په انساني ټولنه کي کار او کسب ډېر اړين دي. بې کاره او بې کسبه کسان د خلګو ښه نه ايسي. ان پلرونه، اکاګان، د کور مشران او… هڅه کوي چي دوئ ته منسوب څوک بې کاره پاته نه شي، ځکه چي بې کاري يو ډول عیب ده او ډېر وخت بې کاره کسانو په جرمونو کي ښکيل وي.
زموږ په ټولنه کي هم اکثريت خلګ خپله لوره بې کاره او بې روزګاره کس ته نه ور کوي او نوره نړۍ کي خو خلګ خپله تر هغو واده نه کوي چي کار او کسب يې سره سيټ کړی نه وي. زموږ ډېری خلګ هڅه کوي چي خپله لور په داسي کور کي واده کړي چي زوم يې د جايداد خاوند وي، یا ښه دوکان ولري او یا نور کسبونه يې زده وي.
مګر له دې سره يو شمېر کسانو د کسب ځيني ډولونه بد ګڼي او د ځينو په اړه يې د مدحې خوله پرانيستې، نو همدا لامل دی چي پښتانه ځيني کسبونه ښه نه ګڼي بلکي په اړه يې منفي دريځ لري. د سلماني کار ته زموږ خلګ تر اوسه کاريګران له بهره راولي یا د نورو سيمو پښتانه یا غیرپښتانه وي. د پښ زوی ته تر اوس زموږ ماشومان او حتا لوی خلګ د پلار د پښۍ پيغور ور کوي. په داسي حال کي چي قران د داؤد علیه السلام په اړه وايي.
وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ (الانبياء: ۸۰)
او داؤد ته مو ستاسو لپاره د زرغرو جوړول ور زده کړل چي تاسو په جنګ کي وساتي نو ايا مننه کوئ؟.
داؤد علیه السلام د پښي کار کاوه، په يوه حدیث کي هم راغلي چي ده د خپل لاس له ګټلي ماله خوراک کاوه.(بخاري: ۲۰۷۲) دا هيڅ بد کار نه دی چي يو څوک په خپل کار او زيار د ځان او کورنۍ لپاره حلاله روزي ګټي. بد کار دا دی چي د يوازي ځان او کورنۍ لپاره نورو انسانانو او ټولنې ته د زيان له لاري مال لاس ته راوړي. لکه سود، رشوت، قاچاق، د تارياکو، افیونو او نورو نشيي توکو کر او کارو بار او ټولنې ته نور زيانمن کارونه.
کاريګر سړی په مستقيم یا غیر مستقيم ډول ټولنې ته ګټې رسوي، مګر بې کاره سړی ټولنې ته مخامخ زيان رسوي. يو څوک که شپانه وي او د پیسو لپاره د نورو رمه څروي، هيڅ بد کار نه دی، ځکه موسی علیه السلام هم لس کاله رمه پوولېده( القصص: ۲۸)، اما هغه څوک ډېر بد انسان دی چي له همدې شپانه څخه د ځان او کورنۍ لپاره د نورو انسانانو مالونه غلا کوي.
پښي بد کسب نه دی او نه دي پښ په خپل کار شرمېږي، مګر هغه کسان د بد ایسېدو وړ دي چي له همدې پښ څخه د چړې او چاکو غوښتنه کوي او د همدې وسلې په زور د لارو پر سر انسانان شکوي.
نجاري بد کار نه ده او نه دي نجار په خپل کار شرمېږي، ځکه زکريا علیه السلام هم نجار وو او قران کريم د يو بل نبي په اړه وايي:
وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا (هود: ۳۷)
او زموږ په امر مو تر نظارت لاندي کښتۍ جوړه کړه.
نوح علیه السلام نجاري کوله، له دې امله يې د کښتۍ یادونه په قران کي هم راغلې. مګر هغه کسان د انسانانو په ټولنه کي د لعنت وړ دي چي د نجار په لاس پر جوړه چوکۍ ناست، مخته يې د نجار جوړ ښکلی مېز پروت وي او د همدې مېز په دراز کي د رشوت او کرپشن پیسې پرتې وي.
قران کريم مومنان امر کوي چي له خپل سم کارو باره له لاس ته راغلې شتمني دي خیرات وکړي.(البقره: ۲۶۷)
د کار ډېر اهميت ته په کتو يو ځای قران کريم تر عبادت مخکي د کار او کسب يادونه کوي. د مسلم په يوه حدیث کي دي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّ اللهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا، وَإِنَّ اللهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ، فَقَالَ: {يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا، إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ} [المؤمنون: 51] وَقَالَ: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ} [البقرة: 172] ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ أَشْعَثَ أَغْبَرَ، يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ، يَا رَبِّ، يَا رَبِّ، وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ، وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ، وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ، وَغُذِيَ بِالْحَرَامِ، فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ؟ “ (مسلم: ۱۰۱۵)
ژباړه: ابو هریره رض ویل چي رسول الله وویل: ای خلګو! بېشکه الله پاک دی، یوازي پاک قبلوي او مومنان يې په هغه څه امر کړي چي رسولانو ته يې هم د هغو امر کړی. الله تعالی وايي: ای رسولانو! له پاکو خوراک کوئ او نيک عمل کوئ، بېشکه زه ستاسو په عملونو پوهېږم. او بل ځای وايي: ای مومنانو! له هغو پاکو خوراک وکړئ چي موږ په روزي در کړي. بیا حدیث کي د هغه کس يادونه شوې چي اوږد سفر يې کړی، ببر ويښتان او په دوړو لړلی بدن. اسمان ته لاس پورته کوي( دعا کوي چي) ای ربه، ای ربه! مګر خوراک يې حرام وي، څښاک يې حرام وي، جامې يې حرامي وي او په حرامو پالل شوی وي، نو څنګه به يې دعا قبوله شي؟
دلته موږ وليدل چي د پاک خوراک امر شوی او د انبياؤ په تګلاره کي موږ وينو چي هغوئ پاک خوراک په خپل کار او زيار موندی. نو هدف يې دا دی چي لومړی سم کار او کسب وکړئ، له دې څخه تر لاسه شوی خوراک او مال وخورئ او بیا عبادت وکړئ. که مال حرام وي نو هر څومره زيات عبادت هم د قبول وړ نه دی. له دې امله نو يوه حدیث کي داسي ویل شوي.
عَنْ عَبْدِ اللهِ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” طَلَبُ كَسْبِ الْحَلَالِ فَرِيضَةٌ بَعْدَ الْفَرِيضَةِ “(د بیهقي السنن الکبری: ۱۱۶۹5)
ژباړه : له عبدالله بن مسعود څخه روايت دی چي رسول الله وويل : تر يوې فريضې ( عباداتو ) وروسته د حلال کسب لټول بله فريضه ده .
د خپل کسب او کار په اړه رسول الله يوه عامه لارښوونه کوي:
عَنْ مِقْدَامِ بْنِ مَعْدِ يَكْرِبَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” مَا أَكَلَ أَحَدٌ مِنْ بَنِي آدَمَ طَعَامًا خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَأْكُلَ مِنْ عَمَلِ يَدَيْهِ، إِنَّ نَبِيَّ اللهِ دَاوُدَ كَانَ يَأْكُلُ مِنْ كَسْبِ يَدَيْهِ “(بخاري: ۲۰۷۲)
مقداد وايي رسول الله ویل: د انسان تر هر خوراک غوره اوښه خوراک هغه دی چي له خپله لاسه يې وخوري. بېشکه د الله نبي داؤد د خپل لاس له کسبه خوراک کاوه.
په دې اړه دوه نور حدیثونه دي:
قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَيُّ الْكَسْبِ أَطْيَبُ؟ قَالَ: ” عَمَلُ الرَّجُلِ بِيَدِهِ. ( رواه احمد فی المسند: ۱۷۲۶۵)
رسول الله ته وویل شول چي کوم کسب غوره دی؟ ده ویل: د يو سړي په خپل لاس کار.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” خَيْرُ الْكَسْبِ، كَسْبُ يَدِ الْعَامِلِ إِذَا نَصَحَ “(مسند احمد: ۸۴۱۲)
ابو هریره ویل چي رسول الله وویل: په خپل لاس د يوه کاریګر سم کار افضل کسب دی.
د يو بل پيغمبر زکريا علیه السلام په اړه رسول الله وايي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «كَانَ زَكَرِيَّاءُ نَجَّارًا» (مسلم: ۲۳۷۹)
ابو هریره ویل چي رسول الله وویل: زکريا علیه السلام نجار وو.
د کاريګر او کسب لټونکي په اړه حدیث کي دي:
إِنْ كَانَ خَرَجَ يَسْعَى عَلَى وَلَدِهِ صِغَارًا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَإِنْ خَرَجَ يَسْعَى عَلَى أَبَوَيْنِ شَيْخَيْنِ كَبِيرَيْنِ فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، وَإِنْ كَانَ يَسْعَى عَلَى نَفْسِهِ يَعِفُّها فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ (المعجم الاوسط: ۶۸۳۵)
که دی د خپلو وړو اولادونو لپاره راوتلی او هڅې کوي نو د الله په لار کي دی.(مانا ثواب يې ور کول کېږي) که د خپلو زړو والدينو لپاره کوښښ کوي نو د الله په لار کي دی او که له سواله د ځان ساتنې لپاره کوښښ کوي بیا هم د الله په لار کي دی.
بل ځای دي:
عَنْ أَنَسٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَزْرَعُ زَرْعًا، أَوْ يَغْرِسُ غَرْسًا، فَيَأْكُلُ مِنْهُ طَيْرٌ، أَوْ إِنْسَانٌ، أَوْ بَهِيمَةٌ إِلَّا كَانَ لَهُ بِهِ صَدَقَةٌ “ (مسند احمد: ۱۲۴۹۵)
انس ویل چي رسول الله وویل: هيڅ مسلمان يو کښت نه کري او یا ونه نه ږده چي مرغه، انسان یا حیوان ترې خوراک وکړي نو دا به يې صدقه وي.
له دې ټولو اياتونو او حدیثونو څخه د کار او کسب اهميت او فضيلت ثابت شو. په ټولنه کي هغه کسان د قدر وړ وي چي زيار کښي وي. پښتانه وايي: له ډک لوښي به يو څه توی شي، مګر له تشه هيڅ نه تويېږي. دا متل موږ ته د خپلو پښتنو په اړه دا ثبوت راکوي چي پښتانه زيار کښ خلګ خوښوي. دوئ پوهېږي چي کاريګر حتما نورو ته ګټه رسوي او بې کار کسان د ګټې پر ځای د تش لوښي په شان دي چي له بل څخه د ډکېدو تمه لري.
يوه حدیث کي رسول الله ویلي دي چي لوړ لاس پر کښته لاس غوره دی، خیرات کوونکی لوړ لاس دی او غوښتونکی کښته لاس. قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” الْيَدُ الْعُلْيَا خَيْرٌ مِنَ الْيَدِ السُّفْلَى، الْيَدُ الْعُلْيَا الْمُنْفِقَةُ، وَالْيَدُ السُّفْلَى السَّائِلَةُ “ (مسند احمد: ۵۳۴۴)
له دې جوتېږي چي کار او کسب ټولنې ته څومره مهم دي. ديني ارشادات هم موږ ته توصیه کوي چي زيار کښ واوسو، د پښتنو متلونه هم په دې برخه کي بیخي زيات شته او شته حقیقتونه هم موږ دې ته متوجې کوي چي کار او کسب د انسان او ټولنې عزت دی. دا زموږ هره ورځنۍ مشاهده ده چي د شمتنو، کاريګرو او زحمت کښو خلګو عزت کېږي مګر د دې برخلاف څوک چي بې کاره ګرزي، خلګ ځان ځني ګوري، ان ملګري يې هم نه غواړي چي د دوئ په مجلس کي برخه ولري.
بې کاره خلګ جرمونه کوي. بې کاره خلګ په نشو اخته کېږي. بې کاره خلګ د ټولنې اخلاقي ارزښتونه تر پښو لاندي کوي. بې کاره خلګ نه د دين شي او نه د دنيا. زموږ په ټولنه کي چي د ملایانو زيات احترام کېږي او لامل يې هم هغه دیني پوښ دی چي پر ملایانو اچول شوی دی، مګر له دې سره ملایان د شتمنو او کاريګرو کسانو په خدمت کي وي. زموږ د کلي ملک ته به هر وخت زموږ ملا د کور مخته ورتلی او پوښتنه يې پر کوله.
بل لور ته بیا تر اوسه هم يو شمېر کسان ځينو کسبونو ته په ښه نظر نه ګوري. ما ته يوه وخت زموږ د کلي يوه سړي د پيغور په توګه وویل، پلانیه! هغه وخت دي په یاد دی چي زما د باغ بزګري دي کوله. ما ول، هو! زما ښه ياد دي چي دوه کاله مي ستا باغ پاللی دی. ده فکر کاوه چي بزګري به اوس ده ته بد کار ښکاري او زه چي اوس د بزګري په موډ کي نه وم، د ده په اند کېدای شي منکر به شم، مګر د انسان په ژوند کي هر ډول حالات راځي. کله بزګر وي او بل وخت بیا نور کسان د ده بزګري کوي.
بل ته تر لاس نیولو او د خلګو تر احسان وړلو دا ډېره ښه ده چي انسان بزګري وکړي، چوپان شي، مزدور شي، نجاري وکړي، د پښ دنده ځان ته غوره کړي او نور روا کسبونه، مګر د ټولنې د اوږو بار دي انسان ځان نه جوړوي. په کار او کسب کي د انسان عزت دی، د ټولنې خیر دی، د هیواد او ولس د پر مختګ راز په کار او زیار کي دی. که موږ پر مختګ، بريا او ښه ژوند غواړو، نو له کار او زيار سره بايد مينه وکړو، کسبونه بايد بد ونه ګڼو او په ټولنه کي هغه فکر او کلتور ختم کړو چي د يو شمېر کسبونه په اړه د ټيټوالي احساس کوي او هغه کسان ورته ټيټ ښکاري چي په هغو کسبونو اخته وي.
ډيسمبر/ ۳۱/ ۲۰۱۶