تاند- ملګري ملتونه وايي، د افغانستان حکومت د بودا د نړول شویو مجسمو په ځای کې کار په دې خاطر ځنډولی چې ساتونکو په پټه هڅه کوله چې د یوې مجسمې پښه په پټه جوړه کړي.

د یونسکو په وینا که له رسمي اجازې پرته په دې ځای کې مجسمې جوړې شي نو دا لرغونی ځای به په نړۍ کې خپل لرغونی ارزښت له لاسه ورکړي.

د بودا مجسمې په ۲۰۰۱ میلادي کال د طالبانو د مشر ملا عمر په امر ویجاړې شوې.

د لرغونو ځایونو او اثارو د نړیوالې شورا جرمنۍ څانګه له ملګروملتو سره په ګډه په بامیان دره کې کار کوي. د دوی د کار هدف دا دی چې هغه پرښه کلکه او خوندي کړي چې د بودا مجسمې پکې تراشل شوې وې.

خو د هغوی کار وروسته له دې وځنډول شو چې د ملګروملتو د کلتوري ادارې(یونسکو) یوه ډله په دسمبر میاشت کې هلته لاړه او په ډبره کې یې د پښو په شان جوړې شوې ستنې ولیدې.

د یونسکو یوه مقام بریندان کسار وویل:« دا جنجالي مسله ده، د دوی د کار څرنګوالي موږ ته شکونه پیدا کړي، داسي ښکاري چې دوی غواړي د بودا د مجسمو په شان مجسمې جوړې کړي.»

کسار وویل، دا ستنې قطعاً د اصلي مجسمو په څېر نه ښکاري او د ده دفتر یې له ډیزاین او د کار له پیلېدو خبر نه دی.

ده همداراز وویل:«دا باید زموږ له لوري نه بلکې د حکومت له خوا له منځه یووړل شي.»

د یونسکو د چارواکو له دې څرګندونو وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د بودا مجسمو په ساحه کې هر راز کار منع اعلان کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *