تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم غړيو ته نن د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې تود هرکلی وویل شو.
افغان ټیم په استرالیا او نیوزیلنډ کې په نړیوال جام کې له ګډونه وروسته خپل هیواد ته راغی.
د ملي لوبډلې د لوبغاړو د هرکلي لپاره په سلګونو تنه د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي وو.
د کرکټ د ملي ټیم مینه والو د لوبغاړو په غاړو کې د کلونو امیلونه واچول، یو شمېر نورو ډولونو ته اتڼونه وکړل.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د لومړي ځل لپاره په نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کې ګډون وکړ او په خپلو شپږو مسابقو کې یې یوه وګټله.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، چې د لوبغاړو د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته تللی و، رسنیو ته وویل:«زموږ لپاره تر ټولو ستر ویاړ په نړیوال جام سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د ملي لوبډلې ونډه ده. په ځانګړې ډول په لومړي ځل ونډې د یوې بریا ترلاسه کول هغه څه دي چې ډیری لوبډلو نړیوال جام سیالیو ته په لومړي ځل لارموندنې سره نه دي ترلاسه کړي. موږ د دغو سیالیو په ترڅ کې د لوبډلې هر لوبغاړي ټولو سپورتي اړخونو ته متوجه وو او ټول مثبت او منفي ټکي مو له ځانه سره په خورا جدیت یادښت کړي دي او په هره برخه به ځانګړی بحث وشي.»
لوبغاړو وویل چې دوی غوښتل او هڅه یې وکړه چې نور ټیمونه مات کړي خو دا یې لومړی ځل و چې د کرکټ له لومړی درجه او خورا تجربه کارو ټیمونو سره مخامخ کېدل.
کپتان نبي عیسی خیل په عمومي ډول په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله ونډه خورا اغیزمنه وبلله. نوموړي د کرکټ بورډ له هلوځلو چې دوی ته یې په خورا کم وخت کې د تمریناتو لپاره ترسره کړې وې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی به په راتلونکې له خورا غني پرمختګ سره په نړیوالو سیالیو کې د ونډې لپاره چمتووالی نیسي.
اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي چې د ملي لوبغاړو ملتیا یې کوله داسې وویل:« موږ په لومړي ځل د نړیوال جام سیالیو کې خورا اغیزمنه ونډه درلودله. د دغو سیالیو له هرې لوبې مو لوبغاړو ډیر څه زده کړل او د بهبود لپاره مو د ټولو لوبغاړو په سپورتي کړنو کې اړین ټکي یاداشت کړل.»
د افغانستان ملي ټیم سکاټلنډ ته ماتې ورکړه خو له استرالیا، نیوزیلنډ، سریلانکا، بنګله دېش او انګلنډه یې ماته وکړه.
افغان ټیم که څه هم پر سریلانکا لوبه وبایلله خو په دې جام کې یې تر ټولو ښه لوبه د سریلانکا پر وړاندې وکړه او نژدې و چې دا غښتلی ټیم مات کړي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مسوولان او روزنکي وايي چې د ۲۰۱۵ د نړدیوال جام له سیالیو یې ډېر څه زده کړل او دا تجربې به په راتلونکو مسابقو کې د دوی د لوبې د کیفیت له لوړولو سره مرسته وکړي.