سيمه ييز پوچوالى (تجرد):
په دې کې هغه عوامل شامل دي چې سيمه ييزه بڼه لري. دا پوښتنه کېداى شي چې آيا کلتوري پاتوالى موږ ته د ختيزو، اسيايي او جنوب اسيايي ځانګړتياوو له امله په ميراث کې را پاتې دى؟ علت يې څه دى، په عمومي ډول د جنوبي اسيا د ټولو خلکو او خصوصاً د دې سيمې د مسلمانانو په کايناتي تصور (Worldview) کې فکري پراخوالى ولې رانغى؟ مثلاً عرب مسلمانان دومره د کلتور دښمنان نه دي، په خاص ډول د عربو تر صحراوو دباندې هېوادونو خلک له نڅا او موسيقۍ سره ډېره مينه لري، په ټولنيزو مراسمو او دودونو کې هم هغوى خلاص او ازاد چاپېريال خوښوي. مثلاً مسلمانې عربې مېرمنې له يو نابلده نارينه سره په لاس روغبړ کول بد نه ګڼي، خو زموږ د براعظمګي په مسلمانو مېرمنو کې د دې تصور هم نه شي کېداى. په عربي هېوادونو کې د عامو خلکو د خوشاليو په لاره کې ټولنيز بنديزونه نه شته، لکه څنګه ډول چې يې موږ پخپله ټولنه کې وينو. داسې ښکارېږي چې د براعظمګي اسلام له ټولې نړۍ بېل او غوره دى او لکه دا چې پر عربو نه، پر موږ نازل شوى و. بنسټپال خلک او تحريکونه په مسلمانو عربي هېوادونو کې هم شته، هلته هم استبدادي سياسي نظام نفوذ لري، خو هغسې کلتوري سالنډي پکې نه شته، کومه چې دلته ده. په اکثرو مسلمانو هېوادونو کې د اقليتونو حالت تر موږ ښه دى، فاحشه خانې، نايټ کلبونه، سندرې، نڅاوې او د ښځو نارينوو ګډ محفلونه عام دي، د خلکو پر معصومانه خوشاليو هيڅ بنديز نه لګېږي، تر څو چې کوم کار په حقيقت کې د فحاشۍ په برخه کې رانه شي او يا د فساد سبب نه شي. موږ د براعظمګي مسلمانان يو وچ او بېخونده ژوند کوو او د اسلامي ټولنې په نامه يو داسې تصور مو خپل کړى دى، چې نه په انسانانو کې شمېرل کېږو نه په حيوانانو کې. هيڅ عرب مسلمان ملت له خپل مملکته د اسلام د کلا د جوړولو اعلان نه دى کړى.
د اکثرو مسلمانو عربي هېوادونو د ټلويزنونو خپرونې په کلتوري لحاظ دومره ازادې دي، چې موږ د براعظمګي مسلمانان يې تصور هم نه شو کولاى. بل لور ته زموږ دولتي ټلويزون (پي ټي وي) د پاکۍ او د کورنيو ارزښتونو په نامه د نړۍ د لومړي سر په رجعتي او بنسټپالو خپرنيزو ادارو کې ده، چې د سټلايټ خپرونو او د نړيوالتوب په زمانه کې يې له ناپوهۍ ډکه تګلاره خپله کړې ده. کله چې ټلويزون ته ناست يې، د ټلويزون ټوله پاکي او شرافت دې د ريموټ کنټرول توکمه د يوه بل نړيوال چېنل په راوستلو په اوبو لاهو کړي، خو په دومره ساده خبره زموږ د اخلاقو خپلسري مذهبي پېشواګان نه پوهېږي. ټول تاريخ شاهد دى، چې د براعظمګي مسلمانان پخپله هيڅکله نه دي بدل شوي، هيڅکله يې پرمختګ نه دى کړى. موږ هغه وخت يو څه بدلېږو، چې تاريخي ځواکونه موږ بدلېدو ته اړ کړي او هغه وخت نو زمانه ډېره مخ په وړاندې تللې وي. دا ټول څه دي؟ آيا د دې سيمې په خاوره کې داسې څه شته چې ټوله نړۍ بدلېداى شي، مخ په وړاندې کتلاى شي او پرمختګ کولاى شي، خو موږ د براعظمګي مسلمانان له خپلسري اوبدلي جال او لومو دباندې نه شو وتلاى؟ زموږ ټول ملي، ټولنيز او مذهبي فکر وروست شوى دى، خو موږ ترې ناخبره يو، انسان څه دى، کوم ځاى ته ورسېد، له کوم کوم شي خبر شو او تر کومه ځايه تللى دى. کوم ارزښتونه او نظريات چې موږ په سينه پورې نيولي دي، دا د تمدن د لرغونتونونو برخه شوي دي. ګومان نه کوم چې په نړۍ کې دي نور زموږ غوندې د خپلې خوشالۍ او پرمختګ دښمن ملت پاتې وي.
مذهب:
په دې کې هيڅ مبالغه نه شته چې زموږ د مسلمانانو په کلتوري پاتوالي کې له مذهب سره د مينې لوى لاس دى، زموږ د ژوند د فلسفې ظاهري بڼه همداسې ده، چې د ښکلا او کلتور ارزښتونه پکې د تهديد او غندنې په لومړي کتار کې دي. له تهذيبي او تاريخي پلوه دا يوه بدمرغي ده، چې مسلمانو پوهانو ورباندې کله هم په څرګنده خبرې نه دي کړې. په ټول اسلامي تاريخ کې تر معتزله وروسته بيا د علني خبرو روايت پيل نه شو. که څه هم ليبرال او مترقي مسلمان پوهان په يو نه يو ډول په اسلام کې د لطيفو هنرونو د «جواز» د ثابتولو هڅه کوي، خو واقعيت همدا دى چې په اسلام کې د لطيفو هنرونو ځاى ډېر محدود دى، همدا سبب دى چې پخواني مسلمان پاچاهان به تر ډېره پر باغونو، محلونو او د مزارونو پر تعمير د خپلو اضافي پيسو پر مصرفولو بوخت وو او کومو هنرونو چې تر ټولو زياته وده وکړه، هغه هندسي طرحې (geometrical designs) يا خطاطي وه، چې هغه هم تر ډېره د قرآن پاک تر آيتونو محدوده پاتې شوه.
په موسيقۍ کې هم محلي موسيقي ژوندۍ پاتې شوه، ځکه چې د دې ريښې په ملتپالنه او خاوره کې وې، خو مذهبي پېشواګانو به په هر صورت کې د دې په خلاف هم خبرې کولې. د مذهب د کلتوري وچوالي او پوچوالي په غبرګون کې هغو صوفيانو موسيقي په زور په مذهب کې شامله کړه، چې د مذهب له اساسي (شرعي) مسيره منکر شوي وو. د نڅا او موسيقۍ په اړه د ملايانو تصور د نجونو د دريو وهلو تر ټوليو محدود دى، نور نو په اسلام کې لطيف هنرونه يا خو تفريح او لوبې دي او يا هم شرک او بوت پرستي ده. په اسلامي جمهوريه پاکستان کې د لطيفو هنرونو ناوړه او ځپلى حالت د دې څرګند ثبوت دى. پر بېچاره هنرمندانو د سړي زړه وسوځي چې په داسې ناوړه حالاتو کې يې هم د انسان ښکلاييزې غريزې څنګه ژوندۍ ساتلې دي. منافقو اشرافو او واکمنو تش په نړۍ کې د متمدين بللو په خاطر د خپلې ذهني عياشۍ لپاره يو څو دريڅې خلاصې پرېيښې دي. د دې هېواد په لويو لارو او باغونو کې د هنر نښې-نښانې نه شته، خو توغندي، توپې، جنګي الوتکې، ټانکونه او بحري جنګي بېړې پکې ډېرې دي، چې د خلکو د ښکلا د ذوق د خونړي کولو او وژلو لپاره کفايت کوي. د دې هېواد بېوروکراسۍ بشپړ زيار ايستلى، چې د خلکو د ښکلا حس و وژني او وحشيان ترې جوړ کړي. ښکاره خبره ده په دې هېواد کې چې څه کېږي، بې له شکه د دې روحاني سرچينه مذهب دى. موږ بايد په دې اړه څېړنه وکړو، چې زموږ په کلتوري شنډوالي او بدذوقۍ کې د عقيدې څه رول دى.
اقتصادي ځوړتيا:
په دې کې شک نه شته، چې که موږ په اقتصادي لحاظ پرمختګ وکړو، نو د کلتوري ځوړتيا ستونزه مو پخپله حل کېداى شي، نو له نورو ټولو واقعيتونو سره سره اقتصادي پاتوالى او ځوړتيا هم زموږ په کلتوري پرمختګ کې تر ټولو لوى خنډ دى. که په اقتصادي لحاظ پرمختګ وکړو، نو د دنيا او ژوند په اړه به زموږ نظر پراخ شي، له ژوند سره به مو مينه زياته شي او چې له ژوند سره مو مينه زياته شي، نو بيا به خوشالۍ هم راباندې ښې لګېږي، بيا به موږ په ژوند کې د هر څه په ښايست او ښکلا پسې لټون هم کوو. د ډوډۍ او د پايښت په فکر اخته خلک د حسن او مينې په موضوع نه شي پوهېدلاى، د غربت لپاره پسرلي هيڅ مانا نه لري، غريبي د جهالت او بېسوادۍ مور ده او جهالت تيارې ته وايي، ظرافت او ښکلاپېژندنه له رڼاوو او رنګونو سره اړه لري. موږ به د خپل هېواد او ټولنې د اقتصادي پرمختګ لپاره زياتې هڅې کوو، په دې کې زموږ ګټه ده. موږ بايد د دې هېواد د بې رحمه واکمنې اشرافي طبقې لاس ونيسو، چې د هېواد وسايل يې پخپله ولکه کې اخيستي دي او د ولس پر سوکالۍ باندې د مصرفولو پر ځاى يې د سيمه ييز تاوتريخوالي پر دوام مصرفوي. د دې لپاره د فيوډال او قبايلي نظام زر تر زره له منځه وړلو ته اړتيا ده، چې وکولاى شو په بشپړه توګه د تعليم او صنعتي پرمختګ پر لور ګامونه واخلو.
د پلارواکۍ نظام:
په عامه اصطلاح پلارواکي هغې ټولنې ته وايي، چې نارينه پکې واکمن وي. زموږ د کلتوري ځوړتيا يو لوى سبب همدا د پلارواکۍ يا نرواکۍ نظام هم دى. دا نظام د نارينه استبداد ته وده ورکوي او د ښځې بشري حيثيت را ټيټوي، د ملکيت شى ځنې جوړوي او پر جنسي ازادۍ يې ناوړه بنديزونه لګوي، چې په ټولنه کې د ساتنګۍ فضا ځنې پيدا کېږي او د ټولنې روحاني او ذهني وده په ټپه ودرېږي. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې تر اوسه هم د پلارواکۍ د نظام ريښې ټينګې دي. د پلارواکۍ يا نرواکۍ نظام د عصريتوب او جمهوري پديدو دښمن وي.
له تېرمهال سره تړون:
د کوم ملت د ودې بهير چې و درېږي، هغه زوړپالى او ماضي پرست وي. ټول مسلمانان، خصوصاً د پاکستان خلک زښته زيات ماضي پرست خلک دي. موږ په اوسمهال کې نه، د تېرې زمانې په خوږو خوبونو کې ژوند کوو. پر موږ د تېر وخت هر څه ښه لګېږي. موږ په دغو ګومانونو کې ژوند کوو، چې موږ د ډېر لوړ حيثيت خلک تېر شوي يو، ټولې نړۍ موږ ته سر ټيټ کړى وو او داسې نور…، خو موږ په ساينس، پرمختګ او خوشالۍ کې تر نورې نړۍ څومره شاته پاتې يو، په دې اړه د فکر کولو هيڅ اراده نه لرو. موږ د تېر وخت شيان، د تېر وخت پاچاهان، د تېر وخت دود دستور او د تېر وخت ارزښتونه ښه او غوره ګڼو. د هرې پوښتنې ځواب او د هرې ستونزې حل په ماضي کې لټوو، نه خپله نن ورځ بدلوو او نه مو د راتلونکي د ښه کېدو زمينه برابرېږي، نو دا ويلاى شو چې موږ مخته نه، شاته کتونکى ملت يو، ځکه خو مو دربدري په برخه ده. هيڅ يوه لاره هم په نظر نه راځي، خو بيا هم هيڅ له تېرمهاله را وتلو ته تيار نه يو. ماضي پالنه او ماضي ځپنه د ناروغۍ غوندې پر موږ خپره شوې ده.
د نوي تمدن ګوماني زيانونه:
د وروسته پاته ملتونو يوه ستونزه دا هم ده، چې د نوي تمدن ښو اړخونو ته کم او نيمګړتياوو ته يې ډېر ګوري. خلک د همدغو لږو نيمګړتياوو په اساس د خپلو ورستو ارزښتونو خيالي ستاينو ته ملا وتړي او ځانونه ور پورې ونښلوي، په دې نه پوهېږي چې يوازې نوي ارزښتونه د نوي عصر غوښتنو ته ځواب ويلاى شي او تر کومه ځايه چې د نوي تمدن د تاوانونو، ټکرونو او ستونزو خبره ده، د هغوى د حل لپاره د لوېديځ ملتونه هم تل په هڅه کې دي او بيا ضرور نه ده، چې موږ ړندې پېښې وکړو، موږ بايد په عقلي او ساينسي اساساتو دغه مسايل و څېړو او په دې توګه موږ ځانونه له منفي اغېزو ژغورلاى شو، خو لومړى شرط بايد دا وي چې د نن د ساينسي، صنعتي، جمهوري او سيکولر زمانې لپاره يوازې نوي اصول، نوي معيارونه او د فکر نوى انداز کار ورکولاى شي. د منځنيو پېړيو قوانين اوس موږ ته هيڅ ګټه نه لري، موږ به د نوي تمدن په خپلولو سره د دې تمدن د تناقضاتو د حل هڅه کوي. له دې څخه په مخ اړولو سره موږ ژوندي نه شو پاتېدلاى.
د سياسي نظام غوښتنې:
د پاکستان په تناظر کې دا تر ټولو مهم اړخ دى. زموږ په ټولنيزه او کلتوري ځوړتيا کې زموږ د برلاسي سياسي نظام لوى لاس دى. موږ په يو داسې بدمرغه تاريخي حالت کې نښتي يو، چې د ورنه وتلو هيڅ لاره په نظر نه راځي. پر دې هېواد واکمن اشرافي قشر يوازې د خپلو شخصي او تنظيمي ګټو په خاطر دا هېواد له هغه فکري نظامه لرې ساتي، چې د پرمختګ شرط ورسره تړلى دى او دا يې مستقيماً له خپلو ګټو سره تړلې خبره ده، چې ولس بايد بېسواده و ساتل شي. هغوى تش په دې خاطر عيشونه کوي چې ولس مو جاهل دى، نو اشرافي طبقه، چې له ملکي او پوځي بېوروکراسۍ نه جوړه ده او سرحدونه يې د دې هېواد له فيوډالې طبقې سره نښتي دي، هغوى پر خپل ځاى د عصري ژوند له ټولو اسانتياوو خوند اخلي، خو د رسنيو، تعليمي نصاب او ملي ستراتيژيو په وسيله بشپړه هڅه کوي، چې ولس د زړو، رجعتي او متروکو نظرياتو له شکنجو هيڅکله ازاد نه شي، هغوى بايد خبر نه شي چې د نن انسان له کومه تر کومه ځايه رسېدلى دى. زموږ اشرافي طبقې د مذهب له نامه په استفادې سره موږ د ډېرې محدودې او متعصبې وطندوستۍ په احساساتو کې را ښکېل کړي يو. ولس بېچاره جاهل، بېوزلى او کمزورى دى، هغوى حتى په دې قوت او د اشرافي طبقې په ټګيو درغليو پوهېږي هم نه، د هغوى په ضد را پورته کېدل خو لرې خبره ده. نيمه لوستې لوېدلې منځنۍ طبقه د خلق تنګۍ او فشار له امله د خلاصون لپاره له مذهبي پلوه نور هم افراطيان کېږي، چې نه يوازې د پرمختګ امکانات نور ورسره کمېږي، بلکې خطر ورسره زياتېږي، چې هسې نه دا پاتې مدني او تهذيبي اډاڼه او اساس مو هم د مذهبي لېونيو لاس ته ورشي او د ډبرو زمانې ته ور ستانه شو.