تاند- د کعبې شریفې د تور پوښ د چمتو کوونکې فابریکې مسوول وايي، د دغه پوښ ټول مواد له ایټالیا او جرمني څخه راوړل کېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کعبې شریفې پوښ، چې په عربي ژبه یې (کسوة الکعبه) بولي، له ورېښمو او کتان څخه اوبدل شوی ټوکر دی او برسېره پرې د سرو زرو په اوبو د قرآنکریم آیتونه کښل شوي دي.
د کعبې پوښ هر کال د حج د مراسمو تر پیلېدو مخکې نوی کېږي.
محمد بن عبدالله باجواد، چې د دغه پوښ د چمتو کوونکې فابریکې مسوول دی، وايي چې د کعبې د پوښ اومه مواد؛ لکه ورېښم له ایټالیا او د سپینو او سروزرو اوبه له جرمني څخه راوړل کېږي او وروسته په سعودي عربستان کې جوړېږي.
د کعبې شریفې پوښ د جوړولو کار دوو میاشتو ته اړتیا لري.
ښاغلي باجواد د کعبې شریفې د ټول پوښ لوړوالی ۱۵ متره او پلنوالی ۱۲ متره وباله.
ده وویل چې د کعبې شریفې د پوښ د چمتوکولو لپاره ۱۲۰ کیلو سره زر،۱۰۰ کیلو سپینزر او ۶۷۰ کیلو ورېښم پکارېږي چې ټولټال ۶ ملیون ډالره پرې لګېږي.
د رویټرز خبري اژانس پر اساس، د کعبې پوښ تر ۱۹۶۱ پورې په مصر کې ګنډل کېده خو له هغه راوروسته مکې شریفې ته نژدې چمتو کېږي.
په تېرو پېړیو کې د کعبې پوښ څه موده سور و، وروسته زرغون او بیا سپین شو خو اوس ډېر کلونه کېږي چې تور رنګ ورته غوره شوی چې په طلايي رنګ د قرآن شریف آیتونه پرې لیکل کېږي.
جزاک الله