اورنګ مختار –

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوى وزير عبدالباري جهاني

د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان لخوا نن چهارشنبه د دغه وزارت کارکوونکو ته ور وپيژاند.

په هغه ستره غونډه کې چې په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال تالارکې جوړه شوې وه؛ په پارلماني چاروکې د دولت وزير پوهنمل نبي فراهي، پخواني وزير سيد مخدوم رهين، د ننګرهارولايت پخواني والي ګل اغا شېرزي په ملي شوراکې د خلکو يوشمېر استازو، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دولايتونو او مرکز يو شمېر رييسانو، دسولې د شورا ځينو غړيو، شاعرانو، ليکوالانو،فرهنګيانو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلګونوکارکوونکو ګډون درلود،

په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستيال سيدمصدق خليلي وينا وکړه او د ياد وزارت څلور مهمې برخې (د ټولنيزو رسنيو، فرهنګ هنر ،ګرځندى او ځوانانو چارو) په اړه د دې وزارت دندې او مسئوليتونه تشريح کړل او د لنډو خبرو په ترڅ کې يې ددغه وزارت کاري اړخونو ته اشاره وکړه .

ورپسې د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنيرمحمدخان خبرې وکړې او له ولسي جرګې څخه يې مننه وکړه چې نوماند وزيرانو ته يې د باور رايه ورکړه.

ده وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هېوادکې له مهمو اوحساسو وزارتونو څخه دى. رسنۍ په يوه هېواد کې د برښنا په څېر اهميت لري؛ چې په نه شتون کې يې د خلکو ستونزې ډېرې وي او له څه نه وي خبر، محمد خان ووېل رسنۍ څلورمه قوه ده چې د مطبوعاتو کارکوونکي او رسنۍ د دولت تګلاره ټاکي؛ د اجرايیه رياست لومړي مرستيال فرهنګيان د هېواد دازادۍ او ترقۍ د لارې اتلان وبلل او د انګليس د جګړې پرمهال د ميوند د ملالې حماسي لنډۍ يې د بېلګې په توګه ګډونوالو ته وړاندې کړه، نوموړي د بيان آزادي د دغه وزارت يوه ستره لاسته راوړنه وبلله اوزياته يې کړه چې رسنۍ بايد د بيان له آزادۍ څخه ناوړه استفاده ونه کړي او خپل دروند مسئوليت وپيژني ، نوموړي د افغانستان د ملي سرود جوړول د ښاغلي جهان دلوړ علمي شخصيت او فرهنګپالنې لپاره ښه مثال وباله او هيله يې وښوده چې د جهاني په مشرۍ کې به د دغه وزارت موجوده ستونزې کمې شي .

دغه راز ده د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزير ډاکترسيدمخدوم رهين کړه وړه او فعاليتونه وستايل.

په دې غونډه کې پوهنمل نبي فراهي د عبدالباري جهاني د فرهنګي او ادبي شخصيت په باره کې خبرې وکړې .

د ننګرهار پخوانی والي محمد شفيق ګل آغا شير زوى د دغې غونډې يو بل وينا وال و. ده له جمهور رييس او اجرائيه رييس څخه وغوښتل چې رښتيني او هيوادپال شخصيتونه وساتي .ورپسې جهاني صاحب د دې وزارت له اداري رييسانو سره خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې د وزارت موجوده ستونزې به دخپلې تجربې او کاري اړيکو له مخې حل کړي، جهاني د هېواد عامه کتابتون ته په اشارې ووېل ددې کتابتون جوړول او دفرهنګي چارو وده او دفرهنګي ميراثونو ساتل او رغاونه يې د کاري لومړيتوبونوڅخه دي.

عبدالباري جهاني د غونډې له برخه والو څخه د مننې اوکور ودانۍ په څرګندولو سره وويل چې هڅه او هاند به وکړي چې کار اهل ته يې وسپاري او له قومي، ژبنيو او سمتي ملحوظاتو څخه د خلاص انډوليزې فرهنګي ودې په لاره کې به عمل وکړي. د جهاني په اړه غونډه چې په ډېر شوق او ذوق جوړه شوې وه د ګډونوالو شمېر يې دومره زيات وو چې ډېر کسان په يوه او بله خوا کې ولا ړ وو او د يو نوي فرهنګي بدلون احساس يې کاوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې له مهمو او کليدي وزارتونو څخه دى په تېرو کلونو کې ورته د نه پاملرنې له امله ګڼې ستونزې لري چې د جهاني په راتګ سره د ډېرو فرهنګيانو سره د دې ستونزو دلېرې کيدا هيلې پيدا شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *