د خوشحالی اوښکې تويې کړي دي.

دا شازلمیان د ښو اخلاقو نمونه او د افغان ؤلس د سولې سفیران دي. غیر لدې چې تشویق یې کړو او د زړه له کومې دعاګانې ورته وکړو او په نړیوال جام کې د دوی له لوبو نه خوند واخلو، بل څه نه پاته کیږي.

پاته دې نه وي چې زمونږ آتلان د تنګسې په وخت کې زمونږ ملاتړ ته لا ډېره اړتیا لري. وايي چې « دوست په تنګسه کې معلومیږي» په هر حالت کې به د تل په شان زمونږ کلک ملاتړ ورسره وي. الله دې بریالي او سرلوړي لري. ومن الله توفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *