میرویس جلالزی

میرویس جلالزی –

د ۱۹۴۷ کال را پدې خوا کله چې هند په دوو برخو هند او پاکستان وویشل شو تر نن ورځي پوري د کشمیر مسله په اسیا کې د ټولو لانجمنو مسلو له ډلي یوه او په عین حال کې لویه مسله ده.

له دغې سیمې د را پورته شویو لاجو اغیز په ټوله آسیا کې محسوس دي او په عین حال کې هند او پاکستان چې اوس اتومي قدرتونه دي دری ځله یو له بل سره په لویو تمام اعیارو جګړو کې ښکیل شوي دي.

د هند او پاکستان د لانجو ژور والی:

تر ۱۹۴۷ کال پوري یعني د هند له لويي وچې د بریټانوي ځواکونو له وتلو دمخه اوسنی هند او پاکستان دواړه د یوه لوی هند په توګه یادیدل خو له دغه کال وروسته دا لوی هند په دوو برخو یعني اوسني هند او نوي پاکستان وویشل شول.

له هغه وخت نه را پدې خوا یعني د لږ تر لږه نیمي پیړۍ را پدې خوا دا دوه ملکونه د لویو رقیبو ملکونو په توګه یو له بل سره مخامخ دي.

په دغو لانجو کې تر اوسه پوري نږدې پینځه لکه انسانان وژل شوي دي، ډیری هغه یي د قومي او مذهبي تاوتریخوالي ښکار شوي دي.

په یاده سیمه کې تر ټوله ډیره د پنجاب برخه ځپل شوي ده، کومه چې پکې د بیلتون کرښه کښل شوي ده.

کشمیر د بریټانیا د واک پرمهال د هند د لويي وچې یوه برخه وو په داسي حال کې چې وګړي يي اکثریت مسلمانان ول خو حاکم یي هندومذهبۍ و، خو کله چې بریتانیا دا سیمه ویشله نو ټاکل شوي وه چې مسلمان میشته برخه په پاکستان او هندو میشته هغه یعني هندومیشته کشمیرۍ سیمې په هند پوري وتړل شي لیکن د وخت هندومذهبي مشر پریکړه وکړه چې خپلي سیمي یعني ټول کشمیر د هند تر ولکي لاندي راولي او هند ته یي وسپاري.

خو دغه پریکړه د دې لامل شوه چې په کال ۱۹۴۷ کې د دغو دوو نویو خپلواکو شویو ملکونو تر منځ جګړه پیښه شي او دا جګړه د ۱۹۴۹ کال تر جون میاشتي پوري وغځیده.

دا جګړه وروسته د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب پای ته ورسیده او وپتیل شوه چې د کشمیر د سیمي د برخلیک په باب باید یوه ټول پوښتنه تر سره شي او د استوګن خلکو نظر وپوښتل شي چې هغوي له چا سره پاتي کیدل غواړي لیکن دا نظر پوښتنه تر اوسه پوري هم تر سره نه شوه.

د پاکستان رسمي موقف دا دی چې، د کشمیر اکثریت وګړي مسلمانان دي او دا سیمه باید له هغه لومړیو په پاکستان پوري تړلي وای او د هغوي استدلالال هم دا دی چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د ۱۹۴۹ په ناسته کې دا پتیل شوي وه چې د کشمیر خلکو ته باید خود ارادیت ورکړل شي چې له چا سره پاتي کیدل غواړي او دا کار باید د یوې ټول پوښتني ( ریفرانډم) له لاري شوی وای.

خو د هند واکمن نظام بل نظر لري او هغه دا چې وايي کشمیر د هند یوه برخه ده، او استدلال یي دا ده چې په ۱۹۴۷ کې د کشمیر مهاراجه د یوه تړون له مخې د کشمیر ټولي سیاسي، بهرنۍ، اقتصادي او دفاعي واګي د ډهلي حکومت ته سپارلي دي.

کله چې په ۱۹۴۹ کال کې د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر پر سر جګړه د ملګرو متلونو په منځګړیتوب پای ته ورسیده پاکستان سمدستي د کشمیر یو په دریمه برخه تر خپلي ولکي لاندي وساتله او ورته یي د آزاد کشمیرنوم ورکړ او وروسته بیا هند په ۱۹۵۴ کال کې تر خپل واک لاندي کشمیرۍ سیمې د جمواو کشمیر په نامه ونومولي او رسمیاتو ته يې شاملي کړې.

څو کاله وروسته یو ځل بیا د هند او پاکستان تر منځ په همدې سیمه کې د سرحدي مسایلو پر سر جګړه پیل شوه.

دا ځل هم جګړه د روسيی په منځګړیتوب پای ته ورسید او په تاشکند کې په کال ۱۹۶۶ کې دواړو ملکونو هند او پاکستان پریکړه وکړه چې د یو بل تر کنټرول لاندي خاوري څخه به خپل سرتیري وباسي او دوه اړخیزه ډزبندی به نافذ ساتي خو د تاشکند ناسته هم په اوږد مهال کې چندان ګټوره ثابته نه شوه او دا دوه قدرتونه لا هم یو بل ته د دښمن په سنګر کې ناست پاتې شول.

د دریم ځل لپاره په کال ۱۹۷۱ کې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان لانجه د دې لامل شوه چې هند د پاکستان په اړخ کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ او دا کار د بنګلدیشن د زیږون لامل وګرځید او په سیمه کې د بنګالیانو واکمني جوړه شوه.

خو کله چې په ۱۹۷۲ کې بنګلدیش یا د بنګالیانو هیواد منځ ته راغی د هند او پاکستان مخامخ او جبهه یي جګړې پای ته ورسیدي او په همدې کال کې بنګلدیشن د پاکستان له لوري په رسمیت وپیژندل شو.

د کشمیر د لانجې په باب په ۱۹۷۲ کې د هند د لومړي وزیر میرمن ایندراګاندي او د پاکستان د وقت لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو تر منځ هوکړه وشوه چې پس له دې به دا مسله د نړیوالو سازمانونو له لاري نه بلکې د بین المملکتي سازمانونو له لوري حل او فصل کیږي.

د بحران دوام، د سولې هیلي، مذاکرې

په کشمیر کې له یوه نسبي امن وروسته په ۱۹۸۹ کې یو ځل بیا لانجې اوبغاوتونه زوراخلي. له دې کال څخه پیل تر اوسه په کشمیر کې مسلماني ډلي سر را پورته کوي او دا چې د بیلتون کرښه نه مني وسلې ته لاس کوي.

دغه ډلي چې شمیره یي لسو ته رسیږي له هغه مهاله ترا وسه په کشمیرونو کې د څه نا څه ۴۰ زره انسانو د وژني او د لږ تر لږه ۱۰۰ زرو د ژوبل کیدو لامل ګرځیدلي دي.

دغه ډلي د پاکستان د بنسټ پالو ډلو او حکومت له لوري حمایت کیږي او هند اسلام آباد تورنوي چې دغه اسلامي پالي روزي او په وسلو یي سمبالوي لیکن پاکستان وای چې دوي یوازي د دغو ډلو معنوي ملاتړ کوي او بس.

له دغې مودې راپدې خوا د هند او پاکستان تر منځ اړیګي په ځلونو د لوړواو ژورو شاهدي وي او تر اوسه هم دا لړۍ روانه ده.

په ۱۹۹۶ کې هغه مهال چې دا دواړه ملکونه په اتومي وسلو سمبال شوي ول هڅه وکړه چې د کشمیر د مسلې پر یوه بنسټیزه حل لاره خبري وکړي او د ۱۹۹۷ کال په ډهلي کې د دواړو ملکونو د بهرنیوچارو وزیرانو یو له بل سره وکتل.

دغه ناسته په نوي ډهلي کې جوړه شوه چې اغیزمني پایلي يي نه لرلي.

د همدې کال په ډسامبر میاشت کې وسله والو کسانو د هند پر فدرال پارلمان برید وکړ چې ۱۴ کسان یي ووژل.

له هغه برید وروسته هند دا کار د هغو بنسټ پالو وباله چې په کشمیر کې د پاکستان له ملاتړ څخه برخمن دي هغه ادعا چې پاکستان رد کړه او دغه برید د دې لامل شو چې د پاکستان او هند تر منځ پر پوله ( د کنټرول کرښه)باندي دواړه ملکونه لښکري ځای پر ځای کړي او یوه بل تمام اعیار برید ته چمتو والی ونیسي.

دا هغه وخت ووچې د کشمیر پر سر د دواړو ملکونو خبري اتري او اړیکي یوه نوي او ډیر کړکیچن پړاو ته ننوتي.

د اړیکو دا خرابوالی د دې لامل شو چې د هند او پاکستان تر منځ دیپلوماتیکي کانال په بشپړه توګه وتړل شي او حتی د دواړو ملکونو سوداګریز علایق هم په ټپه ودریږي.

دا هغه وخت وو چې د دواړو ملکونو توپچي ځواکونوهم څوځله د کنټرول په کرښه کې یو د بل پوستي په نښه کړي او پوځیانو ته يي مرګ ژوبلي واړولې.

په ۲۰۰۳ کال کې له یوه څو کلن کړاویز پړاړ وروسته د هند لومړي وزیر اتل بهاري واجپايي د پاکستان له ولسمشر پرویز مشرف سره وکتل او له هغه څخه يي غوښتنه وکړه چې د یادي لانجې د هوارولو لپاره له دوي سره د همکارۍ میز ته ور ودانګي.

د هند او پاکستان تر منځ د سولي د دوهم ځل خبري په ۲۰۰۴ کال کې پیل شوي، پاکستان په دغو خبرو کې هڅه کوله چې د کشمیر موضوع د سولي د خبرو محوري موضوع وګڼل شي لیکن هند هڅه کوله د کشمیر مسله د سوداګرۍ او فرهنګي راکړې ورکړي د یوه کانال د پرانیستلو لپاره وکاروي.

د خبرواترو دریم پړاو په ۲۰۰۶ کال کې د ممبۍ ښار په ریل ګاډو کې تر چاودنو وروسته پیل شو.

دا ځل د خبرو اترو اصلي مرکزیت د هند او پاکستان تر منځ د سمندري مرز پر سر را څرخیدي، هند ویل چې د سکریک په نامه د ګجرات په لویدیځ کې سیمه چې د پاکستان له سند سره د اوبو پوله لري او د پاکستان له لوري کنترولیږي د هند مربوط ده په داسي حال کې چې پاکستان بیا ادعا کوي چې له دې سیمې هاخوا تر شپيته کیلومترۍ پوري د دوي اړوند ده .

په ټوله کې د هند او پاکستان تر منځ اړیکي د افراطي ډلو د فعالیت او ترهګریزو بریدونو قرباني شوي دي.

د کړکیچ ځپني ستراتیژي

د هند پر ستراتیژۍ کورني، سیمیز او نړیوال مسایل او بدلونونه د کشمیر لانجې پر هوارولو اغیز لري.

کورنی اړخ:

د دیپلوماتیکو تیوریو په رڼا کې ویلای شو چې د یوه هیواد په بهرني سیاست او پالیسۍ کې هغه مهال بدلون راتلای شي چې په کورنۍ کچه په یوه هیواد کې بدلون راشي او یا هم په نړیواله کچه سیاستونه بدلون ومومي.

کله چې په نړیواله کچه پالیسیو په تیرو څو کلونو کې بدلون وموند د هنددولت هم هڅه وکړه چې خپله بهرنۍ پالیسي له دغو بدلونونو سره په مطابقت کې بدله کړي او له نړیوالو پالیسیو سره ورته سم لوری ورکړي.

د سړي جګړې له خطمیدو وروسته او په هند کې د سنتي اقتصادي نظام هغه نظام چې سوسیالستي بڼه یي درلوده، د دغه هیواد سیاسي لومړیتوبونه هم له بدلونونو او د بدلونونو له اغیز څخه لري پاتي نه شول.

په دغه وخت کې د یاد هیواد وتلي سیاست وال،اقتصادپوهان او د ټولنیزوچارو متخصصین په یوه خوله په دې سلا شول چې کورني سیاست ته په کتو سره له نړیوالو بدلونونو سره په سمون کې باید بهرني پالیسي هم طرح شي او په ټولو پخوانیو پالیسیو باید کتنه وشي.

نو فلهاذا دا ویلای شو چې د پخواني شوروي ماتې( هغه هیواد چې د هند لوی اقتصادي ملاتړی وو) او د اقتصادي نړیوال بازار رامنځ ته کیدل د دې لامل شول چې هند دې ته اړ باسي چې د ځان لپاره نوي نړیوال ملګري ولټوي او خپلي نړیوالي اقتصادي پالیسي له سره تر څیړني او بیاځلي کتنې لاندي ونیسي.

سیمیز اړخ:

د هند نوی سیاست یوازي په نړیوالو قدرتونو باندې په اتکا پوري نه دی تړلی بلکې د هغه مهمه برخه له ګاونډیانو او د سیمي په کچه هیوادونو سره پر اړیکو ولاړ دی.

دغه هیواد په سمیزه کچه په ډیرو ملکونو د خپل اقتصادي او سیاسي اړیکو اغیز لرلی دی.

د سیمي خپلواکو اقتصادي بازارونو ته د هند لاس رسی د دې لامل شوی چې دا ملک له دغه اړخه ډیر اقتصادي سود تر لاسه کړي او له یو شمیر ډیرو سیمیزو ملکونو سره خپلي اړیکي ډیري ښي کړي.

په دغه برخه کې یو یي چین د اسیا په کچه تر ټولو مقتدر هیواد دی.

دغه هیواد چې اوس د نړۍ د مقتدرواقتصادي ملکونوپه ډله کې دې له هند سره ډیري ښي اقتصادي اړیکي لري او حتی په ځینو افریقايي هیوادونو کې دا دوه ملکونه ګدي څو ملیارد ډالري پانګوني لري.

له افغانستان سره د هند اړیکي د دې لامل شوي چې هند د افغانستان له لاري پر پاکستان خپل پراخ اغیز وساتي او دغه ملک په افغانستان کې پر خپله پانګونه او سوداګرۍ څه نا څه په کمزوري موقف کې وساتي.

نیپال او بوتان او بنګلدیش باندي هم د هند اقتصادي او سیاسي نفوذ د دې لامل شوی چې د اسیا دا ستر اقتصادي ځواک وکړای شي د سیمي په کچه د خپل رقیب پاکستان پر وړاندي له قوي موقف څخه موضیع ګیري وکړي.

د نیپال، سریلانکا او نیپال کورنۍ سیاست هم د هند له اغیز څخه خالي نه دی او دا هیواد په غیر مستقیم ډول حتی د یادو دریو ملکونو د زعامت په ټاکلو کې هم ښکیل دی.

د یادو ملکونو بازارونه هم په مستقیم ډول د هند تر اقتصادي کنټرول لاندي دي او د یاد هیواد په لسګونو لويي اووړي پروژي پکې رواني دي.

نړیوال اړخ:

پخوا په سیمه کې د هند او پاکستان تر منځ او همدا راز د هند او چین تر منځ د یو لړ سیاسي اختلافاتو له امله د سولي لپاره د هند د هڅو پر وړاندي ډیري ستونزي پرتې وي.

خو نن صبا د چین او امریکې متحده ایالتونو په ګډون د نړۍ ډيری ستر ځواکونه د نړیوالي اقتصادي همپالنۍ لپاره د هند له پالیسیو ملاتړ کوي. د دغو هڅو د ملاتړ یوه بیلګه د اشین هیوادونو په ناسته کې د هند له هڅو د چین او جاپان ستایل ول.

د چین او جاپان په ګډون د اشین غړو ملکونو د ۲۰۱۵ کال په لړ کې د آزادي سوداګرۍ د یوه زون په رامنځ ته کولو موافقه وکړه.

د هند دیپلوماسیو ته په کتو سره له دغه ملک سره د نړیوالو په اړیکو کې د کشمیر مسله له پامه غورځول کیږي او که څه هم پاکستان په سنتي ډول حتی د کشمیر په مسله کې هم له امریکي څخه ملاتړ تر لاسه کوي لیکن هند توانیدلی چې د چین او روسيي سره په نږدوالي په سیمه کې دا بیلانس وساتي.

خو د کشمیر د مسلې په باب په ۱۹۹۹ کال کې د امریکا د متحده ایالتونو د پالیسۍ بدلون د دې لامل شو چې د کشمیر پر مسله کې د هند ملاتړ وکړي او د بوش د هغه وخت د ادارې د نه مداخلي د پالیسي پر خلاف د کلینټون د مداخلي پالیسي پلي شي.

اوسنیو حالاتو ته په کتو سره هند غواړي هر څومره ژر چې کیږي د کشمیر پر مسله له پاکستان سره یوه جوړجاړي ته ورسیږي تر څو په نړیواله کچه خپل سیاسي او اقتصادي موقف نور هم لوړ کړي او په همدې لړ کې د هند له لوري د لومړي ځل لپاره له پاکستان سره د سیاسي لانجې دهوارو لپاره خبري اتري پیل شوي دي.

هند ویلي ټولي هغه ممکنه لاري به ولټوي تر څو له پاکستان سره د کشمیر پر سر یوې مناسبي حل لاري ته ورسیږي لیکن دهند له بدنه به د کشمیر د بیلولو په باب حتی فکر او هیڅ راز خبري هم و نه کړي.

خو نوی ډهلی د کنټرول د کرښې د دواړو غاړو اوسیدونکو ته د خوندي او مناسب چاپریال پر برابرولو ټینګار او ژمنه کوي.

د هند د دیپلوماسۍ خوځښتونو ته په کتو سره داسي ښکاري چې که څه هم د کشمیر ډیری اوسیدونکي مسلمانان دي او نوی ډهلی له اسلام آباد سره پر کشمیر ژوره لانجه لري، لیکن لا هم دغه هیواد د نړۍ له مسلمانو هیوادونو سره خپلي اړیکي په نورمال حالت کې ساتلي دي.

دا باید په یادو ولرو چې د کشمیر د لانجې د حل لپاره د هند او پاکستان خبري اتري تر اوسه یوازي د خبرو په چوکاټ کې ځای لري او سولي ته د رسیدو لاره له حده زیاته کنډه کپره او اوږده ده . ( میرویس جلالزی)

ماخذونه:

1- Raja Mohan ,”India And The Balance Of Power”, in,www.cfr.org.

2- “India’s New Foreign Policy Strategy”,in.www.ceip.org.

3- www.investgativepolicies.org

4-Intrnational policy review

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *